جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / که  ټرمپ نيکولسن گوښه کوي ، ولس دې اشرف غني گوښه کړى
019008818_40300

که  ټرمپ نيکولسن گوښه کوي ، ولس دې اشرف غني گوښه کړى

سرليکنه

دناټو غړي هېوادونه چې  دوه ځلې په برکسل کې دافغانستان دجگړې ارزونې په موخه ددفاع وزيرانو غونډه کوي دجگړې په ټولو خوا بحث کوي چې په پاى کې په افغانستان کې دجگړې د دوام لپاره افغان حکومت سره مرستې اعلان کړي اوس چې په امريکا کې دټرمپ حکومت دبهرنۍ پاليسي په اړه غونډه کوي په ايجندا کې يې په افغانستان کې دجگړې او شمالي کوريا سره په ډغرو وهلو بحثونه وکړل .

تېره ورځ دټرمپ کابينې دافغانستان دجگړې د دوام  تاوانو نو او لاس ته راوړنو بحث وکړ چې په پايله کې ټرمپ ته منفي راپور ورکړل شو .

ټرمپ د ٢٠٠١ راپديخوا په افغانستان کې دجگړې په دوام لگښتونو ته په نظر کې نيولو او هم په نړيواله کچه امريکا يو ديکتاتور او يرغلگر دولت په يادولو گواښ وکړ چې په افغانستان کې دناټو او امريکايي پوځونو قوماندان جنرال نکولس له دندې گوښه کړي .

ټرمپ د نکولسن دگوښه کيدا گواښ پدې وکړ چې دهرې ورځې په تېريدو سره په افغانستان کې دطالبانو بريدونه چې په افغان او امريکايي پوځونو يې کوي زياتيږي جنرال نکولسن يي په ٣ لکه افغان اردو او ١٣٠٠٠ بهرنيو پوځونو مخه نه شي نيولى بايد نکولسن  له دندې ګوښه کړل شي او پر ځاى يې يو داسې جنرال افغانستان ته وليږل شي چې که جگړه په نږدى راتلونکى کې ونه گټى دوسله طالبانو د پرله پسې او مخ په زياتوالي بريدونو مخه خو نيولاى شي .

دټرمپ گواښ چې نکولسن ته يې کړيدى پر ځاى گواښ دى که نکولسن ئې جگړه نه شي گټلى بل جنرال به  افغانستان ته راوليږي چې ترنکولسن  به زيات افغانان ووژني او دولسي وگړو کورونه به ويجاړ کړي ټرمپ به داسې جنرال راوليږي چې اوس خو دنکولسن تر کنترول او نظر لاندې  بهرني  پوځونه يواځې په جنازه کوونکو ، لمونځ کوونکو او فاتحه اخستونکو بمبار کوي بل جنرال به ورسره په هديره کې دکلونو کلونو دمخه دنن کړل شوى مړى هم بمبار کړى خو افغان ولس به څه کوي ؟

افغان ولس به د افغان او بهرنيو پوځونو دهوايى بمباريو او ځمکنيو عملياتو څخه ځانونه څرنگه وژغوري دفاع وزير ، دکورنيو چارو ، امنيتى ځواکونو کنترولوونکى ، دملي امنيت رئيس او که خپله اشرف غني له دندې  او تش په نامه له مشره به گوښه کړي . تر ټولو غوره داده چې اشرف غني گوښه کړي ځکه چې تراوسه پورې ئې خپل ولس د بهرنيو ځواکونو له خوا هوايې بمباريو او ورځ په ورځ له مرگونو پېښو ونه ژغوره .

ټرمپ که نکولس گوښه کوي په بې کفايتۍ به يې گوښه کوي داشرف حکومت خو له غني نيولې تر وزيرانو ، واليانو ، وکيلانو او ولايتى چارواکو پورې ټول حکومت بې کفايته دى که دحکومت چلونې وړتيا يې لرلاى په هېواد کې به يې امن راوستى واى غوره داده چې ولس اشرف غني گوښه او پر ځاى يې بل وړ شخص وټاکي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *