دوشنبه , 21 مې 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / نړۍ کې نوې څپې راځي !
hadad_pic(

نړۍ کې نوې څپې راځي !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

کله ،چې ٢٠٠١ م کال د سپتمبر پېښه وشوه څرگنده ده ،چې افغانستان سره يې اړه نه درلوده، بدلون هله راغى ،چې امريکا دهمغه کال داکتوبر په اوومه افغانستان باندې ودانگل ،طالبان که اسامه بن لادن امريکې ته سپارلى واى دلته خبره پاى ته نه رسيده او داڅه ،چې پېښ شول پېښېدل ،هر نړيخور ،چې افغانستان ته ننوتلى بيا روغ نه دى وتلى . امريکا هم داسې ده نوې څپې دادي ،چې ايران له چين سره دخپلو تېلوپلورلو تړون وکړ، داکه په ښکاره يو اقتصادي راکړه ورکړه ده په آر کښې دچين او ايران گټې سره غوټه شوي همدارنگه دايران اوروسيې ،چې کوم دجوړې خبرې وې داتومي بټيو هغه جوړې شوې ، دوى په گډه دخليج دامن لپاره هوډونه سره يو کړل .
بيا دمنځنۍ آسيا غونډه په عشق آباد کښې جوړه شوه ،چې دگډو اقتصادي مرستو او امنيت خبرې وشوې او کيږي په دې څېر امريکا محاصره يا کلابنده شوه دانوې څپې دي ،چې دافغانستان له جگړو څرگندې شوي دا که اوس سم نه ليدل کيږي لکه يو ماشوم ،چې دمور په غېږ کښې وې وبه ليدل شي ،چې وخت يې راشي ،داځکه امريکا او انگليس حالات خپل قابو کښې نه شي راوستى دمنځني ختيځ او اسرائيلو سوله هم ورکه ده نو دبش امريکا مخ په ځوړې روانه ده .
سړى په ډاډ ليدلى شي ،چې له دې څپو امريکا او دهغه ملگري نه شي وتلى دملگري ملتونو سرليکونکى داندونيزيا دبالي کنفرانس ته تللى و او دهغه مرستيال دعشق آباد غونډې ته تللى و،چې امريکا او دبش اداره دانه غواړي .
دبالي په کنفرانس کښې ،چې داقليم دبدليدو دناوړو اغېزو دمخنيوي لپاره و دامريکا دجمهور رييس پخوانى مرستيال (الگور )،چې په دې برخه کښې يې ډېرې څېړنې کړي او دنوبل جايزه واخيسته ،چې دکنفران تالار ته ننوت دهغه تود هرکلى وشو،الگور ،چې دخلکو مخې ته ودريد لاس يې په ټټر کښېښود ،ويې ويل : له امريکا راغلى يم بيا چکچکې وشوې ددې معنا داوه که بش نه دى راغلى زه دامريکا يوسړى ( تر هغه اغېزمن يم ) . هغه څه ،چې اوس په نړۍ کښې روان دي هغه افغانستان ،پاکستان او عراق کښې يې اوسني دزرو زور چارواکي نه ويني ،دوى به ناڅاپه په لومې کښې ولويږي .
پښتنو ته ډېر لوغوني گرشاسب بابا ويلي ،چې ” وړې خبرې لوييږي ” پام به کوئ اوس پښتانه پوهيږي ،چې حالات کومې خواته روان دي ؟
بيا ټول پښتانه داسې نه دي يوشمېر پښتانه دنوي ژور ناليزم خبرو پسې دي او په ائتلاف کښې دي فکر کوي ښه به شي لومړى ښه کيږي نه او که ښه شي هغه ښه نه دي ،بد وي .
که له ډېرو خبرو تېر شو دآدم او درخانۍ داستان ،چې له خوشحال بابا نه تر حمزه بابا پرې خبر دي هغه به وويل شي پير ما مې خپل زوى گوجر خان وژني ،گوجرخان خپل پلار ته وايي : که تاژوندى پريږدم پښتو مړه کيږي ؛نو پښتانه پښتونولي نه وژني .
پير مامي وى گوجرخانه زه دې پلار يم
داخبرې په ناپوهۍ کښې ماکولې
گوجرخان وى په سوگند پرې به دې نه ږدم
دپښتانه پېړۍ هم تا شومولې
” برهان ” وايي گوجرخان پښتو پوره کړه
دآدم خان په نصيبه کښې و ليکلي
پښتو پوره کول ډېره گرانه ده ،بيا پښتنو کښې داسې څوک وي ،چې پښتو پوره کړي اوس پښتو پوره شوې ده ،ددنيا ناز نعمت که لاړ، تللى به وي دايو ميراث دى ،چې ميراث نه شي او خداى دې هيڅکله ميراث نه کړي . (آمين)
برهان دخپل مهال يو ملي شاعر و ،چې داحمدشاه بابا دجگړې غزله يې هم په خپل مهال ليکلې ده ،لکه دا:
د” روتاس ” قلعه يې بې جنګه واخيستله
احمدشاه پادشاه غازي هم سخي و
ټوله جسه يې لکه شمع بليدله
داحمدشاه بابا دعدالت انگازې خپرې وې او خلک د ده راتگ ته سترگې په لار و رښتيا ،چې ډېر سيمې بې له جگړې تر لاسه کړې .
که پر پښتنو ناتار دى او لوى ناورين او دوى نتلي دي بيا تاريخ يې ساتل شوى دى دا،چې اووه دېرش صنعتي ،اقتصادي او نظامي هېوادونو سره اووه کاله په جگړه اخته دي او پاياب يې نه ښکاري دابه تاريخ په همدغه څېر ووايي :
وگورئ امير دوست محمد:
دخداى لعنت دې وي داسې اميرانو باندې
ورځ ترقيامته به گرځې در په در ورپسې
مخ به دې تور وي تر قيامته دروغجن اميره
بې جنگه پرې دې ښود سکهانو ته وطن اميره
تاچې راوړى و له ځان سره کفن اميره
دابيتونه ډېر دي ،چې مطلب روښانه کړي بيا که څوک نه غواړي ،ځان پوه کړى دهغو خبره تل بېله ده. دومره ويل کيږي ،چې امريکا او انگليستان ددوى مرسته نه شي کولاى ،په سياست کښې دا دومره تاوې راتاوې خبرې نه دي ،چې دوى به پوه نه شي دروسانو راتگ افغانستان ته يې غوره بېلگه ده .
څوچې حمزه پايمه حمزه به يم
پير شومه بې شکه خو غزل ځوان ليکم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *