یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / سلايډ / د سولې زارۍ او کوتک په لاس کې

د سولې زارۍ او کوتک په لاس کې

ليک:  بدر ځلاند

په دې ورستیو کې افغان ولسمشر یوه بې مفهومه او غولونکې د سولې طرحه وړاندې کړه چې ګواکې نور بې له قید او شرطه تیار یو، له وسلوالو طالبانو سره سوله وکړو او په دې غولونکې طرحه کې یې ځینې امتیازات هم طالبانو ته ومنل که د ولسمشر تیرو وعدو او کړنو ته نظر وکړو نو معلومیږي چې د ولسمشر دا د سولې طرحه افغان ولس ته یوه داسې دوکه ورکول دي، چې عملي کول یې د ولسمشر له وس څخه بهر دي او غواړي چې په دې کار سره افغانانو ته ځان سپین او د ولس خیرخوا معرفي کړي او د خپلو ظلمونو، وحشتونو او بمباریو پړه پر طالبانو واچوي، چې ګواکې مونږ خو د افغانانو د سولې او امنیت لپاره هرڅه په ځان منو، خو طالبان له سولې انکار کوي. د ولسمشر له ورستیو څرګندونو څخه داسې ښکاري چې د سولې طرحه دده خبره نه، بلکه د امریکا له لوري ورکړل شوی راپور وو چې دده په خوله ولوستل شو او د عمل په ډګر کې به هغه څه کیږي کوم چې امریکایي جنرالان یې غواړي؛ ځکه چې که یادې د سولې طرحې حقیقت لرلای، یا یې ولسمشر په رښتیا د عملي کیدو پلان درلودی نو له غونډي یوه ورځ وروسته به یې د امریکایي جنرال نیکولسن د سولې خلاف بیانیه نه ورسره زمزمه کولای جنرال نیکولسن چې په افغانستان کي د ناټو او امریکایې ځواکونو عمومي قومندان دی، د سولې له غونډې یوه ورځ وروسته په ډاګه وویل، چې مونږ به په طالبانو حملې زیاتې کړو او طالبان به د جګړې په زور سولې ته مجبور کړو د نیکولسن له اعلان سره سمدستي د سولې ارمانجن ولسمشر هم د نیکولسن خبرې تکرار کړې او له دفاع وزارت یې وغوښتل چې د طالبانو خلاف د نصرت په نوم ګړندي عملیات شروع کړي ولسمشر غني، وښودله چې د بې قید اوشرط سولې خبري یې هسې یو غولونکۍ او د بل چا فرمائشي اعلان وو، او ولس ته هم معلومه شوه چې دا ښاغلی د افغانانو لپاره د سولې او امنیت راتللو ارمانجن نه دی، بلکې په افغانستان کې د ټرمپ د ناولې ستراتیژي د عملي کولو لپاره یو اُجرتي او قراردادي دی په تیرو نږدې ورځو کې مو ولیدل چې ټرمپ د ستراتیژي د عملي کولو قراردادیانو او د سولې ارمانجنو په قندوز، هلمند، قندهار، روزګان، فراه، فاریاب، غزني، خوست، او نورو ولایاتو کې د طالب په نوم څومره بی ګناه ملکي خلک ښځي او ماشومان په وحشت او بې رحمۍ شهیدان کړل او د خلکو څومره شتمني او د کاروبار ځایونه یې د تاریاکو د فابریکو په نوم له منځه یووړل که چیرې خبره رښتیا د سولې، امنیت، او د افغانانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي وای نو ولې یې د ملکي خلکو په کورونو سلګونه بمباری وکړې؟ ایا هغه بی ګناه افغانان چې د امریکا او افغان ځواکونو په قصدي بمباریو کې وژل کیږي افغانان نه دي؟ د ټرمپ د وروستۍ ستراتیژي قراردادیان د خلکو د تیر ایستلو په خاطر یو طرف طالبانو ته د سولې زارۍ کوي او د سولې په بدل کې طالبانو ته امتیازات مني، خو بل طرف ته یې بیا په بې ګناه هیوادوالو بمباري او چاپي شروع کړي او روزانه د طالب په نامه په لسګونو ملکیان ښځي او ماشومان په سپین سترګۍ او بي رحمۍ سره په شهادت رسوي خو دا له تاریخ ناخبره قراردادیان که پوهیدلای نو د کمونست ډاکټر نجیب له تاریخ څخه به یې عبرت اخیست وای، چې له څومره ظلم او وحشت سره سره یې په افغانانو د کریملین جوړه شوې ستراتیژي عملي نه کړلای شوه او بلاخره یې نتیجه کې پخپله په دار وځړول شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *