یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / ډيموکراسي دپانگه والۍ لپاره !

ډيموکراسي دپانگه والۍ لپاره !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
په ٢٠٠١ م کال کښې دوکتور هرمن Herman خپل کتاب خپور کړ، دکتاب نوم دى څنگه سکات نوې نړۍ وموندله ؟ دوکتور هرمن دجورج ميسن ،جورج تاون په پوهنتونونو کښې پروفيسر ( پوهاند) و. ده هم دلويديځ دتاريخ د ويجاړيدو خبرې کړي . دا،چې سکات ،ساک دي او پاکت پورې اړه لري دده دکتاب په 93 مخ کښې راغلي ،داعبارت به پخپله راواخيستل شي ،چې پښتانه زلميان يې وگوري : ،چې پاکت (پکتين ) روميانو ته ماته ورکړه او دشمالي بريتانيې واگي يې په کښې ونيولې. دهغه انگليسي وينه ليکل کيږي اودابه ديوې مقالې لپاره بس وي .
First ,pre -celtic Neolithic tribesmen then the picts who batted the romans alony Hadrian wall for control of northern Britain
په دې پېر کښې ،چې افغانستان او سيمې کښې د ديموکراسۍ جگړه ده، دهغوى ژور ناليزم يا صحافت هرڅه وي زمونږ لپاره داده ،چې تاريخ سياست ،ادب او خبرونه يو ځاى کړو او دابه ددې پېر يا زمانې اړتيا وي څو په هغه څه پوه شو،چې روان دي .
پښتانه دين ،ناموس او خپلواکي ساتي او داتاريخي دنده ده ،چې دغه تاريخ داسې راغلى دى او همداسې به روان وي .
پانگه والي به هم يوه لاره لري ،چې هغه به دعامو وگړيو وژنه نه وي . کله ،چې سيمه ويل کيږي مرکزي آسيا ،افغانستان ،ايران ،پاکستان او هند . اوس هم خبره دلته ده څرنگه ،چې امريکا غواړي دا به له منځني ختيځ سره تړل کيږي ،چې عربي هېوادونه دي ،بيا ټوله خبره په انرژۍ ياتېلو گازو او نورو کانونو کښې ده ولې ؟ ددې لپاره ،چې اروپا او امريکا په همدغه اندازه ،چې اوس ده وچليږي ښه شي ،ابته نه شي . په دې څېر زر زور ،ژور نالېزم ،ادبيات تاريخ سياست په همدې لار بيايي اسلامي هېوادونه په همدغه سيمه کښې دي ؛ځکه بش وايي ،چې دنسلونو جگړه ده ، ژر پاى ته نه رسيږي . کله ،چې داسې وي دبلې خوا لپاره هم داسې ده اروپا امريکا دحل لاره جگړه غوره کړې ده .
پاکستان او ديموکراسي : بېنظير بوټو ،نواز شريف او مشرف بېل نه دي په کوم څېر دا ( کنسرټ ) ترسره کوي ؟ پاکستان،افغانستان عراق اوفلسطين کښې داحالات دي ،لبنان ورسره دى. اسراييل يو داسې پټن دى ،چې امريکا او اروپا يې ټينگول غواړي داسې ښکاري ،چې دالويه سيمه دښکار سيمه ده ؛نو دسولې او سوکالۍ څرک نه ليدل کيږي .
هره خوا غونډې اوخبرې دي آسماني آفتونه هم .
هيڅکله دومره کړکيچنه نه وه ،له بدمرغه افغانستان او پاکستان کښې پښتانه په نښه دي ،چې دين ناموس او خپلواکۍ باندې گروهيدلي دي. دهغه ساتنه په داسې حال کښې ،چې اروپا امريکا زر او زور خاوندان دي ، په ډېر قوت شااو خوايي نيولي دي وړيانه دي .
پاکستان کښې به له ټاکنو سره هوارى نه راځي لکه ،چې په افغانستان کښې ټاکنې شوي ،بيا خبره غوڅه نه ده لا داشته ،چې عام خلک به خپله پرېکړه وکړي ورو ورو به په يوه پاڅون بدله شي امريکا داسې مخ نه شي ښودلى ،چې اوس حالات قابوکړي.
خوشحال خان ويلي و :
که کښېنم ننگ و ناموس ځي
که پاڅم پاڅي توفان
پښتنو ته داپېښه ده .
اوس ټول له دې سره مخامخ دي ،ځکه خوشحال له هغه ښکيلاک سره جگړې کښې و ،چې تر اروپا او انگليسانو وړاندې و . مغل په دې ځنډ پاتې شو،چې دچنگيز اولادې اسلام دخپل دين په توگه ومانه او ژبه يې لومړى فارسي اوبيا يې اردوکړه اروپا او امريکا داسې نه کوي او نه يې کولى شي . هغه مهال پير روښان ،خوشخال خان ،ايمل خان … پاڅېدل او خلکو ته يې وويل :
دا اسلام نه دى .
دغه تکل دميرويس نيکه او احمدشاه بابا په پاڅون بدل شو او افغانستان لوى هېواد جوړشو ،چې دټولو مسلمانانو لپاره دهيلو مرکز و ،بيا انگليسانو لومړى عثماني خلافت په ترکيې کښې او افغانستان يې دلته وواهه سيدجمال الدين افغان هڅه کوله ،چې دغه له منځه تللې دوه امپراتورۍ داسلامي خلافت په توگه ژوندۍ شي ،چې تر اوسه داسې ونه شول ،خو اسلام هم لا ولاړ دى .
علامه اقبال څه غوښتل ؟ دهغه خبره له افغان سيد جمال الدين سره يوه وه . آيا دپاکستان مشران دعلامه اقبال لار مني ؟ او دهغه ارمانونه تر سره کولاى شي ؟
علامه اقبال غازي امان الله خان ته پيام مشرق وليکلو په ډېر اخلاص يې ورته وويل :
اى امير ،بن امير ،بن امير
هديه يى زين بينوا بپذير
امان الله خان څه وکړل ؟ اروپايي تمدن يې خوښ شو او دا جگړه تراوسه روانه ده،چې پاياب نه ښکاري او دپښتنو دتاريخي مشرانو پل هم نه دى ورک .
له حميده صبر مه غواړه ناصحه
دغه توان ورڅخه لاړ دعشق په تور کښې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *