یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / د برتانیا نامتو فزیکپوه سټیفن هاکینگ مړ شوی

د برتانیا نامتو فزیکپوه سټیفن هاکینگ مړ شوی

د برتانیا نامتو فزیکپوه سټیفن هاکینګ  د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي د کایناتو په اړه ډېرې علمي پنځونې کړي او څو علمي کتابونه یې لیکلي چې تر ټولو نامتو یې (د وخت لنډ تاریخ) نومېږي.
اولادونو رابرټ او لوسي يې پع اړه  لیکلي: ” نن ورځ چې زموږ ګران پلار په حق رسېدلی، ډېر خفه یو. هغه ستر عالم او پیاوړی انسان و چې اثار او میراث به یې تر ډېر وخته پاتې وي. ”
هغه ۲۲ کلن و چې یو ډول نادرې عصبي ناروغۍ وځاپه چې د عمر تر پایه له خبرو او په خپلو پښو له ګرځېدو پاتې شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *