یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / د ټرمپ انګورله خپل خاونده طلاق غواړي

د ټرمپ انګورله خپل خاونده طلاق غواړي

دټرمپ د مشر ځوی ښځې د نیویارک په ستره محکمه کې له خاونده دطلاق غوښتنه کړیده
دټرمپ مشرځوی ټرمپ جونیر او دهغه میرمن ونیسا هیډن چې ۱۲کاله دمخه ېې سره واده کړیدی او اوس پنځه اولادونه هم لري ، د نیویار ک په ستره محکمه کې ېې له خپله خانده ټرمپ جونیره دطلاق غوښتنې عریضه ثبت کړیده.
تراوسه د دواړو میړه اومیرمن په منځ کې چې عمرونه ېې څویښتو کالو ته رسیدلي دي د داډول پېښې څه نخښي نه وی لیدل شوې خوداچې اوس ولې ونیسا دټرمپ له ځویه طلاق غواړي په ښکاره پریوبل ددعوې خبره پټه ساتل شوې خو داسې ښکاري چې دا طلاق دټرمپ په کورکې داختلاف له امله را منځ ته شوي وي.
دټرمپ له ځویه د ونیسا د طلاق غوښتنې په اړه یوشمیر رسنۍ وايي چې پدې وروستیو میاشتو کې د ټرمپ ځوی اودټرمپ د انتخاباتي مبارزې د ټیم او روسیې د ارتباط د پلټنو یوه له اصلي څیرو څخه شمیرل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *