دوشنبه , 21 مې 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / يو خوى زمونږ دى يو د دوى ؛  تاريخ بېرته راگرځي
hadad_pic(

يو خوى زمونږ دى يو د دوى ؛  تاريخ بېرته راگرځي

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

گرشاسب بابا ويلي دي، چې  دېوانو، شيطانانو نړۍ وېجاړه کړېده ، زه به دنړۍ خلکوته داسې ښار جوړ کړم ،چې د دوى دپاره اسامه وي.

اسامه يا دامن سيمه له دې خبرې دپښتنو ((پاکتيانو)) لاره روښانه شوه، د گرشاسب بابا خبره وخوځېده ، زرونه کاله وخوځېده ، لا په يون ده، دا خبره خپلول گران دي ، له دې وتل اسانه دي ، دا پښتو ده ، ترې وتلي رټلي دي ، چا ،چې خپله کړېده ، ښاغلي آغلي دي ، په دې خبرې کښې يوه ساه ده  چې پښتونواله بلل کېږي.

داوودېرشو هېوادونو ٦٠ زره نړيوال پوځ له ٧ کاله جگړې وروسته اوس خبرو ته رسېدلي دي ،  په دې حال کښې تښتېدلى مارشال د تښتېدلي اتل ملگري وايي : چې دافغانستان امنيت دې دوى ته وسپارل شي، خو بيا به  هغسې شي چې شوى و بيا به وشي.

داسې ښکاري چې طالبان به په دې خوشحاله وي ، ځکه دوى سره يو بل ښه پېژني ، د ١٣٨٦ هـ ل د ليندۍ په ٢٧ په بي بي سي کې يو خبر داسې و، چې دغورماچ ولسوال طالبانو ته اوښتى دى ، همدغه يو خبر د بي بي سي په پښتو خپرونه کې خپور شو ، په همدغه بي بي سي کښې دغه خبر په فارسي کې داسې راغلى ،چې دغورماچ اولسوال د طالبانو له پلوه تښتول شوى دى ، وگورئ ! د تښتول شوي او  اوښتل شوي ترمنځ څومره توپير دى ، چې يو يې د زور زياتي معنا لري او بل يې د خوښۍ اورضا. خبر، چې د هرچا لاس  ته ورغى هغه به يې په خپله خوښه جوړوي.

څوک يې چې لولي يو خبر يوځاى کښې يو ډول دى او بل  ځاى کښې  بل ډول دى ، که خبر له انگليسي ترجمه شوى وي نو هماغه دوې معناوې ترې اخستل کېږي، دا يو ساده مثال دى ، کله ، چې په ختيځ  او لويديځ کښې  نړيوال سياسي حالات وکتل شي ، هغه د ډيموکراسۍ کولو پروگرام چې امريکا غوښت په بله لار ځي ، د روسيي جمهور رييس پوتين  او دامريکا جمهور رييس بوش په دوو دريځونو کښې ولاړ دي ، پوتين د روسيې خلک غواړي او دامريکا جمهور رييس بوش د امريکا خلک نه غواړي، اروپا دې ته اړه ده چې روسيې او ايران سره  خپلې اړيکې وساتي ، ځکه دغه دواړه هېوادونه د سون مواد لري لکه گاز او پترول . چين خو د تېلو د پلورلو تړون له ايران سره وکړو، ايران په دې مهال يواځې له يوې خبرې وېره لري، چې هغه دايران په سيستان کښې دايران حکومتي پوځ باندې د سنيانو بريدونه دي ، چې دا  کېداى شي دايران ټولو سني مذهبو ته ورسېږي ، کله چې داسې شوه نو دايران مذهبي مشران څه وايي، هغوى اوس وايي : خداى تعالى ، پېغمبرصلى الله عليه وسلم او پاک قران مو يو دى بيا ولې د يو اسلام خبره نه کوو، دا ډېره ښه خبره ده بيا ولې مو له لومړي سره دا نه ويل ، بلې خواته د واتيکان عيسوي مشران وايي : تر هر بل دين نه اسلام او عيسويت سره نژدې دي دا هم سمه خبره ده کله چې داسې وي ولې مو خپلو حکومتونو ته دا نه ويل : بوش چې لومړى وار ټاکل کېده ، دامريکا مسلمانانو د ده مرسته وکړه ، اوس جمهوري پلوه په وېره کښې دي ، که په راتلونکو ټاکنو کښې ديموکراتان چې اوس کانگرېس کښې ډيره کي دي په سنا کښې هم ډېره کي شي تر يوې مودې پورې به څه نه شي کولاى ، اوس هم جمهوري پلوه داسې څوک نه دى نومولى چې جاذبه ولري ، که تاريخ ته وکتل شي ، انگليسان چې په لومړۍ او دويمې جگړې کښې له افغانستان څخه ووتل همدغه حالات و دروسانو هم .

کله چې په ٢٠٠١ م کال کښې بوش افغانستان باندې  دبريدهوډ وکړ ديپلوماتانو، پوځي جنرالانو چې په کور ناست ول او مذهبي خلکو بوش ته وويل چې افغانستان ته دې نه ځي ، بيا ده د هيچا ونه منله . او هغه خبره يې وکړه چې څو زما گړۍ گرځي د چا خبره نه منم ، يا څوچې زه جمهور رييس او د پوځ مشر  قوماندان يم زه به همدا کوم.

افغانان له بوش نه ماڼېجن نه دي له خپلو هغو افغانانو نه خوا بدي دي چې کله انگليس ، کله روس او کله امريکا سره ولاړ  وي او خپل ملت سره جگړه کوي ، خپل دين سره جفا کوي ، پښتو او پښتونواله  نه مني ، بيا هره پلا څه کېږي ؟ هره پلا وايي : مونږ نه يو پوهېدلي ، لکه پير مامي وايي : دا خبرې ما په ناپوهۍ کښې کولې ، او دا کارونه نه کوي پښتنو مشرانو خپلو پښتنو ته ويلي :

د دانا په حال نادان کله خبر دى

چې په خپله نادانيه کښې اوتر دى

د لېچن په سترگو وځلېدل ستوري

وعالم ته يې نارې وکړې چې لمر دى

دا داغونه مې چې ايښي په ځيگر دي

خو هم  مازده چې پوخ ځنې ځيگر دى

که څوک خپلې سترگې وساتي غم نشته

چې په زړه تندر پرې باسي خپل نظر دى

لېونى زړه مې پرون په خندا لاړ

راشه گوره چې بيا په ژړا سر دى

پير مامي دادم خان درخانۍ په کيسه کې ناولې څېره ده چې پښتو يې ونه ساتله خپل ځوى گوجر خان مړ کړ، ددې لپاره چې پښتو ژوندۍ پاتې شي .

په نورو ژبو کې چې داسې کيسې تېرې شوي وي هغوى خپلو خلکو ته په وار وار کلونه کلونه ښيي، چې تر دې په درسي کتابونو کې  هم راځي.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *