جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د افغاني پنبې پر صادراتو بندیز لگولی دی
4b30a3dcace0ffa71ca640b04851837ed223df3e

پاکستان د افغاني پنبې پر صادراتو بندیز لگولی دی

د افغانستان د متشبثینو عالي بورد مشر رحم الدین حاجي اغا رسنيو ته ويلي دي چې  له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې، پاکستان د تورخم له لارې د افغاني پنبې پر صادراتو بندیز لگولی دی. نوموړي وړاندې  وویل، په دې کار سره سلګونه افغانان بې روزګاره شوي دي.د نوموړي  پر خبره “تر زرو کسان بې کاره شوي او همدارنګه تر سلو فابریکو ډېرې په ټپه ولاړې دي، پاکستان له افغانستان څخه د پنبو صادراتو ته اجازه نه ورکوي. ” نوموړي  دا هم وویل، دامهال په هلمند او د هېواد په شمالي ولایتونو کې چې پنبه ډېره کرل کېږي، کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *