جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / شننې / دولت سره د خپلو ملاتړو مخالفت په زیاتېدو شو
scprd

دولت سره د خپلو ملاتړو مخالفت په زیاتېدو شو

مبصر

دملي یووالي حکومت اوس تر پخوا زیات دامنیتی فشارونو لاندی دی او دهیواد په ټولو ولایاتو کې جګړې روانې دي هغه اشخاصو چې دمخه یی په دولت کې لوړ او غوړ پوستونه لرل اوس یې په مخالفت لاس پوری کړیدی.د پخواني مالیې وزیر او دهغه ترڅنګ یو شمیر نور جهادي مشران چې د استاد سیاف په مشرتابه یې دثبات شورا جوړه کړیده وایي حکومت نور دزوال په مخ روان دی او که دا روان بحران کنترول نکړل شي اولس به دیوه بل سخت ناورین سره مخ کړل شي .دوی وایي په هېواد کې دې دسولی او امنیت دټینګښت لپاره د طالبانو مشروع غوښتنې ومنل شي ترڅو ځوریدلی اولس نور له جګړو وژغول شي او د طالبانو لخوا  چې په جګړو ټینګار روان دی دا د دسولې لاره نده که په جګړو سره دهېواد ستونزه حل کیدلای شوه  او س به جګړې پای ته رسیدلې وای طالب مشران هم باید دجګړی پرځای د اولس ملاتړ حاصل او د انتخاباتو دلارې دې په افغانستان کې دیوه کامل او سولمن نظام لپاره لاره هواره کړي.که دولت وایي چې جګړې لپاره یی پنځه کلن پلان په هیواد کې دورځ په ورځ خرابیدونکي امنیتي حالاتو له امله نیولای نو دا تیر پنځلس کاله چې دبهرنیو پوځونو په موجودیت کې جګړې اوشوې دهېواد هره اولسوالی او دره دبارودو په لوګیوکې وسوزول شوه کومه نتجه یې لاس ته رانه وړله اوس دولت هم باید دخپل اولس د راتلونکي لپاره یو سالم تصمیم ونیسي دیو خو ا دشفق پنځه کلن جګړه ییز پلان او دبلې خوا عمري عملیات دابې لدې چې اولس او د هیواد پاتې کنډوالي نورې هم پسې کنډوالې کړي بله نورڅه به ونلري.دملي یووالي حکومت که په جګړه ټنګار کوي دابه یې لویه تیر وتنه وي موږ وایو دخپل هېواد دفاع په هر افغان فرض ده خو دسولې دروازې هم باید ونه تړل شي .دا پنځه ملیارده ډالر چې دملي یووالي حکومت یې په جګړه مصرفوي دا دې دسولې په لارکې مصرف کړي طالبان دې سولې ته په معقوله لار قانع کړي ، موږ دهېواد ددفاع پلوي کوو خو دجګړوپه دوام سره هیڅ وخت سوله نشي راتلای  نو ښه داده چې داخپل مظلوم اولس نو ر دجګړو پرځای دسولې خاوندان کړو .د سولې سره د هېواد یو شمیر اشخاص لکه د بلخ د والي عطامحمد نور سره همغږي څرګنده وي خو داهم دسولی په اړه کومه بله معقوله لاره نلري او نه جګړه دستونزو دحل لاره ده .دملي یوالي دحکومت یوشمیر سیاسي مخالفین چې اوس د دولت داستعفا غوښتنه کوي ددوی سره هم دسولې معقوله لاره نشته هغه وخت چې دا سیاسي مخالفین د دولت په چوکاټ کې وو هغه وخت هم دا ډول ستونزې وې د هېواد امنیت له پخوا خراب وو پکارده  چې طالبان، دملي یووالي حکومت او ددولت سیاسي مخالفین په ګډه سره داسی یوې حل لارې ته ورسېږي چې نور په هیواد کې روانې غمېزې ته دپای ټکی کېږدي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *