جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / خبرونه / زیهوفر: د اسلام لپاره په المان کې ځای نه شته
زیهوفر

زیهوفر: د اسلام لپاره په المان کې ځای نه شته

په المان کې چې د نورو هېوادونود بیلابیلو مذاهبوترڅنګ د یوشمیر اسلامي هېواونو مسلمانانو هم پنا اخستې ده دالمان دنوي حکومتي چارواکو سره په المان کې داسلام دخپراوي اندیښنه راپیداشويده .
د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل له خوا نوي ټاکل شوي د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ویلي دي چې اسلام د آلمان د فرهنګ برخه نه ده او داسلام لپاره په المان کې ځای نشته .
اوس په المان کې دانګلا میرکن نوې حکومت بیاجوړ شو خو د انګلا میرکل ستر ائتلاف داسې ښکاري چې له پیل څخه یې سخت او مشکل ګام واخیست.
دانګلامیرکن دنوې جوړحکومت د کورنیو چارو نوي وزیر هورست زیهوفر له هغې نظریې سره خپل مخالفت څرګند کړ چې وايي اسلام د آلمان د فرهنګ یوه برخه ده.
د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل له ۲۰۱۵م کال راهیسې په وار وار سره په خپلو خبرو کي دغه موضوع یاده کړې وه خواوس ېې د نوي حکومت دکورنیوچارونوي وزیر زیهوفر په المان کې داسلام دخپراوي په مخالفت دالماني ورځپاڼې بیلدسره په مرکه کې ویلي چې اسلام دالمان پورې اړه نه لري المان له مسیحیت  څخه  جوړشویدی، زیهوفر په المان کې داسلام له خپراوي سخته اندیښنه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *