جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / شننې / د ملا عبدالقيوم ذاکر اعلان د تبليغاتي رسنيو خوله وربنده کړه
scprd

د ملا عبدالقيوم ذاکر اعلان د تبليغاتي رسنيو خوله وربنده کړه

دمبصرپه قلم

د يو شمېر رسنيو لخوا لومړی د افغانستان د ملي يوالي د حکومت او بيا لږ څه وروسته د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور  پر خلاف تبليغات پېل شول ، چې د ملي يوالي په حکومت کې تبليغاتي رسنيو ځای وموند او د وزيرانو په استعفاو بيا تر پخوا زياتې تبلغاتي رسنۍ فعالې شوې ؛ خو د طالبانو پر خلاف يې د ملاعبدالقيوم ذاکر په  هغه اعلان ، چې د ملا اخترمحمد منصور سره يې د يوالي اعلان وکړ ؛ د تبليغاتي رسنيو خولې وربندې شوې.تر اوسه پورې  په کار اچول شوو رسنيو دا تبليغ کاوه ، چې د طالبانو په صفونو کې اختلافات زيات شول او ډېر ژر به طالبان د خپلو اختلافاتو له امله په څو ډلو وويشل شي او بيا به د وخت په تېريدو سره له منځه  لاړشي ؛ خو د طالبانو پرلپسې عملیاتو او سيمو نيولو همدا تبليغاتي رسنۍ حيرانې کړې.د ملارسول په نامه د يوه مخالف ، يوه د مخالفت خبره يې په اونيو او مياشتو تکرار کړه ؛ خو څه ترې جوړ نه شول ، اوس چې په طالبانو کې د محبوبيت خاوند ملا عبدالقيوم ذاکر د ملااخترمحمد منصور سره  ديوالي اعلان وکړ ، ددې تبليغاتي  رسنيو څخه د تبليغ کولو لاره ورکه شوه اوس په همغه پوچه خوله او پوچ د ماغو سره وايي:  کيدای شي د ملاعبدالقيوم ذاکر د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور سره د سولې خبرو لپاره ښه زمينه برابره کړي. طالبان ، چې څه کوي د چا به خوښ وي ؛ ستاينه به يې کوي او څوک به ورسره مخالفت کوي ؛ خو په دې يې حمايت کوونکي اومخالفين  ټول اعتراف کوي ، چې د يوه دريځ خاوندان دي ، هېڅ ډول اختلاف په خپل منځ کې نه  پرېږدي او په يوه روحيه د امريکا او د هغو د ملګرو پر خلاف يا د هغو د حمايت کوونکو پر خلاف مبارزه کوي ، کوم ډول مبارزه يې ، چې دلومړۍ ورځې پېل کړې ده تر نن ورځې پورې يې لارې نه دي بدلې کړي او کامیابي يې په همدې کې موندلې ده.د ملااخترمحمد منصور د ملاعبدالقيوم ذاکر يوالی د طالبانو دحکومت د بهرنيو چارو وزير ملا محمد غوث او طالبانو د شورا غړي ملا  ګل رحمان سليم هم تاييد کړی دی.په افغانستان کې يو شمېر کمونيستانو او غرب پلوو سره اندېښنه راپيداشوې ده ، که طالبان په خپل يوالي او يو دريځ سره د ملي يوالي حکومت هغه څه ته قانع کړي ، چې تر اوسه نه وو، قانع شوي حکومت ورسره جوړ کړي بيا به کمونيستی رژيم د وروستيو چارواکو په څېر په بهرنيو هېوادونو کې پنا اخلي او له هېواده به پښې باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *