دوشنبه , 18 جون 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / چېرته لندن چېرته موسى کلا!
hadad_pic(

چېرته لندن چېرته موسى کلا!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
دايوه لرغونې لنډۍ ده ،چې په نولسمې پېړۍ ( ١٨٨٨ ع کال ) کې ويل شوې ده .
چېرته لندن چېرته چترال
بي ننگي زور شوه انگريزان چترال ته ځينه
اوس بيا هغه پېښه ده، هغه انگريزان دي، هغه افغانستان ،مونږ ونه شو کولاى په دې پوه شو،چې انگريزان دلته څه کوي ولې راځي ؟ په دې بويه ځان پوه کړو همدغه تاريخ دى ،چې وايي : که يې څوک له تاريخه زده نه کړې هغه يې بيا وايي مونږ يې بيا وايو که يې بيا هم زده نه کړو بيا به يې ووايو،دې ته ملي شرافت نه وايي ،چې بيا بيا به يې وايو . دتاريخ له مخې مغل او انگريزان پرله پسې راغلي او له مغلو يې ډېر څه زده کړي ،په قوم کښې دوه گوني راوستل ،هغوى ته ،چې ددوى پلويان دي مواجب منصبونه ورکول او په لاس کې يې ساتل ،دادمغلو زده کړې دي .
دا،چې د ١٢٨٦ ل کال دليندۍ د دوه ويشتمې په خبرونو کښې راغلل ،چې دانگليستان صدراعظم گوردون براون دافغانستان په برخه کښې نوې لاره غوره کړې ده او هغه يې دانگليس په پارلمان کښې څرگنده کړې ده، دانوې لار او ستراتيژي نه ده ؛دادمغلو دزمانې لاره ده ،چې ټکي په ټکي اخستل شوې خوشحال خان دغه پاليسي څرگنده کړې او په خپلو اشعارو کښې يې په رڼو الفاظو ويلي ،چې يوځل بيا به يې خپلو هېوادوالو ته ووايو:
زه په ننگ دپښتانه يم
دوى نيولي مغلان
لکه سپي هسې جار وځي
دمغل په آش او نان
دمنصب په اضافو دي
تل په ماپسې روان
اوس بيا دغه سياست دى ،نوى نه دى په دغې پاڼې کې دخوشحال بابا اشعار ځکه راشي ،چې دغه درد هغه ته څرگند و ،رحمان بابا او حميد بابا هريو دهغه زمانې شاعران دي ،چې حالات يې مونږ ته ښودلي اومونږ يې نه زده کوو، دايوه ډېره ستره مبارزه ده ،چې له گرشاسب بابا پاتې ده .
سلطان محمود غزنوي سترافغان و، په هغه هم څوک نه دي پوهيدلي نورو خلکو دوى ته وويل : خوشحال خان غوښتل ،چې دغزنوي زابلي ،غوري دورې نوې کړي بيا دى له خپلو پښتنو ماڼيجن و.
ځنې لويې دعوې لرم په زړه کښې
ولې څه وکړم ،چې پښتون واړه بې ننګ دى
وروسته له خوشحال خان په څو کلونو کښې داسې خلک پيدا شول ،چې دده دزړه ارمانونه يې بشپړ کړل او پښتنو په اتفاق توفيق وموند.
پيري راغله زبون شوم که نور څه علالت شو
چې زه کړم هغه نه شي هغه ملک هغه عالم دى
که خوشحال خان ارمانجن لاړ خو دومره موده نه وه اووښتې ،چې نوميالى ” بل ” حضرت ميرويس نيکه پاڅېد ،ورپسې دوه يم محمود احمدشاه بابا دخوشحال خان ارمان بشپړ کړ . له دهلي او اگرې ورتېرشو گنګاجمنا ته نژدې شو دافغان رپى يې ورپاو اوس ،چې انگليس او امريکا سل اړينې چارې پرېښې دي افغانستان ته يې رادانگلي ،دپښتون په زړه کښې داتيريږي ،چې دلته څه خبره ده؟
نن ،چې د٢٠٠٧ ع کال ددسمبر دمياشتې دولسمه ده داندونيزيا په بالي کښې داقليم دبدليدو نړيواله غونډه ده “الگور ” دامريکې دپخواني جمهور رييس مرستيال هلته تللى دى ،بش دامريکې جمهور رييس دغه پروگرام ،چې دبشريت ژوند ژغوري؛ نه مني په افغانستان او عراق کښې په وژنو لگيادي او انگليس نوې پاليسي دافغانستان لپاره جوړه کړې کرزي ځولۍ نيولې ده، خيرونه ټولوي ،دامريکې ددفاع وزير ناټو هڅوي ،چې افغانستان ته پوځونه وليږي ،افغانان بويه فکر وکړي دلته کومه خبره ،چې داقليم دبدليدو او نړۍ له ډوبيدو ډېره اړينه ده پوهيدل يې گران نه دي له شريعته وېره ده.
دتمدن په تاريخ کښې په 678 مخ کښې راغلې : کاميابيها نظامي قدرتهاى غربي وروسيه که يکى از قدرتهاى غربي شده اورتدوکس شرقى است به قيمت نتايج معکوسى حاصل شد ،يک ارتش انگليسى که افغانستان راد رسالهاى 42 – 1839 م اشغال کرده بود نابود شد. (تاين بي )
دلته ليدل کيږي ،چې روسيه شرقي ارتدکس مسيحي دى او انگليس غربي ددوى برى په افغانستان کښې ونه ليدل شو، دطالبانو حکومت ددواړو ځواب و ؛نوځکه ټوله مسيحي نړۍ ورته راغله دادى ډول ډول چالونه دي .
گوره چې خنداکوې په سترگو کې
کار دمسيحا کوې په سترگو کې
يو ته قهر،بل ته مهر شا باسى
داکوي هم داکوې په سترگو کې
شوې په آشنايى کښې ناآشنا ځکه
ځاى دى هر آشنا کوې په سترگوښې
زه حمزه دعا درته په خوله کوم
ته رانه شکنۍ کوې په سترگو کې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *