جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره
download

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره

لیکنه : مفتي عبدالله رشاد افغاني

پر افغانستان دجګړې عاملین طالبان دي اوکه امریکایان؟
په افغانستان کې د امریکایانو خلاف مبارزه او جهاد کولو باندي، اشغال پلوي او هغه خلک چې پوهه او ایماني بصیرت يې کم وي؛ داسي فکر کوي چې ګویا د جګړې اصلي عاملین طالبان دي، نه امریکایان.
یعني امریکایان طالبانو مجبور کړل چې پر افغاستان یرغل وکړي، دوی وایې: چې که په هغه وخت کې طالبانو شیخ اسامه د امریکایانو د غوښتني سره سم ورته سپارلی وای، امریکایانو ته به پلمه ورختمه شوې وه، پر افغانستان به يې برید نه وای کړې.
د دې خبري د وضاحت لپاره اړینه ده، چې موږ خپل اسلامي تاریخ او اسلامي فقهي ته مراجعت وکړو، تر څو په دې وپوهول شو، چې په هغه وخت کې د طالبانو اقدام تر کومه حده د شریعت سره موافق و، او د امریکایانو غوښتنو د شریعت له نظره څومره معقولیت درلود.
د امریکایانو دا مطالبه وه، چې شیخ اسامه دي هغوی ته وسپارل شي، سره له دې چې امریکایانو د طالبانو د بیا- بیا غوښتني سره سره د اسامه د ملامتیا هیڅ ډول ثابت شواهد وړاندي نکړای شول.
نو په داسي حالت کې د یو مظلوم مسلمان د نړۍ یو مشهور ظالم کافر ته سپارل د یو شرعي حکمران لپاره د فقهي اسلامي له لید لوري څه حکم لري.
پر عامو مسلمانانو باندي د بندي او اسیر د حقوقو په اړه رسول الله صلوسلم عل فرمايې: فكوا العاني، يعني: الأسير، وأطعموا الجائع، وعودوا المريض. صحيح البخاري: 4/ 69.
ژباړه: بندي له بنده خلاص کړئ، په ګیډه وږی موړ کړئ، او د مریض پوښتنه وکړئ.
د دې حدیث په تشریح کې علامه ابن بطال لیکي: فكاك الأسير فرض على الكفاية؛ لقوله (صلى الله عليه وسلم) : فكوا العاني. وعلى هذا كافة العلماء. شرح صحيح البخارى لابن بطال (5/ 210)
ژباړه: د بندي خلاصول فرض کفایه دی؛ دلیل يې د رسول الله صلوسلم عل دا قول دی: چې فکوا العاني، او پر دې خبره د امة ټول علماء متفق دي.
علامه طیبي رحمه الله د (عاني) تشریح په داسي جامع معنا سره کوي، چې ټول متضرر مسلمانانو ته عامیږي، دی لیکي: العاني: الأسير، وكل من ذل، واستكان، وخضع … وجمعها عوان: المتضررون الذين وجب حقهم علي غيرهم من المسلمين. شرح المشكاة للطيبي الكاشف عن حقائق السنن (4/ 1331)
ژباړه: (العاني) یعني: بندي، او هر څوک چې ضعیف وي، د عاني جمع عوان دی: یعني: هغه متضررین چې پر نورو مسلمانانو يې حق واجب وي.
علامه سرخسي رحمه الله د یو مسلمان بندي په حق کې چې پر نورو مسلمانانو يې لري داسي لیکي: من وقع أسير ا في يد أهل الحرب من المؤمنين وقصدوا قتله يفترض على كل مسلم يعلم بحاله أن يفديه بماله إن قدر على ذلك وإلا أخبر به غيره ممن يقدر عليه، وإذا قام به البعض سقط عن الباقين بحصول المقصود. المبسوط للسرخسي (30/ 271)
ژباړه: یو مسلمان چې د محارب کفارو سره بندي شي، او کفار يې وژني، پر ټولو مسلمان باندي فرض دی، چې په مال سره يې ازاد کړي، او دا فرض کفایه دی، که یو څوک يې را خلاص کړي، د نور ذمه فارغه ده.
د حنفي مذهب مشهور فقیه علامه شمس الأئمة السرخسي رحمه الله د اسیر خلاصون واجب بولي او وايې: ولا بأس بأن يفادي أسراء المسلمين بأسراء المشركين الذين في أيدي المسلمين من الرجال والنساء.
وهذا قول أبي يوسف ومحمد رحمهما الله تعالى وهو أظهر الروايتين عن أبي حنيفة – رضي الله تعالى عنه -، وعنه في رواية أخرى أنه قال: ولا تجوز مفاداة الأسير بالأسير، وجه ظاهر الرواية أن تخليص أسراء المسلمين من أيدي المشركين واجب، ولا يتوصل إلى ذلك إلا بطريق المفاداة. شرح السير الكبير: ص: 1587.
ژباړه: د مشریکینو نر یا ښځي که د مسلمانانو په اسارت کې وي، د نورو مسلمانانو بندیان په بدل کې ازادول روا دي.
او دا د ابو یوسف او محمد رحمهما الله تعالی قول دی، او دا له امام ابو حنیفه رضي الله عنه نه ظاهر الروایة هم دی، او د ظاهر الروایة دلیل دا دی، چې د مسلمان بندي خلاصون، چې د مشریکینو په لاس کې وي، پر مسلمانانو واجب دی، نو که د نورو بندیان په بدلون کې آزادیږي، نو ښه خبره ده.
علامه جصاص الحنفي رحمه الله هم په دې نظر دی او لیکي: وهذا الحكم من وجوب مفاداة الأسارى ثابت علينا. أحكام القرآن للجصاص: 1/ 48.
ژباړه: د بندي خلاصون پر موږ یو واجب حق دی.
د صحیح بخاري له حدیثه، د هغه له تشریحاتو او د حنفي فقهي د یادو جزیاتو نه دا ثابته شوه، چې د یو مظلوم مسلمان چې د کفارو سره بندي وي، پر ټولو امت يې خلاصون لازم دی، او بل دا هم ترینه واضحه شوه، چې د یو مظلوم مسلمان مدد کولو هم پر مسلمانانو واجب دی.
نو د افغانستان په قضیه کې که طالبانو یو مظلوم، مهاجر، ضعیف مسلمان شیخ اسامه، چې په ټوله دنیا کې د امن ځای نه درلود؛ د نړۍ یو مستکبر، ظالم او وحشي (امریکا) ته لاس تړلی ورکړی وای؛ د الله په وړاندي به يې څه لاس نيوی درلود؟ سره له دې، چې اسلامي حکم دا دی، چې که یو مسلمان د کفارو سره بندي شي، پر ټولو مسلمانانو يې خلاصول واجب دي.
د نني عصر هغه پوهان چې د غرب له تیورۍ متاثره دي؛ هغوی دا مصلحت بولي، چې یو مسلمان که نر وي، او که ښځه، دغو وحشیانو ته د یو څه دنیاوي مفاداتو لپاره په لاس ورکړي، او خپل سر ټیټ، ځان او خپل ټول غیور هیوادوال او عامه مسلمانان له ذلت سره مخ کړي.
که موږ خپل ویاړلی اسلامي تاریخ لږ مطالعه کړو، په ټول تاریخ کې داسي نه دي شوي، چې یو مظلوم مسلمان دي، کفارو ته حواله شي.
د حدیبیې تر صلح وړاندي د مکې مکرمې نه یو څو غلامان مدېنې منوري ته را وتښتېدل، مشرکینو يې غوښتنه وکړه، نورو صحابه و هم د دوی خبره تاید کړه، خو رسول الله صلوسلم عل ډیر ورته په قهر شو، او ورته ويې فرمایل: «ما أراكم تنتهون يا معشر قريش حتى يبعث الله عليكم من يضرب رقابكم على هذا». وأبى أن يردهم وقال: «هم عتقاء الله عز وجل». سنن أبي داود (3/ 65)
ژباړه: اې د قریشو قومه! تاسو تر هغو نه منع کیږي، تر څو الله رب العزت پر تاسو یو داسي څوک مقرر کړي، چې ګردنونه مو در ووهي؛ او د هغوی له سپارلو يې منع وکړه، او ويې ویل: دا د الله ازاد کړل شوي دي.
علامه تورپشتي رحمه الله د دې په تشریح کې وايې: چې د دوی په هکله د شرع حکم دا و، چې دوی له دار الحرب نه خارج شول، دار الاسلام ته راغلل، او حر شول، کفارو ته یې سپارل روا نه و، او د صحابه و خبره، له کفارو سره په ظلم کې تعاون و. عون المعبود: 7/ 263.
د قادسیې د مشهوري غزا تر پیل وړاندي د رستم د ډلي یو څو کسان مسلمانانو ته را وتښتېدل، رستم د مسلمانانو مشر سعد رضي الله عنه ته حال ورکړ، چې کسان مي را واپس کړه، خو سعد رضي الله عنه منع وکړه او ويې ویل: دا خلک موږ ته راغلي دي، موږ امان ورکړی دی، پر موږ يې ساتنه او له دوی نه دفاع واجب ده، په دې قيصه ټوله صحابه خبر شول خو بیاهم یو چا هم نکیر ورباندي ونکړ. فتوح الشام، 2/ 188.
نو که نن طالبان د صحابه و یاد را ژوندی کړي، د هغوی کردار ادا کړي، او موږ ملامتیا ورباندي وايو، د الله په وړاندي به څه دلیل لرو؟
له یادو دواړو اسلامي واقعاتو نه هم دا په ښکاره واضحه شوه، چې د طالبانو فیصله د شریعت موافقه وه.
د کفارو په مقابل کې، چې مسلمانان د یو مظلوم مسلمان ورور مدد ونکړي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په هکله فرمايې: من أذل عنده مؤمن فلم ينصره، وهو يقدر على أن ينصره أذله الله عز وجل على رءوس الخلائق يوم القيامة. مسند أحمد: 25/ 361.
ژباړه: یو مسلمان چې د چا په مخ کې ذلیل کیږي، او دی د هغه مدد ونکړي، سره له دې چې په وس او توان يې هم پوره وي، په ورځ د قیامت به يې الله (جل جلاله) د خلکو په وړاندي ذلیل کړي.
که طالبانو د امریکایانو په وړاندي د نورو مسلمانانو په شان د امریکایانو غرور ته سر ټیټ کړی وای، خپل ځان، ملت او ټول مسلمانان يې له ذلت سره مخ کړي وای، الله جل جلاله به په ورځ د قیامت د ټولو خلکو په حضور کې هغوی له ذلت او خواري سره مخ کړي وای، خو لله الحمد په هغه وخت کې الله رب العزت د طالبانو قیامت ته استقامت ور په برخه کړ، او د مسلمانانو دنیاوي او اخروي عزت يې ثابت وساتئ.
د طالبانو د مسلم حق درلودلو باوجود، مستکبرینو امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ، افغانانو يې پر خلاف جهادي مبارزه پیل کړه، د جنګ اصل عاملین دغه د صلیب پیروان دي، نه طالبانو، نو که بیا هم څوک وايې: چې طالبان ګرم ول، امریکایانو دا حق درلود، چې اسامه يې ورته سپارلی وای، هغه به د اسلامي شریعت له روح او طبیعت نه نا خبره وي.
د قضیې د حل کولو په پار په هغه وخت کې طالبانو امریکایانو ته ډیر معقول پیشنهادونه وکړل، د شیخ اسامه په اړه يې د شواهدو غوښتنه ترینه وکړه، په خپل هیواد او یا بل اسلامي ملک کې د هغه د محاکمې ورته وویل، خو امریکایان له عواقبو نا خبره ول، یوازي یرغل يې د حل لاره بلله.
حقیقت دا دی، چې یهود او نصارا د مسلمانانو یو آزاد او خپلواک په اسلامي حاکمیت سمبال هیواد هیڅکله هم نشي زغملای، که په هغه وخت کې طالبانو شیخ اسامه په لاس ورکړی هم وای، بیا به دغو مغرورو یهودو نوري لاري لټولې او د یرغل جواز به يې ځان ته لټا و، موږ ټولو ولیدل، چې امریکایانو پر عراق له دې امله یرغل وکړ، چې ګواکي هلته هستوي بټۍ موجودي دي، او د دوی په خبره دا دنیا ته خطر و، نو ځکه يې ورباندي یرغل وکړ، خو وروسته ټولو نړۍ والو ولیدل چې د امریکایانو ټولي خبري بې ځایه وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *