دوشنبه , 19 فبروري 2018
کورپاڼه / خبرونه / ناټو افغانستان ته نور سرتيري راليږي
NATO-MONSHI

ناټو افغانستان ته نور سرتيري راليږي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، سږ کال به افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر تر ۱۶ زرو لوړ شي.ینس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو اته ویشت متحدینو او همکارو هېوادونو افغانستان کې د خپلو سرتیرو د زیاتولو ژمنې کړې دي.سټولټنبرګ زیاته کړه، غړي هېوادونه به د ناټو د روزنې ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته کابو درې زره سرتېري واستوي او د تېر کال په پرتله سږ کال به د نړیوالو  ځواکونو شمېر تر ۱۶ زرو ته لوړ شي. د ناټو عمومي منشي له افغانستان سره د یاد سازمان پر ژمنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا د افغانستان له امنیت سره د ناټو سازمان یوه واضح او روښانه ژمنتیا په ډاګه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *