جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / شننې / د سولې دوه میاشتې او د جګړې پنځه کلن پلان
scprd

د سولې دوه میاشتې او د جګړې پنځه کلن پلان

سياسي مبصر

امریکا د افغانستان لپاره هر کال د نوي پلان نېولو لپاره غونډه کوي چې پکې د امریکا د سنا د مجلس غړي او هم د حکومت مخالف اپوزیسیون ناسته کوي چې وروسته بیا د همدې پلان د عملي کولو لپاره په بروکسل کې د ناټو په سطحه غونډه وشي.په روان ۲۰۱۶کال کې هم امریکا په افغانستان کې د نوو جګړو د پیل لپاره غونډه وکړه چې په افغانستان کې د امریکا پخواني قومندان جنرال کمپل په یوه خبري ناسته کې وویل په راتلونکي ۲۰۱۶کال به په افغانستان کې د جګړو، مرګونو او د ملي یووالي د حکومت د ازمېښت کال وي.امریکا په افغانستان کې د قومندان د ماموریت د پای ته رسېدا او نوي قومندان په ټاکلو د افغانستان لپاره د جګړي پنځه کلن پلان د نوي استازي جنرال نکلوسن په لاس راوړ چې تش په نامه د هېواد ملی امنیت په غونډه کې راوړل شوی پلان رسنیو ته ښکاره کړل شو.لدې د مخه د ۲۰۱۵کال په وروستۍ میاشت کې او د نوي کال ۲۰۱۶په لومړۍ میاشت جنورۍ کې امریکا په افغانستان کې د سولې په اړه دوه میاشتینۍ غونډه وکړي چې په دوو میاشتو کې د امریکا، پاکستان، چین او افغانستان د څلورو اړخیزې کمېټې لخوا څلور غونډې وشوې چې څلورو غونډو کې د سولې په اړه هغه څه چې اړین ؤ په نظر کې ونه نیول شول دا څلورنمایشي غونډې د نوي کال په رادبره کېدو سره پای ته ورسول شوې او بیا سوله د کاغذ په مخ پاتې شوه خو د جګړې په پنځه کلن پلان سره د هېواد لوی درستیز اعلان وکړ چې په ۱۵ولایاتو کی شفق په نامه عملیات پیل شول.په مقابل کې طالب وسلوالو د خیبر او عزم د عملیاتو وروسته عمري عملیات اعلان کړل چې طالبانو د کونړ ولایت په درې ولسوالیو کی پر دولتي امنیتي پوستو باندې بریدونه پیل کړل.دا مهال د غزنې ولایت په قره باغ، اندړ او ده یک اولسوالیو کې او هم د جوزجان په درې ولسوالیو کې سخته جګړه روانه ده.د هېواد په ټولو ولایاتو کې جګړې روانې دي خو د ارګ د علامیې له مخې چې د جنګېدونکو مخالفینو پر خلاف به کلکه مبارزه کوو په ۱۵ولایاتو کې جګړې تُندې شوي دي.لوی درستیز خو په هېواد کی د شفق د عملیاتو اعلان کړی اما ستونزمنه ده چې دا عملیات د داخلي ستونزو له امله سرته ورسېږي. د سولې په نامه چې دوې میاشتې وخت یې ونیو د هغې د ناکامۍ لا امله هم داخلي ستونزې وې او اوس جګړه هم د داخلي ستونزو له امله دوامدره نشي پاتې کیدی، پنځه کاله څه چې یو کال یې هم نشي کولای د هېواد په داخل کې د ملي یووالي حکومت د دومره ستونزو سره مخ دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري مجبور شو چې کابل ته راشي او د مودې اوږدوالی اعلان کړي امنیتي پوځونه د مزارشریف او میمنې د لویې لارې څخه د ۶۰تښتول شوو مسافرو د خلاصون توان نلري د شمالي ولایاتو چارواکي وسلوالو سره د اولس د مرستې اعتراف کوي نو پنځه کاله به جګړه څرنګه وکړي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *