جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / سلايډ / د بهرنیو دښمنانو اعتراف او د کورنیو دښمنانو سرټمبګي
147977_664524227

د بهرنیو دښمنانو اعتراف او د کورنیو دښمنانو سرټمبګي

نوري

سره له دې چې زیاتره غربي رسنۍ هره ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه تت انځورونه وړاندې کوي او لویدیځ تیري کوونکو ته لارښوونې کوي چې تاسو نور په افغانستان کې د بریا چانس نلرئ، هر څه مو له لاسه ورکړي، اوس لا وخت د چارې دی، چې پر خپلو جګړه مارو پالیسیو له سره غور وکړئ.

دا دی اوس تازه د امریکایي اشغالګرو یو بل حلیف د ناټو مخکښ غړی د جرمني هیواد هم په رسمي ډول د خپل شکست او ناکامۍ یو تصویر وړاندې کړی دی.

د افغانستان د خراب وضعیت په هکله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تازه یوه ارزونه د راپور په بڼه وړاندې کړې، چې له ډېرو ناویلو ځمکنیو حقایقو یې پرده پورته کړي ده.

په دغه راپور کې د آلمان حکومت اعتراف کړی چې په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت دې حال ته رسیدلی چې په اړه یې په دغه راپور کې د پرمختګ ټکی نور نه تر سترګو کیږي. په راپور کې لاس ته راوړنې ناکافي او نازکې بلل شوې دي.

راپور هر څه واضح کړي، مطلب دا چې د راپور د لیکوال په وینا امنیتي وضعیت دومره خراب دی چې په اغیزمنه توګه نور د الماني ځواکونو لپاره امکان نلري چې له افغانانو سره دې پوځي او ملکي مرستې ترسره کړي.

راپور وایي: د بیارغونې په برخه کې زیاتره الماني کارکوونکي یا په کابل کې او یا هم په شمالي ولایت مزار کې په پوځي آډه کې د لوړو سیمټي امنیتي دیوالونو تر شا ژوند کوي او له افغان ولس څخه یې بیل کړي دي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو بریدونه دومره خطرناک او ډېر شوي دي چې په٢٠١٧م کال کې په کابل کې يوه خونړي بريد د آلمان سفارت ته سخت زیان ورساوه. همدا شان د 2016م کال په نومبر میاشت کې په مزار شریف کې د آلمان قونسلګرۍ ته د طالبانو د یوه برید په پایله کې دومره زیان واوښت، چې نوره د استفادې وړ نه ده. د قونسلګرۍ کار کوونکي او همدا شان د آلمان د مرستندویه سازمان (GIZ) کارکوونکي اوس په مزار شریف کې د آلمان په مرمل پوځي اډه کې اوسیږي.

یاد راپور وړاندي لیکلي، چې د بهرنیو پوځي روزونکو خوندیتوب له منځه تللی دی، هغه دا چې د آلمان ٩٨٠ سرتیري چې په افغانستان کې میشت دي، په دې نشي توانیدلی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره تر نیمایي پورې پلان شوي کارونه تر سره کړي، دا ځکه چې د آلمان پوځي روزونکي چې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي، له دې ویرې چې د روزل کیدونکو کسانو له لوري پرې کوم برید و نه شي، د نورو الماني ځواکونو له لوري د روزونکو ساتنه کیږي.

راپور د افغان ځواکونو دفاعي حالت هم داسې ارزوي چې وایي: افغان امنیتي ځواکونه دومره تر فشار لاندې دي، چې نشي کولای له طالبانو څخه د ځان دفاع وکړي. هغوی یو په بل پسې لیرې پرتې سیمې پریږدي. او د نیمګړي دولتي حالت په اړه راپور زیاتوي: د 2001م کال د سپتمبر د یوولسمې تر پیښې وروسته په تیرو 17 کلونو کې افغانستان ته په میلیاردونو ډالر ورکړل شوي دي، خو پر حکومت باندې د افغانانو باور په بې ساري توګه مخ پر کمیدو دی او خلک یې زیاتره نورو هیوادونو ته مخه کوي؛ ځکه چې د امنیتي وضعیت خرابوالی، د اقتصادي ودې کمښت، په دولت کې اختلاس او فساد او داسې نور… هغه څه دي چې خلک یې په کامل ډول پر ولس بې اعتباره کړي دي.

د بهرنیو دښمنانو له دې ډول اعترافاتو سره سره بیا هم د کابل د ګوډاګۍ ادارې سرټمبه چارواکي لا پر خپل مستقبل فکر نه کوي او نه د افغانانو له ځورولو لاس اخلي، دوی ګمان کوي چې همیشه به دا پردي یرغلګر ورسره وي او دوی به یې په چوپړ کې وي، افغان ولس په پڅه چاړه ورته ذبح کوي!!؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *