پنجشنبه , 24 مې 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دبش چپه غوښتنې او د ملگرو ويښتيا يې
hadad_pic(

دبش چپه غوښتنې او د ملگرو ويښتيا يې

قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٧ م کال ددسمبر ٢٥مه د١٣٨٦ ل هـ کال د مرغومې پر څلورمه د کرزي دولت ډوله دولت يو ناڅاپه څرگنده کړه چې د ناټو او ملگرو ملتونو دوو لوړ پوړو چارواکو ته يې ويلي چې له افغانستان څخه ووځي ، په دې چې دافغانستان امنيت يې له خطر سره مخامخ کړى و.
دا يو داسې خطر و چې په دومره لږ تفصيل څوک نه پوهېدل ، چې دا څوک دي ؟ ولې له افغانستان څخه وېستل کېږي؟ او څنگه يې دافغانستان امنيت ته خطر پېښ کړى و، دا خبر نه و، يوه معما وه په سيمه کښې د بش ملگري ، کرزى ، مشرف ، المالکي ، محمودعباس په افغانستان ، پاکستان ، عراق او فلسطين کښې څه واک لري ؟
د بش د ادارې له پلوه د داسې غوښتنو سره مخامخ دي ، په دوو دوستانو کښې حق حيران دي ، دا دوه دوستان امريکا او انگليس دي ، اوس د دوى ترمينځ اړيکې د پخوا په شانې نه دي پاتې ، او دا خبره په همدې پاڼې کښې شوې وه ، چې انگليس د خپلې زړې تجربې له مخې په سيمه کښې د حل لارې لټولي دي ، امريکا او د بش ادارې نه غوښتل چې خپل خواږه ملگري انگليس ته پرېږدي نو په دې لړ کښې يې فرانسې ، ايټاليې او اسټراليا ته مخه ورکړه.
کرزي او مشرف دواړو په دې کښې خپله لاره ورکه کړېده ، په امريکا کښې جمهوري پلوه د ټاکنو په غم کښې دي ، که په سنا کښې د دوى د سناتورانو څه نور ديموکراتانو ته واوړي په کانگريس کښې يې هسې هم بايلودلې ده ، په سنا کښې به اکثريت نه لري ؛ځکه له ډيموکراتانو سره 49/51 توپير لري که ديموکراتان لږ ترلږه څلور څوکۍ ترلاسه کړي بيا د هغوى کار جوړ دى ، څو هغوى ډاډمن نه وي دواړه چټکې هلې ځلې کوي .
ديموکراتان غواړي ، له عراق نه خپل سرتېري هېواد ته راولي، دافغانستان په برخه کښې يې هم اوسنۍ لاره بدله کړې، لکه چې انگليستان يوه لاره کتلې ده ، چې د پښتنو قبايلي مشرانو سره يوې روغې جوړې ته ورسېږي، او همدې خبرې ته کرزى دافغانستان دامنيت خطر وايي (!)
دکرزي دولت ډوله دولت په دې څېر روغه نه غواړي هغوى غواړي چې د دوى واک او چارې دې په همدې توگه پاتې وي ، اروپايان او امريکايان دې دوى ته ښې ډېرې پيسې ورکړي ، او جگړه دې هم ورته کوي ، خپل سرتېري دې وژني ، پښتانه دې هم ووژني خو دوى دې په خپل همدغه حال او فساد وساتي ، په دغو دوو کسانو کښې چې له افغانستان څخه اېستل کېږي يو يې انگليس دى ، او بل ايرلينډى دى ، گواکې يو خلک دي ، دواړه اروپايي او گاونډيان دي دوى د ملگرو ملتونو او ناټو په استازيتوب له طالبانو سره خبرې پيل کړې وې.
کرزى پاکستان ته لاړ چې پروېز مشرف سره خبرې وکړي ، ځکه امريکايي سياست پوهان وايي چې پاکستان هر کال پنځه مليارده ډالره له امريکا اخلي چې القاعده او طالبانو سره به جگړه کوي خو پاکستان دا پيسې په دې لاره کښې نه لگوي ، مشرف ته هم اوس دوه مخالفين موندل شوي چې هغوى هر يو يې دوه دوه وارې صدراعظمي کړېده هغوى خلک پېژني ، کرزي سره خپل مرستيال او د اولسي جرگې رييس جوړ نه دى دواړه خپل خپل کړکېچ لري ، د طالبانو له جگړو ، له امريکا او ناټو سره اووه کاله تېره شوي دي ، نړۍ ته څرگنده شوه چې پښتانه خپل تاريخ ساتي ، خپل اصول لري چې شريعت او پښتونولي ده د هغه له مخې جگړه کوي په بله وينا د دين ، ناموس او خپلواکۍ ساتل دي او ددې دپاره لرغونو مشرانو ډېر څه ويلي دي ، لکه درحمان بابا دا کلام په سا ده الفاظو دى .
د دنياباچاهان خواست کړي له فقيره
ته باچا دهسې ملک شه خواستگرمه شه
رحمان بابا داسې وايي ، ؛چې د کرزي دولت ډوله دولت سر تر پښو په خواست ولاړ دى .
ټپ ړانده دي عاشقان د يار له عيبه
ته ټپ ړوند دهغه يار په هنر مه شه
ټول ړانده دي چې هله افغانستان به اروپا غوندې شي او يا امريکا دا خبره له څېرمه غلطه ده دا نشي کېداى څو پېړۍ غواړي چې امريکا پوړۍ ته ورسېږي او يا به په هېڅ توگه نه رسېږي ، له بده مرغه څوک چې په خپله اصلي دندې پوه نه شي بيا گرانه ده .
تاريخ کښې پښتنوتل د خپلواکۍ ډيوه بله ساتلې ده، له سکندره تر چنگېزه بيا تراوسه .
ستا بې روخۍ مې پښتنه کړه اوښکه
چې له باڼه نه بهېدلې نه ده
بې روخي بد مخي ته چې پښتون هغه زغملى نه شي اوښکه يې پښتنه شي حمزه بابا د پښتونولۍ فلسفه ښه بيان کړېده :
د نن سبا په گېر کښې نه راځمه
بس دماضي غوندې روان يمه زه
پښتويواځې پښتو ژبه يا وينا نه ده ، دا يوه فلسفه ده چې حمزه بابا وايي ((د نن سبا په گېر کښې نه راځمه )) د نن سبا په گېر کښې کرزى ، مشرف ، المالکي او محمود عباس راغلي دي ، احمدي نژاد نه دى راغلى او په دې هېوادونو کښې يې ايران تر اوسه گټلى دى ،
مور دې نه شي باندې بوره
چې مېړونه دکارزار دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *