یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / په افغانستان کې تاجکو ته لنډه کتنه

په افغانستان کې تاجکو ته لنډه کتنه

ليک س سيرت
په افغانستان کې تر پښتنو وروسته تاجک هم خپل لرغونى تاريخ لري چې دوخت ليکوالو پرې خپل معلومات څرګند کړي دى ځينې ليکوالو دتاجک کلمه له عربي ژبې ر اخيستى خو زياتو قلموالو له ترکي پورې تړلې ده .
دبېلا بيلو تاريخپوهانو او څيړونکو دليکنو او څيړنو وروسته تاجک ترکو ته نږديوالې لري او هم ئې په کلتور کې ترکيې ته نږديوالې ثابتيږي چې دوخت په تېريدو سره دتاجک کلمې پورې را رسيدلي دي .
داسيائې او شرقي تاريخپوهانو له نظره ويلاى شو چې تاجک له ماورالنهر افغانستان سره نږدى ٥٠٠٠ کاله دمخه را کوچيدلي دي او دافغانستان په بيلا بيلو ولاياتو کې دوخت په تېريدو او نظامي بدلونونو سره ميشت شوي دي ځکه خو تاجک ليکوال ځان آرين نژاده بولي او هم خپل قوم تاجک په افغانستان کې دلرغونو قومونو څخه شميري .
که څه هم تاجک په افغانستان کې خپل تاريخ ٥٠٠٠ کلن ښى خو نور څيړنپوهانو چې کومې ليکني په تاجکو کړيدى دهغې له مخې ٢٠٠٠ کاله خواوشا په افغانستان کې د تاجکو ژوند ثابتوي .
تاجک څيړنپوهان او ځنې نور قلموال افراسياب ابولا باى دنړۍ دمشهور ترکي مشرانو څخه ياديږي ، فردوسي توسي هم تاجک ؤ ، اميرتيمور په ١٤٠٠ م پيړۍ کې تاريخ ترکي ياد کړيدى ځکه دتاريخپوهانو په اتفاق دتاجک کلمې دترکي ژبې سرچينه اخيستي چې په لومړي سر کې دا کلمه تاجک تاجليک ؤ تاجليک په ترکيې ژبه کې هغه چاته ويل کيږي چې تاجونه پرسر کوي يا تاجدارو ته دتاجليک کلمه ويل کيده په ترکيې کلتور کې هم تاجليک کلمه هغه چاته استعمال شويده چې دوخت مشران او تر نورو عامو خلکو په لوړ ياديدل چې وروسته دتاجليک کلمه په تاجک بدله شوه .
يو شمير عرب تاريخپوهه ليکوال او تاريخپوهان بيا ليکي چې تاجک کلمه دتازيک نه اخيستل شويده په ترکيه کې ورته ٢٠٠٠ کاله مخه تاجک ته تازيکان ويل کيدل خو هيردودت تاريخ پوهه ليکي چې تازيکي کلمه ١٤٠٠ کاله تاريخ لري دتاجکو ميندې ترکۍ دى خو پلرو نه يې عرب دي ځکه دهمدې تازيک کلمې نه تاجک دنيکونو له نسکه عرب او دان ګانو په نسل ترک دي .
محمود کاشغرى په خپل کتاب ( لغات الترک ) کې ليکي تازيک دترکيې په فرهنګ کې ډير استعمال شوى دى تازيکسيان چې اوس ئې تاجکان بولي دترکي دتاريخ او نسل برخه ده په ماورالنهر کې تازيک شهرت لاره او افغانستان په را رسيدو دوى قوم نوم تاجک ته اوړيدلى دى
استاد حبيبي په خپل کتاب (سبک شناسي) دريم جلد کې ليکي تاجک له تازيکه اخيستل شوى کلمه ده چې دماورالنهر تر افغانستانه را رسيدلې ده او د تاجکو تاريخ دترکو سره شريک دي ترک په ماورالنهر کې ٥٠٠٠ کلن تاريخ لري چې او تاجکو هم له ترکو سرچينه اخستنې ده . يو الماني تاريخپوهه په خپل کتاب ايرانشهر کې ليکي تاجک کلمه په ترکو کې هغه چاته استعمال شوى چې له قده په وړوکى ؤ تاجک په عمومي توګه له قده واړه دي خو په افغانستان کې چې تاجکو ژوند اختيار کړيدى قد ئې هم يو څه لوړ شويدى دالماني تاريخپوهه ( ماراکوت) دمعلوماتو له مخې په ترکو کې چې کومو مشرانو تاجونه پر سرکيښودل دهغوي قدونه واړه وو که دتاجدارو په تاريخ تاجک ته وکتل شي بيا دالماني مورخ ماراکوت معلومات غوښن دي په ترکو کې لومړى تاجداي دماراکوت دمعلوماتو له مخې دتاجدار کيومرث نه پيل شويده او کيومرث هم له قده وړوکى ټيټ ؤ .
تاجکان هم ځانونه اريايان بولي لومړى تاجدار بادشاه هم اريايي بادشاه کيومرث تېر شويدى که تاجک له تاجکيکه اخلو نو مونږ بايد ترکي کلتور ته مخ ور واړوو په ترکي کلتور کې هم تاجک تاجليک نه اخيستل شوى کلکه ياده شويده تاجکان دتاريخپوهانو دڅيړنو له مخې په ترکستان دروسانو دبريدونو وروسته تاجکستان ته راغلي وي دوي دمخه د ترکستان نه جلا شوي وګړي بلل کړيدل خو دکلونو په تېريدو سره ترى تاجکستان جوړ شو .
تاجک چې لومړى له ترکستانه تاجکستان او بيا افغانستان ته راغلي او ټول تاريخپوهان ئې دماورالنهر يا مديترانى راغلي بولي له رنګه سپين دي ځنې ئې غنمرنګه دي ، سترګې او ويښته ئې قفقازيانو ته ورته دي .
يو شمير تاريخپوهان تاجک افغانستان ته له تاجکستانه راغلي بولي خو ځينې ئې بيا دقفقازه راغلي هم بولي دقفقاز تاجکانو عمومي په غزني کې ژوند کى او په افغانستان کې مشيت تاجک هم غرنى ژوند غوره بولي . تاجک فارسي ژبه وائې چې په افغانستان کې د تاجکو نيکونو په خليج کې وخت تېر کړى او د فارس ژبه ئې افغانستان ته له ځانه سره راوړلې ده . په ازبکستان کې ميشت تاجکان هم فارسي وائې معنى تاجکان هم شته چې په بيلا بيلو هېوادونو کې ژوند کوي په مذهبي لحاظ په تاجکو کې شيعه او اسماعليه زيات دي چې کوم تاجک شعيه مذهبه دي هغوي ته امامي شيعه ګان ويل کيږي . اسماعيله مذهبه تاجک بيا په امريکا او اسرائيلو کې عيسويانو او يهوديانو سره نږيدوالى لري دپخواني شوروي اتحاد ړنګيدا وروسته زيات شمير اسماعيله تاجکان مسيحى دين ته واوړيدل او په اروپا کې ئې ژوند غوره کړ مير غلام محمد غبار ليکي چې تاجک په افغانستان کې ددهګان او دهقان په نامه هم ياديږي دليل ئې دادى چې تاجک زراعت سره علاقه لري او ديګانان هم زراعتى خلک دي دهيرى دوت تاريخپوهه معلومات تاجک له ماورالنهر راغلي چې بيا په افغانستان کې له تازيکه په تاجک بدل شوي ٣٠٠٠ کاله دمخه ديمن قبايلو ته تازکيان ويل کيدل چې يو دليل دتاجکانو دعربو له نسله همدا تازيک کلمه هم کيداى شي کله چې تاجک افغانستان ته راغلل نور نومونو ورستاړي (اوف) ئې پريښودل دتاجکستان عدليي وزارت ويلى چې افغانستان ته تللو تاجکان نږدې ١٩٠٠٠ کسانو دخپلو نومونو پسوندونه ( اوف) له ځانه کړي چې اوس په افغانستان کې دنورو افغانانو په څير نومونه پر اولادونو ږدي .
پروفيسر نظروف چې دافغانستان په اړه کره معلومات لري وائې تاجک په افغانستان کې دپښتنو وروسته لرغونى تاريخ لري خو دتاجکو کلتور افغانستانو ته نه بلکه ترکيې ته نږديوالې لري دپروفيسور نظروف په وينا په ځينې ځايونو کې دتاجک او افغانانو تاريخ سره سمون هم نه خوري .
تاجک چې دمنځنى اسيا ترکستان څخه تاجکستان او افغانستان ته راغلي او سرچينه ئې له ماورالنهر وبولو نو دافغانستان وارثين نه ثابتيږي ځکه دافغان او مسلمان په تاريخ کې بل دين ته اوړيدل ځاى نه لري دهګان هم ورته پدې دليل ويل کيږي چې افغان په مرګ هم له کړى وعدي او ژبې نه وروسته کيږي خو تاجک په وعده او ژبه دافغانانو په څير نه ودريږي دويم دا چې داسلام تاريخ ئې هم افغانانو وروسته دى په افغانستان کې دتاجکو نيکونو زيات شمير له کرمانه راغلى تاجکان دي ځکه خو دافغانانو سره دکلتور يووالى نه لري دا مهال دافغانستان فارياب ، غزني ، بدخشان ، پروان ، کندهار ، ګرديز ، هرات ، کابل ، بلخ ، کندوز ، تخار ، بادغيس ، غور ، بغلان ، سمنګان ،لوګر ، لغمان ، جوزجان ، پکتيکا ، پکتيا او نورو ولاياتو کې ژوند کوي چې په ننګرهار کې په عمومي توګه تاجکو ته ديګان ويل کيږي چې دود او کلتور ئې دپښتنو سره نه ګډيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *