دوشنبه , 21 مې 2018
کورپاڼه / سلايډ / د سولې او روغې غليمان څوک دي؟
1491614477

د سولې او روغې غليمان څوک دي؟

نوري

د اسلامي امارت دغه دریځ چې په افغانستان کې د سولې او ارامي د راتلو يوازينۍ لار او موثر ادرس دا بولي چې هغه څوک له دوی سره د مذاکراتو او خبرو اترو میز ته کښیني چا چې په افغانستان کې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې نارواجګړه شروع کړې، د افغانستان خاوره او ارزښتونه یې اشغال کړي او د افغانانو د ملي حاکمیت په مرۍ يې پښه ایښې، چې هغه امريکايان دی.

خوشبختانه د دغه معقول موقف د تائيدولو غږونه اوس د غرب د مهمو څیرو له حنجرو هم راپورته کیږي او مهم یې بولي.

د اسلامي امارت د دغه معقول او منطقي موقف ښه وضاحت په هغه پرانيستي لیک کې ښه تر سره شوی چې په دې وروستیو کې د امریکايي ولس په نوم خپور او له تصور څخه یې زیات د امریکایي ولس او لویدیځوالو د اذهانو په روښانولو کې رول ولوباوه.

امریکایي چارواکي چې کله په لیک کې د اسلامي امارت د منطقي سیاست او دیپلوماتیکي بریالۍ تګلارې اساسي ټکي ولیدل؛ نو په افغانستان کې یې خپلو حلقه بګوشو غلامانو ته امر وکړ چې د (کابل د سولې پروسې) په دوهمه ناسته کې د سولې په اړه یو لړ نمایشي او سطحي تنازلات او وړاندیزونه اعلان کړي، ترڅو له یوه لوري د امریکایي ولس په عنوان د خپاره شوي لیک د محبوبیت او تاثیر ګذاري کچه ټیټه کړي، له بل لوري د افغان ولس په ذهنونو کې دا خبره راولاړه کړي چې د سولې او روغې په مخ کې اصلي خنډ طالبان دي، چې ګواکې د اشرف غني له دومره نرمو خبرو او وړاندیزونو سره بیا هم اماده نه دي، چې د سولې په سر له رژیم سره کښیني او خبرې وکړي.

خو حقیقت ډیر ښکاره او لکه لمر روښانه دی، چې د حقیقي سولې غليمان او ترړونکي څوک دي او څوک له یوې ورځې څخه بلې ورځې ته په جنګ تیل شیندي.

پرون واشنګټن پوست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د پخواني استازي، كاى آيده هغه خبرې رااخيستې وې چې ولې اسلامي امارت چمتو نه دی ترڅو مخامخ له کابل رژیم سره مذاکرات وکړي.

كاى آيده ويلي چې د طالبانو دغه نظر منطق او وزن لري، چې دوى د افغان حكومت پر ځاى غواړي له امريكا سره د سولې خبرې وكړي، ځكه چې د افغانستان پوځي ستراتېژي په واشنګټن كې جوړه شوې ده او کابل رژیم په دې برخه کې د یوه معمولي ګام اخيستلو واک او صلاحیت هم نلري.

اساسي خبره همدا ده چې تر دې دمه امریکا په خپله جنګي ستراتېژۍ كې په افغانستان او سيمه كې د بمباريو، پوځونو زياتولو او جګړه ييزو فعاليتونو زياتولو ټينګار كوي، افغانستان د دوى د جګړې او په سميه ييزه كچه د قوماندې مركز دی، د کابل په رژیم د دوى سيورى دومره زيات غوړیدلی او پروت دی چې لومړۍ او وروستۍ خبره پكې د همدوى وي. د جګړې او اوربند واك څه چې د هېواد د ځمكې او فضا كنټرول د دوى په لاس كې دی، خپله اشرف غني څو ځله ویلي، که امریکا تنها زمونږ په اردو تیل او ډالر بند کړي، مونږ د یوې اونۍ تاب او امکانات هم نلرو، چې د طالبانو په مقابل کې وجنګیږو.

نو اوس دې د درک او فهم څښتنان په خپله قضاوت وکړي چې د سولې او مذاکراتو په هکله د اسلامي امارت موقف او دریځ څومره پر ځای، منطقي او حیاتي دی او ایا د کابل رژیم واکمن د دې صلاحیت لري چې د رښتینې سولې د اعادې او ټینګښت په برخه کې، چې هغه د خارجي قواوو له وتلو ورسته ممکن دی، کوم اساسي کردار ادا کړي؟

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *