جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / خبرونه / ترکيه : له امریکا سره مو اړیکې په نازک پړاوو کې دي
اغلو

ترکيه : له امریکا سره مو اړیکې په نازک پړاوو کې دي

د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولود چاوش اغلوپه استانبول کې یوې مطبوعاټي غونډې ته ویلي دی چې دامریکا سره ېې اړیکې له نازکې مرحلي تیریږي، اغلودیوه خبریال په ځواب کې وویل: له  امریکا سره ېې اړیکې دومره په نازکه مرحله کې دي چې یابه دپخواني حالت څخه لږې راښې اویابه نورې هم پسې خرابې شي چې بیا به ېې دښه کیدو فکرهم نه شی کیدای .

مولود چاوش اغلو په خپله مطبوعاتي وینا کې وویل موږ هڅی کوو له ټولې نړې سره ښې اړیکې ولرو خو دا امریکا ده  چې د ترکیې سره د اړیکو په خرابوالي کې ېې کړنې ناسمې دي،  اغلو وویل که دا ځل مو دامریکا سره اړیکې ښې نه شوې بیا ېې ترکیه د عادی کیدو تمه نه لري

دترکيې دولتي رسنیو لیکلي چې لومړې تمه کیده چې امریکا دملي امنیت دمشاورمکمستر او ترکيې دجمهوري ریاست د ویاند ابراهیم کالین ترمنځ لیدل به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې عادی حالت ته راولي خو داغلو له ونیا څرګندیږي چې ترکیه اوس د ګولن له کودتا وروسته امریکا ته په هغه سترګه نه ګوري کوم چې دمخه ېې ورته کتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *