دوشنبه , 18 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / برېتانیا کېداى شي افغانستان ته نور سرتېري لېږي
090711ldy004

برېتانیا کېداى شي افغانستان ته نور سرتېري لېږي

دسپوږ مۍ راډيو د خبرله مخې د برېتانیا د پوځ مخکیني مشر ریچارډز هرستمونسه له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له ۱۷ کلن حضور سره سره لا هم په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت کړکیچن دی. دده په خبره برېتانیا په افغانستان کې د ټرمپ له نوې تګلارې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري ورسره کوي. ریچارډز زیاته کړې، د امریکا له مهمو غوښتنو یوه هم دا ده، چې برېتانیا په افغانستان کې خپل سرتېري ډېر کړي. نوموړي ویلي چې ښايي برېتانیا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې خپل پوځيان ډېر کړي او له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې لپاره خپل اقدامات ډېر کړي. ټرمپ په خپله نوې تګلاره کې په ناټو کې له خپلو متحدینو وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې د ګټلو لپاره باید ځواکونه ډېر کړل شي، هغه په همدې لړ کې افغانستان ته سلګونه اضافي عسکر را ولېږل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *