جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / آيا د هېواد د كانونو پر لوټمار توافق شوى؟
Treasure

آيا د هېواد د كانونو پر لوټمار توافق شوى؟

ویس مبصر

د امريكايي كمپنۍ بلك واټر لخوا د افغانستان د كانونو د امنيت نيولو خبر يو ځل بيا رسنيو ته راووت.

بلك واټر د تېر زيږديز كال په نيمايي كې د ټرمپ حكومت ته د افغان جګړې په باب وړانديز كړى و چې د رسمي پوځ پر ځاى يې امنيتي كمپنيو ته وسپاري.

د دې كمپنۍ بنسټګر ټرمپ ته وړانديز كړى و چې د رسمي پوځ پر ځاى كه افغان جګړه امنيتي قرارداديانو ته وسپاري، څو چنده به د جګړې لګښت را ټيټ كړي.

لږه موده وروسته د بلك واټر د بنسټګر اېرك پرنس له لوري د امريكا حكومت ته د افغانستان د نادره كانونو د امنيت د خونديتابه وړانديز وشو، چې اوس دا دی بيا دغه خبرونه خپاره شول چې اېرك پرنس خپل د بهرنيو چارو وزارت ته د افغانستان د كانونو د امنيت په اړه پريزنټېشن وركړى دى. داسې هم ويل كېږي چې بلك واټر په كابل كې دفتر هم پرانيستى دى.

پورتنيو واقعيتونو ته په پام ويلاى شو چې هم د امريكا حكومت د افغانستان د كانونو په تېره د نادره فلزاتو د كانونو په اړه جدي فكر كوي او هم د بلك واټر چارواكي.

راځو افغان اړخ ته، اشرف غني امريكا ته د لومړي سفر په مهال ډونالډ ټرمپ ته د افغانستان د كانونو د ايستلو وړانديز كړى و او اوس د كانونو وزارت چارواكي دا تائيدوي چې امريكا د افغانستان پر كانونو په پانګونې كې لېوالتيا لري. معنی دا چې مسأله حل ده.

ستونزه همدغه ده چې امريكا د افغانستان تر ځمكې لاندې خزانو ته سترګې نيولې او د كابل واكمن چې د دوى تر احسان لاندې دي، په دې كې ورسره راضي دي.

كه د ولس د سياسي مشرانو، مدني فعالانو او مسوولو او باضميره روڼ اندو اعتراض اوچت نشي، د امنيتي تړون د لعنت په څېر به له امريكا سره زموږ د طبيعي زېرمو هم د لوټ او تالان معامله شوې وي او همدغه به د كلونو كلونو لپاره بيا هم زموږ د ولس د وژلو او ځپلو د خونړۍ لوبې د دوام يو ستر لامل وي.

كه د هېواد سياسي او قومي مشران، مدني فعالان، رسنۍ او روڼ اندي په دغسې برخليك ټاكونكو مسايلو كې چوپ پاتې شي، معنی يې دا ده چې دوى هم له امريكا څخه تمې لري او د همدې ذليلانه تمو له لامله د هېواد د ملي شتمنيو پر لوټ او تالان چوپ دي، بيا خو كه ولس هم كوم غبرګون ونه ښيي؛ نو د افغانستان دې الله مل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *