جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / خبرونه / دپښتو دډرامې ممثل رياض اختر مړشوى
88381886-88B8-4166-8841-A5C48DE7FF6B_cx0_cy9_cw0_w1597_n_r1_s

دپښتو دډرامې ممثل رياض اختر مړشوى

دپښتو تکړه ممثل رياض اختر د ٥٧کلو پرعمر د کردې د ناروغۍ له امله په روغتون کې مړشوى دى ،نوموړى دمردان د هوتي سيمې وه

رياض اختر په کال ۱۹۶۰ د جولايۍ پر لومړۍ نېټه د مردان په هوتي سيمه کې زېږېدلی ؤ.

ارواښاد ابتدايي زدکړې د پنجاب صوبې د پېنډۍ ښار نه ترلاسه کړې او هغه بيا په کال ۱۹۸۰ کې د پاکستان ټيلي ويژن پېښور مرکز نه د خپل فن رسمي پېل کړی ؤ.

له دې وړاندې رياض اختر په پېنډۍ کې په سټېج ډرامو کې هم د خپل فن څرگندونه کړې وه.

د پاکستان ټيلي ويژن پېښور څانگې لخوا د ارواښاد ډاکټر محمداعظم اعظم ليکل  شوې ډرامې “خاندان” چې ډېره مشهوره شوې اختر په دغې ډرامه کې خوندور کردار ترسره کړی ؤ.

د ارواښاد نارينه اولاد نه ؤ او درې لوڼه يې پاتې شوي چې دوه پکې واده او يوه ناواده ده.

هغه د مردان په شېخ ملتون سيمه کې د کرايې په کور کې اوسېدو او د کورنۍ په وينا يې په غريبۍ کې يې ساه ورکړې ده.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *