دوشنبه , 19 فبروري 2018
کورپاڼه / خبرونه / په ننګرهار کې نرګس ګل مشاعره شوې
27750519_1010976299050926_4539635198507864530_n

په ننګرهار کې نرګس ګل مشاعره شوې

په ننګرهار کې داطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه. ياده مشاعره، چې په جلال اباد ښارکې د انعکاس خصوصی راډيو تلويزيون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه پکي د بيلابيلو ادارو مسئولينو سربيره ګڼو شاعرانواو د شعراو ادب مينه والو ګډون کړې و.
غونډۍ ته د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم پخپله وينا کې له ټولو ګډونوالو د مننې ترڅنګ وويل، د نرګس ګل مشاعره دری کاله وړاندی پيل شوه چې په وينا يې ياده مشاعره د وتلي شاعر استاد داود شهيد نوښت وو.
صميم زياته کړه، له دا ډول مشاعرو مو موخه دا ده چې خپل ولس د پرديو له اثراتو وژغورو او خپل پيغام د هنر په ژبه دوی ته ورسوو.

مشاعره د وتلي شاعر داود شهيد په شعر سره پيل شوه وروسته ګڼو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې د ګډنوالو له تود هرکلي سره مخ شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *