جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دارگ ټيکداري او په هېواد کې نا امني
13658925_1043557419053833_6730884730464540652_n

دارگ ټيکداري او په هېواد کې نا امني

سر ليکنه

دادى داشرف غني دحکومت دوه کاله او لس مياشتې پوره کيږي اوس هم ولس سره ويناو کې وعدې روانې دي

دکمپاين پر مهال اشرف غني دولس سره ٥٢ وعدې کړې وي لومړى وعده دامنيت ، بيا داقتصاد او … خو په ياده موده کې اشرف غني او ورسره دارگ دويم ټيکدار عبدالله چې هغه هم هر ولايت کې دکمپاين پر مهال له اشرف غني زياتې وعدې کړې وې خو د دوه کالو او لسو مياشتو په تېريدو سره په هېواد کې دتېر حکومت کرزى دواکمنۍ څخه  ډيره  ناامني روانه ده .

دارگ ټيکداران په خپل هوېاد کې دامنيت لپاره هيڅ پاليسي او پلان نه لري څه چې ورته امريکا امر وکړي پر هغې عمل کوي په ٢٠١٦ نومبر مياشت کې ټرمپ دامريکا جمهور رئيس شو په خپله لومړى وينا کې يې دنورو مسايلو ترڅنگ وويل

دافغانستان لپاره به ډير ژر پاليسي اعلان کړى افغان که په اور کې سوزي دارگ ټيکيداران دټرمپ اعلان ته انتظار باسي تيره ورځ دامريکا دسنا په مجلس کې جان مکين  داعتراض په توگه وويل که ټرمپ دافغانستان لپاره پاليسي اعلان نه کړي دافغانستان امنيتى حالات به نور هم خراب شي خو دارگ ټيکيداران لاس تر ځنې ناست دى .

وړمه ورځ په کابل کې دعراق په سفارتخانه بريد کې کابل نور هم په نا امني بدنامه شو په داخل دولاياتو ، مرکز کې چې په افغانانو څه تېرېيږي دارگ ټيکداران يې دخلاصون په اړه هيڅ پريکړه نه شي کولاى .

يواځې مطبوعات او نورې رسنۍ نه دى چې دارگ  ټيکيدارانو باندې په هېواد کې د ناامنيو نيوکې کوي بلکه تيره ورځ دبلخ په  ولايت   کې عطا محمد نور چې په ترکيه کې يې دموجوده حکومت  په خلاف دافغانستان ژغورنې ائتلاف جوړ کړيدى په لومړۍ غونډه کيې وويل په هېواد کې روانه نا امني دارگ دټيکيدارانو دغفلت نتيجه ده او هم يې کړنې د ولس دغوښتنو پر خلاف دي عطا محمد نور په خپله وينا کې وويل ارگ دڅو کسانو لخوا محاصره شويدى او زه اعتراف کوم چې ترڅو پر ارگ محاصره روانه وي په هېواد کې به نا امني دوام وکړي .

دعطا محمد نور دويناو علاوه که دهېواد نا امنيو ته وکتل شي تر هر وخت امن خراب دى دکورنيو چارو وزارت وعوه وکړه چې دکابل کندهار لارو په کاميابو عملياتو خلاصه کړه دادي دزابل- ميدان لار وتړل شوه .

په اصل کې دهېواد امن په عملياتو ، مرگونو ، بمباريو ، نيونو او ولسي وگړو دکورونو په ويجاړولو نه راځي که راتلاى  په کندهار، ننگرهار ، پکتيا ، کاپيسا ، غزني  کې عمليات وشول په عملياتو کې ټول تاوانونه ولسي وگړو ته واړول شو خو نا امني هغسې دوام لري که پر عمليات  کې ا من راوستل کيداى نو په يوه ولسوالۍ او ولايت کې به جگړه نه واي سره دعملياتو دادى دهلمند  دناوي ولسوالۍ نيم کيلو مترۍ ته جگړه را ورسيده او ولسوالي دسقوط په حال کې ده .

دجوزجان په اقچه ولسوالۍ جگړه روانه ده او دامنيتي ځواکونو په نامه به ملي اردو کې کم عمره هلکان سره وسله والوته  طالبانو ته تسلميږي امن د پر راگ ټيکيدارۍ نه راوستل کيږي امن به هله راشي چې دارگ محاصره پاى ته ورسيږي .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *