جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د تعصب او قوم پرستي شرعي حیثیت
1053500x500_1492970942389947

د تعصب او قوم پرستي شرعي حیثیت

مولوي عاطف احمد
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وړاندوینې سره سم چې په آخره زمانه کې به ګناهونه دومره عام شي، چې له امله به یې په دین عمل کوونکی داسې وي لکه چا چې د اور سکروټه په لاس کې نیولي وي. یو له هغو ګناهونو چې نن سبا ټول اسلامي امت د خواصو په شمول پکې اخته دی د تعصب او قومپالنې ګناه ده. او د افسوس ځای خو لا دا دی چې ډيری خلک یي ګناه نه بولي. او په روایاتو کې راځي چې الله تعالی هغه کس ته ډیر په قهر کیږي چې ګناه معمولي ورته ښکاريږي. نو د دې لپاره چې له دې خطرناکې ګناه وژغورل شو، نو لازمه دا ده چې تعصب وپیژنو، ځکه بعضې کسان له قوم سره خیرخواهۍ ته هم تعصب وایي او کوښښ کوو چې د قومپرستي ګناه او حرمت له قرانکریم، احادیثو او عقل له نظره وڅيړو.
د تعصب لغوي معنی
تعصب په لغت کې په مختلفو معنی ګانو راغلی دی. ۱ – پټۍ تړل. ۲ – له عصبیت څخه کار اخیستل. ۳ – سردار او مشر جوړیدل او داسې نورې معنی ګانې. . .
د تعصب اصطلاحي او شرعي تعریف
د تعصب شرعي معنی او تعریف پيغمبر صلی الله علیه وسلم داسې بیان کړی دی ( أن تعین قومک علی الظلم . رواه أبوداود- مشکوة ص ۲۱۸ ج ۲ ) ترجمه: تعصب او قومپالنه دا ده چې په ناروا کې د قوم لاسنیوی وکړي.
د تعصب او خیرخواهۍ په منځ کې فرق
په حدیث شریف کې راغلي، سراقه بن مالک بن جعثم فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د نصیحت په وخت وفرمایل: خیرکم المدافع عن عشیرته مالم یأثم. . . رواه أبوداود. ترجمه: ستاسو څخه هغه څوک خیر دی چې له ګناه پرته په نورو شیانو کې د قوم دفاع وکړي. یعني د مشکلاتو په مهال یي ملاتړ وکړي. له حدیث شریف څخه معلومه شوه چې له قوم سره په روا کار کې مرسته کول تعصب نه بلکې د خیر کار دی.
د تعصب اقسام او ډولونه یې
د تعصب بنسټ او بنیاد په دوو شیانو ولاړ دی. اول: تکبر . دوهم: حسد او کینه. متکبر کس ځان تر نورو لوړ او برتر ګڼي او متعصب کس د لاندې ذکر شویو شیانو له امله په تعصب اخته کیږي.
اول : د نژاد له وجې.
دوهم: د رنګ او ښایست له وجې.
دریم: د ژبې له امله .
څلورم: د وطن له امله.
پنځم : د کمال له امله .
حاسد کس د نورو د نعمتونو د ختمیدلو په لټه کې وي. په متعصب کې همدا خصوصیت پروت دی.
د تعصب حرمت د قرانکریم له مخې
الله تعالی فرمایي: فلا تزکوا انفسکم هو اعلم بمن اتقی. سورة النجم ۳۲. ترجمه: د خپل ځان تصفیه او ښه والی مه بیانوئ. ځکه الله تعالی ته تقوا دار معلوم دی. د همدغه څخه که د تعصب حرمت معلومیږي ورسره په څنګ کې د تصوف علماء کرام دا استدلال کوي چې خپل ځان نیک بلل حرام او ګناه کبیره ده. نو متعصب په ګناه کبیره کې مبتلا دی. خو بیا هم بښنه نه غواړي.
همدا رنګه الله تعالی فرمایي: و من آیاته خلق السموات والارض واختلاف السنتکم و الوانکم. سورة الروم ۲۲ آیت. ترجمه: د الله تعالی د قدرت له نښانو څخه یوه نښه داده چې ستاسو ژبې او رنګونه سره بېل دي. علماء کرامو لیکلي چې د رنګونو او ژبې داختلاف مقصد دادی، چې مخلوق د رب تعالی د دغه ستر خلقت او حکمت څخه استفاده وکړي چې په ایمان بالغیب کې یي ښه زیاتوالی او محکموالی راشي. مګر افسوس مخلوق د دې پر ځای چې عبرت او پند ترې واخلي په سخته ګناه کې مبتلا دی.
په بل آیت کې راځي: انماالمؤمنون اخوة . . . ترجمه: ټول مسلمانانو سره وروڼه دي. مطلب دا چې د اسلام له برکته قومي، نژادي، وطني، لساني او د رنګ له امله فرق هیڅ اعتبار نلري. بلکې که د الله تعالی په دربار کې مقبول عمل وي اوبس.
د قوم پرستۍ حرمت د آحادیثو په رڼا کې
اول: حضرت جبیر بن مطعم رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې ویي وفرمایل: لیس منا من دعا الی عصبیة ولیس منا من قاتل عصبیة و لیس من مات علی عصبیة. رواه ابوداود. ترجمه: څوک چې عصبیت یعني قومپالنې ته دعوت چلوي، یاد عصبیت لپاره جنګیږي او یا هم په دغه تعصب باندې مړ شي دا زموږ یعنی د مسلمانانو له ډلې څخه نه دی.
که نور هیڅ بل حکم نه وای بس همدغه یو روایت هم د تعصب د حرمت لپاره کافي و. دومره سخت وعید په کې راغلی دی چې په اوریدو یې د انسان عقل په حیرت کې واقع کیږي.
دوهم: رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعصب په هکله یوه داسې جمله ویلې ده چې هر عاقل له لږ فکر کولو وروسته دې نتیجې ته رسیدلای شي چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له دې عمل څخه څومره نفرت کېده.فرمایي: دعوها فانها منتنة … دا د تعصب او قومپالنې خبره پریږدئ، دا بدبویه نعره ده.
نبې علیه السلام د تعصب نظریه څنګه وځپله؟
کله چې په سیرة النبوي باندې ځغلنده کتنه وکړو نو به راته واضحه شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهلي تعصب د ختمولو او اسلامي اخوت د ترویج لپاره داسې اساسي اقدامات وکړل چې تاریخ یي مثال نلري. لکه:
۱ــ د مهاجرینو او انصارو تر منځ د مواخات رامنځته کول او د ورورګلوۍ فضاء جوړول.
۲ــ حضرت بلال رضی الله عنه چې یو غیر عرب و مؤذن جوړول.
۳ــ حضرت سلمان فارسي، صهیب الرومي او نورو عجمو صحابه کرامو ته پرته له تبعیض او توپیر څخه په لوړ منزلت قائلیدل.
۴ــ د عربو د بیلابیلو قبیلو تر منځ پخوانۍ دښمنۍ ختمول، هغوی ته قومي او قبیلوي عصبیت د یوه جاهلانه مرض په حیث معرفي کول او هغوی ترې منع کول.
۵ــ د هر قوم، رنګ ، ژبې او سیمې سره د تړلیو صحابه کرامو سره یو شان چلند کول او د تبعیض فتنه محو کول.
د تعصب تاوانونه په لاندې ډول خلاصه کولای شو.
۱ ــ الله تعالی پرې ناراضه کیږي.
۲ــ د هر راز ترقۍ مخه نیسي او خپل منځي منازعات رامنځته کوي.
۳ــ د نورو قومونو سپک ګڼل چې سخت ناروا کار دی.
۴ــ د متعصب شخص ملګري او متعلقین کم وي.
۵ــ متعصب هر وخت پریشان او غمګین وي ځکه د نورو خلکو په نعمت کې اوسیدل یي ځوروي او زړه خوري.
په پای کې باید ووایو چې نن سبا زموږ په خاص ډول زموږ په هیواد کې د اشغالګرو او نورو فتنه ګرو ډلو لخوا څخه قومي، لساني او منطقوي تعصب ته لمن وهل کیږي او دخلکو تر منځ دغه جاهلانه فتنه راپورته کول غواړي. موږ باید بحیث د مسلمان له دغې فتنې څخه ځان وساتو او نور مسلمانان وروڼه هم ترې منع کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *